ولسمشر ټرمپ خپل د دفاع وزیر مارک اسپر له دندې ګوښه کړ

esper

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې د دفاع وزیر مارک اسپر یې له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي ادارې مشر کرېسټوفر مېلر د یاد وزارت سرپرست ګومارلی.‌

ښاغلي ټرمپ دا اعلان دوشنبه پر خپله ټوېټر پانه کړی او له مارک اسپر یې د هغه د خدماتو لپاره مننه هم کړې.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې کرېسټوفر مېلر به په ښه توګه خپله دنده ترسره کړي.‌

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې جو بایډن بریالی بلل شوی،‌ که څه هم رسمي پایله تر اوسه نه ده اعلان شوې.

خو ولسمشر ټرمپ ادعا کوي چې په دې ټاکنو کې درغلي شوې ده او تر اوسه یې خپله ماتې نه ده منلې.

د یادونې ده چې ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټ کې کرېسټوفر مېلر د دفاع وزارت سرپرست یا چارسمبالی یاد کړی.‌

دا ښایي‌ په دې معنا وي چې نوموړی به د نوې ادارې تر راتلو پورې په موقت ډول دا دنده ترسره کوي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا راتلونکی ولسمشر د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې پر شلمه نېټه لوړه وکړي، او ورسره به نوی حکومت او نوې کابینه هم رامنځته شي.

د ټرمپ او اسپر ترمنځ د اختلاف څرک

مارک اسپر ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

تر دې دمه د مارک اسپر د ګوښه کولو لامل نه دی مالوم او ولسمشر ټرمپ هم په دې اړه خپل ټویټ کې ډېر وضاحت نه دی کړی، خو په تېر کې د دواړو ترمنځ پر ځینو مسلو اختلاف موجود و.

د بېلګې په توګه روان ۲۰۲۰ کال کې امریکا کې د یو تورپوستي جورج فلویډ د وژل کېدو پر غبرګون کې د هېواد په کچه پراخ اعتراضونه د دواړو مشرانو ترمنځ د اختلاف سبب شول.

ښاغلي اسپر په تېره جون میاشت کې ویلي وو، د جارج فلویډ د وژل کېدو پایله کې د پیل شویو احتجاجونو پای ته رسولو لپاره د پوځیانو ځای پر ځای کولو ملاتړ نه کوي.

د ښاغلي اسپر دا څرګندونې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه ګواښه دوې ورځې وروسته مخې ته راغلې، چې د احتجاجونو ختمولو لپاره یې د پوځ کارولو په تړاو کړی و.

خو مارک اسپر هغه مهال د امریکا په دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال ښاغلي وویل:

''زه د بغاوت قانون پلي کولو ملاتړ نه کوم. د نظم پلي کولو رول لوبولو لپاره د پوځیانو لېږل باید تر ټولو وروستی غوراوی وي او هغه هم په خورا سخت او بېړنیز وضعیت کې او موږ اوس داسې وضعیت ته نه یو رسېدلي. ''

له مارک اسپر وړاندې د امریکا د دفاع پخواني وزیر جېم مټېس هم له ولسمشر ټرمپ سره د اختلافونو له کبله په ۲۰۱۸ کال کې له خپلې دندې استعفا کړې وه.

ولسمشر ټرمپ د خپلې څلور کلنۍ واکمنۍ پر مهال د خپلې ادارې ګڼ جګپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل، او ډېر ځله یې د دوی د ګوښه کولو اعلان هم پر خپله ټوېټر پاڼه کاوه.