افغان حکومت د سولې اړوند مسلو او سیمه ییزو لانجو د حل لپاره د قومونو انسجام کمېسون جوړ کړ

IDLGAFG

د عکس سرچینه، IDLGAFG

د عکس تشریح، د کمېسون پرانیست غونډه
    • Author, محمد ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د سولې اړوند مسلو د پياوړتیا او د قومي او سیمه ییزو شخړو د حل لپاره د افغان قومونو د انسجام کمېسون جوړ کړ.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، دغه کمېسون به ولسمشر، کابینې او د سولې چارو اړوند شخصیتونو ته مشورې ورکوي.

دا اداره وايي دغه تازه جوړ شوی کمېسون به په ولایتونو او ولسوالیو کې د سیمې له خلکو او طالبانو سره د سولې اړوند بحثونه کوي.

د کمېسون درې مهمې دندې

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي د دې کمېسون پرانیستغونډه کې وویل، د دغه کمېسون اصلي چارې به په دریو برخو ورټولې وي.

  • د سولې برخه کې مشورې ور کول او د ولایتونو او ولسوالیو په کچه عملا د سولې برخه کې کار کول
  • د ولسمشر او حکومت پرېکړې په اصلي بڼه تر خلکو رسول
  • په ولایتونو او ولسوالیو کې د جرګو له لارې د لویو قامي ستونزو او شخړو اوارول

د کمېسون اړتیا

IDLGAFG

د عکس سرچینه، IDLGAFG

د عکس تشریح، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم کټوازی

ښاغلي کټوازي زیاته کړه چې د سولې په موضوعاتو کې سره له دې چې مسؤلې ادارې ښکېلې دي، خو د ولایتونو او ولسوالیو د خلکو په تېره د قومي مشرانو د سلا او مشورو د اخیستو لپاره د دې کمېسون رامنځته کول اړین ګام وو.

چارواکي وايي د دغه کمېسیون غړي به کارپوه مشران او د تجربو خاوندان وي چې قومي ستونزې او شخړې د جرګو له لارې حل کړي.

د کمېسون د پرانیستې په مناسبت غونډې ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وویل چې د سولې پروسې د بریا لپاره اړتیا ده چې د قومونو واحد نظر راټول او پیاوړی شي.

محیب الله صمیم زیاته کړه چې په دغه کمېسون کې به د ټولو قومونو استازي وي:

"د هېوادو دغو حساسو شرایطو او دغه پړاو کې د قومونو انسجام یووالي او د قومونو د مشرانو نظرونه اخیستل او د دوی په خوښه مخته تلل موږ د کامیابي او یووالي په لور بیايي."

نوموړي زیاته کړه چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هم چې تر ډېره حده له دې کمېسون سره کاري تړاو لري پر اوسنیو ستونزو د برلاسي لپاره یو ځای د دې نوې ادارې سره کار کوي.

د کمېسون جوړښت

د قومونو د انسجام کمېسون به په مرکز کابل کې ۲۵ او په هر ولایت کې ۱۵ غړي ولري.

مسؤلان وايي چې د د دې کمېسون ټول غړي به ۵۳۵ تنه وي چې یو مشر او دوه مرستیالان به لري.

د دغه کمېسون یو شمېر غړي ټاکل شوي دي او چارواکي وايي چې یو شمېر نور به هم ژر وټاکل شي چې د کمېسون تشکیل بشپړ شي.

نورې اړوند ادارې

په دا مهال ولسمشر غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره په مشوره 'عالي دولتي شورا' جوړوي

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، په دا مهال ولسمشر غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره په مشوره 'عالي دولتي شورا' جوړوي

دا کمېسون داسې مهال جوړېږي چې د دولت عالي شورا هم د جوړېدو په درشل کې ده او له دې وړاندې د مصالحې عالي شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د ځوانانو عالي شورا رامنځته شوې دي چې د هغو موخې هم د سولې اړونده چارو ملاتړ او همغږي ښودل شوې دي.

د مصالحې عالي شورا چې د یوې سیاسي هوکړې په پایله کې رامنځته شوه او عبدالله عبدالله یې مشري کوي، د افغان سولې اساسي کارونه پر مخ بیايي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د قومونو د انسجام کمېسون به د دغې شورا تر څنګ د دولت جوړېدونکې عالي شورا او په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي ته هم مشورې ورکوي.