۲۰۲۰ کال: د نړۍ په لر او بر کې اخیستل شوي حيرانونکي تصویرونه

د عکس سرچینه، Tracey Nearmy / Reuters
یو رضاکار د اسټرالیا په میربولا سیمه کې د هغه پوسم پالنه کوي چې په اور کې سوځېدلي و. د ۲۰۱۹ کال له جولای میاشتې بیا د ۲۰۲۰ تر مارچ پورې د اسټرالیا په یو شمېر ځنګلونو کې اور لګېدلی وو، چې نژدې ۲۴۰ لکه هکتاره ساحه یې نیولې وه. د دې اور له کبله د سر او مال د زیان تر څنګ ګڼ حیوانات هم د اور لمبو خوراک شول اونژدې درې میلیارده ژوي او خځنده شاوخو سیمو ته وتښتېدل.

د عکس سرچینه، Brendan McDermid / Reuters
هاروې وینسټن په جنورۍ میاشت کې محکمې ته د تلو په حال کې لیدل کېږي. پر نوموړي د جنسي زور زیاتي تورونه لګېدلي. یو مهال نوموړی د امریکا فلمي صنعت له خورا اغېزمنو کسانو یو بلل کېده او د تورونو له ثبوت وروسته د ۲۳ کالو زندان سزا ورکړل شوه.

د عکس سرچینه، Yara Nardi / Reuters
د ایټالیا الپاین مرستندویه خدمتونو ډلې غړي د دغه هېواد په مالګا چپیالا سیمه کې پر یوه کنګل شوي ابشار پورته خېژي.

د عکس سرچینه، China Daily via Reuters
د چین په ووهان ښار کې روغتیا پالان د یوه روغتون په جدي پام څانګه کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو درملنه کوي. دغه وېروس چې ګومان کېږي د همدې ښار له یوې منډيي خپور شو، وروسته ټولې نړۍ ته ورسېد.

د عکس سرچینه، Stephanie Lecocq / EPA-EFE
په نړۍ کې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته د بروکسل یوه روغتون نرس د یوې لنډې دمې په حال کې.

د عکس سرچینه، Willy Kurniawan / Reuters
د اندونیزیا جکارتا ښار یوې هدیرې ته د کوویډ - ۱۹ له کبله د یوه مړي شوي کس تابوت لېږدول کېږي. د اپریل پای کې د جان هاپکنز پوهنتون مسوولینو ویلي و، د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له دوو لکو اوښتی دی.

د عکس سرچینه، Al Bello / Getty Images
د امریکا په نیویارک کې یوه مور له خپلې لور داسې حال کې ویني چې پلاستیکي څادر یې تر منځ دی. د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو کې د کورونا وېروس خپرېدو مخنيوي لپاره ډول ډول احتیاطي تدبيرونه شوي.

د عکس سرچینه، Fredrik Lerneryd / Getty Images
مې میاشت کې د کینیا سبمورو سیمې یو اوسېدونکی ملخان شړي. په ختځیه افریقا کې د معمول پرتله ډېر بارانونه وشول او له هغه وروسته د ملخانو سېلونه راووتل چې پراخې کروندې یې له منځه یوړې.

د عکس سرچینه، Joe Raedle / Getty Images
د امریکا په ټکساس کې یو سړي د جارج فلایډ یادګار ته درناوی کوي. جارج فلایډ په می میاشت کې له هغه وروسته ووژل شو، چې یوه سپین پوټکي پولیس افسر يې نژدې نهه دقیقې غاړه تر ګونډه لاندې کړې وه. له هغه وروسته په ټول هېواد کې پراخ احتجاجونه وشول.

د عکس سرچینه، Damir Sagolj / Getty Images
د بوسنیا هرزګوینا په موستار ښار کې یو سړی په سیند کې غوپې ۴۵۴ مو سیالیو لړ کې له موسټ یا زاړه پله لاندې سیند ته ټوپوهي.

د عکس سرچینه، Brandon Bell / Getty Images
د امریکا په وسکونسن ایالت کې احتجاجیان داسې حال کې د پولیسو پر لور روان دي چې لاسونه یې پورته نیولي دي. په اګست میاشت کې دغه سیمه کې د پولیسو له لاسه د جیک بلیک نومي تور پوټکي سړي له وژل کېدو وروسته احتجاجي مظاهرې پیل شوې وې.

