د کډوالو ماشومانو کمپ کې 'زړه بوږنوونکی' وضعیت
د خپرېدو وخت
د بي بي سي یوې څېړنې ښودلې چې تر ۲۰۰ ډېر کډوال ماشومان په ټکسان دښته کې د ګڼې ګوڼې په یو کمپ کې اچول چې هلته ماشومان له ناروغیو او د پاکو جامو او روغتیايي پاملرنې له کموالي سره مخ دي. د ټکزاس د اېلپاسو په فورټ بلېس کې دغه کمپ لږ تر لږه ۱۲ خیمې لري چې په ځینو کې یې تر سلګونو ماشومان ساتل کېږي. د کمپ کارکوونکي وايي په مارچ میاشت د کمپ له جوړېدو راهیسې په سلګونو ماشومان په کوویډ اخته او سپږې یې کړې دي. هیلري انډرسن راپور راکوي.