د کابینې جوړولو کې له پاتې راتلو وروسته د لبنان کاندید لومړی وزیر استعفا کوي

د عکس سرچینه، Reuters
په لبنان کې کاندید لومړی وزیر سعد الحریري له نهو میاشتو هلو ځلو وروسته نه دی توانیدلی په ټپه ولاړ سیاسي حالته ووځي او نوي حکومت تشکیل کړي.
له دې سره په لبنان کې سیاسي په ټپه ولاړ حالت لا پسې ژور شوی دی.
ښاغلي حریري له ولسمشر مشر مشعل عون سره په لیدنه کې ولسمشر ته د احتمالي کابینې لپاره د تکنوکراتانو له لیست وړاندې کولو وروسته وویل:
''دا څرګنده ده چې موږ به هوکړې ته و نه رسېږو. ''
د سني مذهبه الحریري ځینې ورته وړاندیزونه له دې مخکې هم د عیسوي ولسمشر مشعل عون لخوا رد شوي دي، چې د شیعه ګانو د حزب الله تحریک اتحادي دی.
د ښاغلي الحریري استعفا کولو پرېکړه داسې مهال ده، چې لبنان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی.
د لبناني پیسو بې ساري غورځېدو له کبله د انفلاسیون کچه ډېره لوړه شوي ده.
په داسې حال کې چې د نفتو او درملو زېرمې په ختمېدو دي، د دغه هېواد ډېری اوسېدونکو لپاره د خوړو لاسته راوړل هم ستونزمن شوي دي.
نړیوال بانک د وضعیت پړه پر لبناني سیاستوالو وراچوي، او په وینا یې له دې حالته د وتلو لپاره یې وړتیا نه ده څرګنده کړې.
ځینې نورو هېوادونو بیا تر هغه مهاله د مرستو میلیاردونه ډالرو ورکول ځنډولي چې په وینا یې لبناني سیاستوال یو نوی حکومت جوړ کړي او له فساد سره د مبارزې او اداري اصلاحاتو لپاره کار وکړي.



