د عکس سرچینه، Mohamed Azakir / Reuters
د لبنان پوځ یو سرتېری د اګست میاشتې پر اوومه د هغه ځای خوا کې تېرېږي چې د اګست پر څلورمه پکې خورا زوروره چاودنه وشوه او له ۲۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Vasily Fedosenko / Reuters
د بېلاروس پلازمېنه مینڅک کې یوې ښځې د امنیتي ځواکونو یو کس په غېږ کې نیولی. د اګست پر نهمه له ناندریزو ټاکنو وروسته په پراخه کچه مظاهرې وشوې. پر دویم ځل ټاکل شوي مشر الیکزانډر لوکاشینکو د براخو درغلیو تورونه پورې شول.

د عکس سرچینه، Philip Pacheco / Getty Images
د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر پر نهمه د سان فرانسسکو په ځنګلونو کې اور ولګېد چې یوه ښځه یې عکاسي کوي او اسمان نارنجي رنګه ښکاري. په کالفورنیا کې د ځنګله اور پر لکونو هکتارو ځمکه ولاړ ونې، بوټي ایره کړل.

د عکس سرچینه، Tom Brenner / Reuters
د سپتمبر پر ۲۴ مه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فلوریډا په جیکسنول ښار کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وینا وکړه. له ټاکنو یوه میاشت مخکې ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې میلانیا وویل، چې د کورونا وېروس معاینات یې مثبت دي.

د عکس سرچینه، Fayaz Aziz / Reuters
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د سپتمبر پء ۲۳ ښوونځي ته له ننوتو مخکې د ماشومانو د بدن حرارت درجه کتل کېده. پاکستان حکومت د کورونا وبا خپرېدو پر مهال ښوونځي پرانیستي وو.

د عکس سرچینه، Byron Smith / Getty Images
د ۲۰۲۰ کال سپتمبر پر نهمه د یونان په لسبوس ټاپو کې د کډوالو په کمپ کې اور ولګېد، چې له کبله یې زرګونه کډوال تر شنه اسمان لاندې شپې تېرولو ته اړ شول.

د عکس سرچینه، Kim Hong-Ji / Reuters
د اکتوبر پر ۱۳ مه د سویلي کوریا په هینام ښار کې یوه ښځه د ګلابي رنګ وښو په منځ کې سیلفي تصویر اخلي او ملګرې يې له تصویر اخیستو مخکې سینګار کوي.

د عکس سرچینه، Jim Bourg / Reuters
د نومبر پر اوومه د امریکا ټاکنو کې کاندید جو بایډن په رسنیو کې د خپلې بریا اعلان له اورېدو وروسته د حیرانتیا او خوښۍ ګډ احساس څرګندوي. له ده سره د ولسمشر مرستیالۍ ته کاندیده کمالا هریس د هغې مېړه او د جو بایډن مېرمن جل هم لیدل کېږي. جو بایډن د ۳۰۶ الیکټوریل کالجونو د رایو له ګټلو وروسته ولسمشریزې ټاکنې وګتلې او سیال یې اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ۲۳۲ الیکټوریل رایې ترلاسه کړې.

د عکس سرچینه، Eva Plevier / Reuters
د نومبر پر دویمه د هالنډ په سپچکینیس ښار کې یو مېټرو ریل ګاډی د پټلۍ په پای کې لګېدلي کټاره ماته کړه او مخکې ووت، خو له نیکه مرغه مخکې د وهیل کب یوې جوړې مجسمې کې ونښت. په تصویر کې داسې ښکار چې ریل ګاډی د کب پر لکۍ تم شوی، خو اصلاً همدا د کب لکۍ لس فوټه لاندې اوبو ته د ریل ګاډي غورځېدو مخه ونیوه.

د عکس سرچینه، Eloisa Lopez / Reuters
د فیلیپین په سان میتیو ښار کې له ویمکو نومي توپان وروسته یو ځايي اوسېدونکي خپل کور له خاورو، خټو پاک کړ او دمه کوي. سږ کال فلیپین کې لږ تر لږه ۲۱ توپانونه راغلل چې له کبله یې لسګونه کسان ووژل شول.

د عکس سرچینه، Toya Sarno Jordan / Reuters
مکسیکو کې له ښځو سره د زور زیاتي پر ضد د مظاهرو پر مهال یوه ښځه د پولیس سرتېري پر خولۍ رنګ موښي.

د عکس سرچینه، Byron Smith / Getty Images
ایتوپیايي کډوال په سوډان کې پنډغالي ته د لېږد انتظار کوي.

د عکس سرچینه، Morgan Sette / AFP
له فضايي مرکزه ځمکې ته استول شوی کیپسول د اسټرالیا په وومیرا سیمه کې پر ځمکه له غورځېدو مخکې په هوا کې لیدل کېږي.


















