طالبان: د تخار اشکمش ولسوالۍ مو نیولې؛ حکومت: ولسوالۍ سقوط نه دی کړی، جګړه روانه ده

د عکس سرچینه، Taliba Twitter
وسلوال طالبان ادعا کوي چې د پنجشنبې پر ورځ یې د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز او نورې سیمې نیولې دي.
د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې افغان ځواکونه له سیمې تللي او ولسوالۍ د دوی په ولکه کې ده.
خو د تخار د والي ویاند حامد مبارز د اشکمش د سقوط خبره ردوي. نوموړی وایي، د یادې ولسوالۍ ځینو برخو کې له طالبانو سره سخته جګړه روانه ده.
ښاغلی مبارز همدا راز زیاتوي چې افغان هوایي ځواکونو هم دې جګړه کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.
خو په تخار کې یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، طالبانو د اشکمش ولسوالۍ د ښار ځینې برخې نیولې دي.
طالبانو تېره شپه د اشکمش ولسوالۍ پر مرکز برید کړی. وړاندې ځايي چاروانکو منلې وه چې د دې ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو په برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او د اشکمش د ولسوال په ګډون دوه تنه ټپیان دي.
په ورته وخت کې، طالبانو د بدخشان ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده. د طالبانو د ویاند په خبره، تېر ماښام یې وسله وال د ارغنجخواه ولسوالۍ مرکز (نقلي) ته ننوتلي دي.
تر دې مخکې د دې ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو په لاس کې وې.
د بدخشان د پولیسو مشر خلیل الرحمن جواد وايي، امنیتي ځواکونه په بله سیمه کې ځای پرځای شوي دي.
نورو سیمو کې تاوتریخوالی

د عکس سرچینه، MOD
د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې بغلان ولایت کې د موټربم چاودنې له امله درې افغان سرتېري وژل شوي او درې ټپیان دي.
بغلان کې امنیتي چارواکي وایي، ځانمرګي غوښتل موټربم سره د پلخمري باغ شمال کې پوځکوټ په نښه کړي، خو موخې ته تر رسېدو مخکې په نښه او وویشتل شو.
پامیر قول اردو په دې تړاو خبرپاڼه کې وايي، دې پېښه کې د طالبانو درې ځانمرګي هم وژل شوي دي او ولسي خلکو ته مالي تاوان رسېدلی دی.
بل لور ته طالبان وايي، دغه بېګني برید کې یې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د دغو ځواکونو ګاډي او پوځي وسایل هم ویجاړ شوي دي.
د افغانستان لوېدیځ ته هرات او مرکزي ولایت غزني کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو د نښتو خبر ور کړل شوی دی.
غزني کې چارواکي وايي، نمبر ۱ لویه لار کې یې د طالبانو برید په شا تمبولی او ۲۴ طالبان یې وژلي دي، خو طالبانو غزني کې د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
د هرات چارواکي د دغه ولایت کشک کهنه ولسوالۍ کې د ۷ طالبانو د وژلو او ۱۳ ټپي کولو خبره کوي.
طالبانو به تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر ولسوالیو د نیولو ادعاوې کړې دي.
خو د افغانستان دفاع وزارت وایي، له ځینو سیمو یې تاکتیکي شاتګ کړی او جګړه کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله ور اړولې ده.
















