داعش ډلې بغلان کې پر ماین پاکانو د برید مسؤلیت ومانه

د ویډیو تشریح، بغلان کې پر ماین پاکانو برید
د خپرېدو وخت

د داعش خراسان ډلې د افغانستان په بغلان کې پر ماین پاکانو د برید مسئولیت منلی دی. دا برید سې شنبه د شپې لس بجې شوی او پکې لس ماین پاکان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

افغان چارواکو د برید پړه پر طالبانو ور اچولې، خو اوس داعش ډلې په خپل ټیلیګرام کانال کې ویلي چې برید دوی کړی.

دغه ډله همدا راز ادعا کوي چې دغه ماین پاکان یې محاصره کړي وو او په برید کې یې لږ تر لږه ۶۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

له دې وړاندې د بغلان د پولیسو ویاند جاوېد بشارت بي بي سي ته ویلي وو، برید د مرکزي بغلان په شیخ جلال سیمه کې د مین پاکانو پر کمپ شوی دی.

ځینې رپوټونه دا هم وايي، چې پر دې ماین پاکانو د خوب پر مهال برید شوی.

نوموړي وویل: "په برید کې نژدې ۱۰۰ ماین پاکان ټول یوې خونې ته ننویستل کېږي او بیا ډزې پرې کېږي چې تراوسه لس کسان پکې شهیدان او ۱۴ ټپیان دي".

ښاغلی بشارت زیاتوي، د پېښې ټپیان پلخمري روغتون ته لېږدول شوي دي.

ارګ د یوې اعلامیې خپرولو سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خولې دا برید غندي او د طالبانو کار یې بولي.

خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې دا برید غندي او وايي، دا پېښه د دوی په سیمه کې نه ده شوې.

نوموړی وايي، دې ماین پاکانو کې د دوی د وسلوالو نږدې خپلوان هم شته او ورته ویلي یې دي: "څلور نقاب پوشان راغلل او برید یې وکړ، ځینې کسان یې شهیدان کړي او نور یې ټپیان کړي دي او وحشت یې کړی دی."

د سترګو لیدلی حال

د پېښې ټپیان پلخمري روغتون ته لېږدول شوي دي.
د عکس تشریح، د پېښې ټپیان پلخمري روغتون ته لېږدول شوي دي.

برید د هلوټرسټ موسسې پر کارمنانو شوی چې له کلونو راهیسې افغانستان کې د ماین پاکۍ برخه کې بوخت ده.

د دې موسسې یو کارمن محمد اصف چې بېګاني برید کې ټپي شوی بي بي سي ته د پېښې په هکله وايي: "لس بجې لس دقیقې وې چې نقابپوش وسلوال راغلل چا لمونځ کاوه، چا چای څښه، څوک ویده وو. دوی جنرېټر راباندې ګول کړ، یو ځای کې یې سره ټول کړو. بیا یې تلاشي کړو، موبایل، پيسې او ان کاغذ تشناب یې هم را نه واخیست."

نوموړی وايي، له دې وروسته یې کوټو ته ننوېستل دېوال ته یې څټ مخ ودرول او بیا یې تلاشي کړل: "که له چا سره څه پاتې وو ان تر رانجو پورې یې ترې واخیستل. وروسته یې وویل دا د انګرېز زامن دي، وروسته یې ډزې پیل کړې او هره خونه کې یې وویشتو."

د ماین پاکانو مرکز
د عکس تشریح، د ماین پاکانو مرکز

شیخ جلال د مرکزي بغلان پنځه کیلومترۍ کې د بغلان نهرین پر لوی سړک پروت کلی دی.

ماین پاکان له یوې میاشتې راهیسې دغه کلي ته نږدې د غره لمن کې په شاړ پوځي مرکز کې دېره شوي وو.

ځايي خلک وايي، د غره لمن کې په لسګونه هکتاره ځمکه کې لا هم د کورنیو جګړو ماینونه دي.

دوی وايي، طالبان او حکومتي ځواکونه پر دغه سیمه ولکه نه لري، خو ولسي پاڅونوال پکې نفوذ لري.