تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت د سولې اړوند مسلو او سیمه ییزو لانجو د حل لپاره د قومونو انسجام کمېسون جوړ کړ
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د سولې اړوند مسلو د پياوړتیا او د قومي او سیمه ییزو شخړو د حل لپاره د افغان قومونو د انسجام کمېسون جوړ کړ.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، دغه کمېسون به ولسمشر، کابینې او د سولې چارو اړوند شخصیتونو ته مشورې ورکوي.
دا اداره وايي دغه تازه جوړ شوی کمېسون به په ولایتونو او ولسوالیو کې د سیمې له خلکو او طالبانو سره د سولې اړوند بحثونه کوي.
د کمېسون درې مهمې دندې
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي د دې کمېسون پرانیستغونډه کې وویل، د دغه کمېسون اصلي چارې به په دریو برخو ورټولې وي.
- د سولې برخه کې مشورې ور کول او د ولایتونو او ولسوالیو په کچه عملا د سولې برخه کې کار کول
- د ولسمشر او حکومت پرېکړې په اصلي بڼه تر خلکو رسول
- په ولایتونو او ولسوالیو کې د جرګو له لارې د لویو قامي ستونزو او شخړو اوارول
د کمېسون اړتیا
ښاغلي کټوازي زیاته کړه چې د سولې په موضوعاتو کې سره له دې چې مسؤلې ادارې ښکېلې دي، خو د ولایتونو او ولسوالیو د خلکو په تېره د قومي مشرانو د سلا او مشورو د اخیستو لپاره د دې کمېسون رامنځته کول اړین ګام وو.
چارواکي وايي د دغه کمېسیون غړي به کارپوه مشران او د تجربو خاوندان وي چې قومي ستونزې او شخړې د جرګو له لارې حل کړي.
د کمېسون د پرانیستې په مناسبت غونډې ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وویل چې د سولې پروسې د بریا لپاره اړتیا ده چې د قومونو واحد نظر راټول او پیاوړی شي.
محیب الله صمیم زیاته کړه چې په دغه کمېسون کې به د ټولو قومونو استازي وي:
"د هېوادو دغو حساسو شرایطو او دغه پړاو کې د قومونو انسجام یووالي او د قومونو د مشرانو نظرونه اخیستل او د دوی په خوښه مخته تلل موږ د کامیابي او یووالي په لور بیايي."
نوموړي زیاته کړه چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هم چې تر ډېره حده له دې کمېسون سره کاري تړاو لري پر اوسنیو ستونزو د برلاسي لپاره یو ځای د دې نوې ادارې سره کار کوي.
د کمېسون جوړښت
د قومونو د انسجام کمېسون به په مرکز کابل کې ۲۵ او په هر ولایت کې ۱۵ غړي ولري.
مسؤلان وايي چې د د دې کمېسون ټول غړي به ۵۳۵ تنه وي چې یو مشر او دوه مرستیالان به لري.
د دغه کمېسون یو شمېر غړي ټاکل شوي دي او چارواکي وايي چې یو شمېر نور به هم ژر وټاکل شي چې د کمېسون تشکیل بشپړ شي.
نورې اړوند ادارې
دا کمېسون داسې مهال جوړېږي چې د دولت عالي شورا هم د جوړېدو په درشل کې ده او له دې وړاندې د مصالحې عالي شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د ځوانانو عالي شورا رامنځته شوې دي چې د هغو موخې هم د سولې اړونده چارو ملاتړ او همغږي ښودل شوې دي.
د مصالحې عالي شورا چې د یوې سیاسي هوکړې په پایله کې رامنځته شوه او عبدالله عبدالله یې مشري کوي، د افغان سولې اساسي کارونه پر مخ بیايي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د قومونو د انسجام کمېسون به د دغې شورا تر څنګ د دولت جوړېدونکې عالي شورا او په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي ته هم مشورې ورکوي.