''مصري زندانونو کې د نومونو ښوولو لپاره زندانیان ځورول کېږي''

د عکس سرچینه، EPA
- Author, سباستيان أشر
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
مصر کې یوه فعال چې دا وروستیو کې له زندانه خوشی شوی، بي بي سي ته وویل د زور زیاتي یو داسې سسټم یې په خپلو سترګو لیدلی چې خلک د ځورونې له لارې د یوه بل معلومات ورکولو ته اړایستل کېږي.
رامي شعث له ډېرې مودې راهیسې په مصر کې د سیکولر اپوزیسیون یوه مشهوره څېره ده.
ښاغلی شعث چې د فلسطین تابعیت هم لري د هغې ډلې یو فعال غړی هم دی چې له فللسطینیانو سره د اسراییل چلن له کبله له دې هېواد سره د بشپړ پرېکون پلويتوب کوي.
نوموړی ۲۰۱۹ کال کې مصري چارواکو نیولی و.
پر ده له یوې ترهګرې ډلې سره د مالي مرستو تورونه و، خو دا تورونه رسماً پرې هیڅکله نه دي لګېدلي.
دی وايي له اسرائیل سره د عربي هېوادونو اړیکو عادي کېدو مخالفت یې د نیول کېدو لامل شوی.
د ده په وینا د زندان په یوه داسې لنډه - تنګه خونه کې ساتل کېده، چې لسګونه نور کسان هم پکې زنداني وو.
دی وايي: ''زما سترګې یې وتړلې، لاسونه مې ځولانه شول او یوه دېوال ته درې ورځې ناست وم، زما لپاره دا تشدد دی، خو په مصر کې دا عالي چلن بلل کېږي. ''
ښاغلي شعث وايي، په زندان کې له ځینې کسانو سره زور زیاتي ځکه حیران کړی، چې هېڅ سیاسي چارو کې ښکېل نه و.
دی وايي، ډېری کسان چې ده هلته ولیدل یوازې د دې لپاره ځورول کېدل چې د نورو کسانو نومونه ورکړي او هغه هم د همدې ګډوډ معلومات پر بنسټ ونیول شي.
دی د ځورونې دې تخنیکونو په هکله وايي:
''یوازې د نومونو پوښتنه به یې کوله، د بېلګې په توګه ویل به یې که په کوم فېسبوک ګروپ کې یې، د نورو ملګرو نومونه راوښیه، که په کومه مظاهره کې وې، د نورو ګډونوالو نومونه یې راکړه، یوازې نومونه مو پکار دي. ''
رامي شعث چې اوس په پاریس کې له خپلې فرانسوۍ مېرمنې سیلین لیبرون سره یو ځای شوی او د خوشي کېدو بدل کې یې د مصر له تابعیته لاس اخیستی وايي، وضعیت یې مخ په ښه کېدو دی، خو په وینا یې هغو کسانو ته خواشینی دی، چې اوس هم د مصر په زندانونو کې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دی چې دوه کاله توقیف کې ساتل کېده، یوازې یو ځل د ۴۵ دقیقو لپاره ترې پوښتنې، ګروېږنې شوې او په وینا یې دا هم د هغو تورونو په هکله نه وې، چې پرې لګول شوي وو، بلکې په وینا یې دغه ډول سزا د فعالیت لپاره ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا د پخواني ولسمشر حسني مبارک په واکمنۍ کې وضعیت دومره له ناهیلۍ ډک نه و. د یادونې ده، چې حسني مبارک د یوه پاڅون له لارې چې ښاغلي شعث هم پکې رول درلود، ۲۰۱۱ کال کې له واکه ګوښه شو.





















