د وردګو جغتو ولسوالۍ کې د افغان پوځ چورلکه غورځېدلې

طالبان
د عکس تشریح، له سیمې بي بي سي ته استول شوی انځور
د خپرېدو وخت

د افغانستان د پلازمېنې کابل څنګلوري وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه چورلکه غورځېدلې ده. د سیمې خلک وايي، چورلکه تېره شپه غورځېدلې او دوی سهار ولیده چې د اور لمبې ترې پورته کېدې.

بي بي سي ته له سیمې استول شوي انځورونه ښيي چې الوتکه په اواره ځمکه غورځېدلې او د ماشومانو په ګډون ولسي خلک یې ننداره کوي او طالبان هم پرې له پاسه ولاړ دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې او پکې درې کسان وژل شوي او بل ټپي دی.

خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا چورلکه یې تېره شپه د جغتو ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ته نژدې 'سېدې' او 'کارېز' کلیو ته څېرمه غورځولې ده.

د هغه په خبره، دې چورلکې هڅه کوله په ولسوالۍ کې کلابند سرتېرو ته اکمالات وکړي، خو "د مجاهدینو په یوه رسا برید کې رانسکوره کړل شوه".

نوموړی وايي، "په پېښه کې هلیکوپتر په بشپړه توګه تخریب او عمله ېې وژل شوې ده."

خو د وژل شویو کسانو د شمېر په هکله څه نه وايي.

خلک څه وايي؟

طالبان

د سیمې یوه اوسېدونکي محمد جان بي بي سي ته وویل، تېره شپه د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نژدې کلانده کې پر یوه کور - چې طالبانو سنګر پکې نیولی و، بمبار وشو چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یو طالب پکې وژل شوی دی.

نوموړی وايي، تېره شپه شاوخوا دوه بجې د ملي اردو یوه چورلکه ولسوالۍ ته نژدې وویشتل شوه چې د سهار په رڼا کېدو لمبې ترې پورته کېدې.

جغتو ولسوالي له څو میاشتو راهیسې کلابنده ده، چې وخت - ناوخت طالبان پرې له نژدې کلیو بریدونه کوي.

تېره اونۍ له یوه نژدې کلي د ولسوالۍ ودانۍ ته یو تونل ایستل شوی و او د تونل په‌ پای کې چې د ولسوالۍ د انګړ لاندې ختم شو، څو ټنه چاودېدونکي مواد وچوول شول، چې د ولسوالۍ یوې ودانۍ ته یې ډېر زیان اړولی دی.

جغتو ولسوالي د غزني خواجه عمري او د وردګو چک ولسوالیو ترمنځ پرته سیمه کې ده، چې ټولې ورغلې لارې د طالبانو تر څار لاندې دي او ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې اکمالات ناشوني دي.

دا څه کم دریو میاشتو کې د افغان پوځ دویمه چورلکه ده چې غورځي.

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، دا څه کم دریو میاشتو کې د افغان پوځ دویمه چورلکه ده چې وردګو کې غورځي.

دا د افغان پوځ دویمه چورلکه ده چې نژدې دریو میاشتو کې په وردګو ولایت کې په نښه او غورځول کېږي.

د تېر مارچ پر ۲۰ د دغه ولایت په بهسودو کې د نادولتي وسلوالې ډلې مشر علیپور کسانو هم دغه ولایت کې یوه چورلکه وغورځوله.