امریکا کې یوې مور پر کورونا اخته زوی په موټر کې ایسار کړی و

د لارې پر سر د کورونا معاینې یو ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لارې پر سر د کورونا معاینې یو ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت

امریکا متحدو ایالتونو کې یوه ښوونکې له هغه وروسته پولیسو نیولې، چې ویل کېږي پر کورونا وېروس اخته زوی یې د موټر په شاتنۍ برخه یا ډاله کې ایسار کړی و.

ویل کېږي ۴۱ کلنې ښوونکې ساره بیم کورونا معاینې ته پر لار خپل ماشوم زوی د موټر په ډاله کې ایسار کړی او له خطر سره د ماشوم مخامخولو په تور نیول شوې ده.

د کلیک ټو هوسټن، ټکی کام په رپوټ کې ویل شوي، ټیکساس ایالت کې یوه عیني شاهد په موټر کې د ماشوم له چیغو اورېدو وروسته د جنورۍ پر درېیمه پولیسو ته ټیلیفون کړی و.

د رپوټ له مخې وروسته ښوونکې د موټر ډاله پرانیسته او پکې پروت هلک راویستل شو.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د اغلې بیم له قوله ویل شوي، دې غوښتل خپل ۱۳ کلن زوی د کورونا دویمې معاینې تایید لپاره ځایي لابراتوار ته ورسوي او له وېروسه د ځان ساتنې په پار یې هغه په موټر کې ایسار کړی و.

د اې بي سي کي ټي ار ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، روغتیاپالانو وروسته دې ښځې ته ویلي و، چې تر څو یې هلک له ډالې نه د موټر شاتنۍ څوکۍ ته نه وي راوستی، دوی یې معاینه نه کوي.