د روغتیا نړيوال سازمان: تر ۱۲ کلنۍ پورته ماشومان باید ماسک وکاروي

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کورونا له کبله د مړو شمېر تر اتو سوه زرو اوښتی، د روغتیا نړيوال سازمان ویلي چې ۱۲ کلنۍ نه پورته ماشومانو ته هم د لویانو په څېر مخ ماسک اچول په کار دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کورونا له کبله د مړو شمېر تر اتو سوه زرو اوښتی، د روغتیا نړيوال سازمان ویلي چې ۱۲ کلنۍ نه پورته ماشومانو ته هم د لویانو په څېر مخ ماسک اچول په کار دي.
د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کورونا له کبله د مړو شمېر تر اتو سوه زرو اوښتی، د روغتیا نړيوال سازمان ویلي چې ۱۲ کلنۍ نه پورته ماشومانو ته هم د لویانو په څېر ماسک اچول په کار دي.

د روغتیا نړيوال سازمان مني چې که څه هم لا مالومه نه ده چې دغه وېروس ماشومانو ته څه وړ ورلېږدي خو په خبره يې، په کم عمره ماشومانو کې هم دا وېروس د لویانو غوندې له یوه بل ته ورځي.

خو دغه سازمان بیا تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د ماسک کارولو سپارښتنه نه ده کړې.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر دوه ملیونه او ۳۰۰ زرو ته رسېدلی دی او په دې برخه کې امریکا، برازیل او هند د کووېډ-۱۹ تر ټولو ډېر ناروغان لري.

د دې وبا له امله تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه شوي دي چې شمېر يې تر ۱۷۰ زرو ډېر شوی دی.

د مړينې د کچې د ډېروالي له پلوه برازیل دویم ځای لري. هلته دې وېروس شاوخوا ۱۱۳ زره تنه مړه کړي دي.

خو ویل کېږي، د کورونا وېروس له کبله د اغېزمنو شویو کسانو شمېر ښايي تر هغه څو برابره ډېر وي چې اعلانېږي. د دې لامل دا ښودل کېږي چې ټول خلک د کوویډ-۱۹ معاینه نه کوي او په ځينو کسانو کې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو نښې هم نه تر سترګو کېږي.

په ځينو هېوادونو کې مثبتې پېښې بیا ډېرې شوې دي:

اوس په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې دي. په دغو کې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه ، سویلي کوریا او لبنان شامل دي.

د روغتیا نړيوال سازمان وايي چې دا وبا ښايي لږ تر لږه دوه کاله وخت ونیسي چې ختمه شي. خو بل لور ته ځينې وتلي ساینسپوهان په دې نظر دي چې دا وبا به په یو ډول د تل لپاره له انسانانو سره وي.

اوس په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا مثبتې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې دي. په دغو کې د اروپايي ټولنې، جنوبي کوریا او لبنان هېوادونه شامل دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اوس په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا مثبتې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې دي. په دغو کې د اروپايي ټولنې، جنوبي کوریا او لبنان هېوادونه شامل دي.

د ماسک کارولو په اړه سپارښتنې:

د روغتیا نړيوال سازمان پر وېبپاڼه د ماسک کارولو په اړه ځينې سپارښتنې شوې دي:

•تر ۱۲ کلنۍ پورته عمر لرونکو ته د ماسک کارول هماغسې اړین دي لکه لویانو ته؛ په ځانګړي ډول هله چې کله دوی له نورو سره دوه متره واټن ونشي ساتلی.

•له شپږو تر یوولسو کلونو ماشومانو ته د روغتیا نړيوال سازمان لارښوونه دا ده چې باید د ماشوم شاوخوا چاپېریال وارزول شي. یاني دا چې هلته د ويروس د خپرېدو امکان څومره شته؟ ماشوم خو به د داسې کسانو په منځ کې نه وي چې د نورو پرتله ژر پر کورونا وېروس اخته کېدلی شي، لکه عمر خوړلي یا سپين ږيري.

•لویان باید خپل کم عمره ماشومان وڅاري چې په سم ډول ماسک اچوي او د اړتیا پر مهال يې لرې کوي.

د روغتیا نړيوال سازمان په عامو وختونو کې پنځه کلنو او تر دې کم عمره ماشومانو ته د ماسک اچولو سپارښتنه نه ده کړې او ویلي يې دي چې دوی ته يې د کارولو اړتیا نشته.

دغه سازمان همدا راز له ښوونکو غوښتي چې که عمر يې شپېتو ته رسېدلی او پخپله روغ رمټ وي خو ماشومانو سره یو متره واټن ونشي ساتلی نو خامخا دې له ټوکره یا رخت نه جوړ شوی ماسک واچوي. خو د روغتیا نړيوال سازمان د سپارښتنو له مخې، که کوم لویان ډېر ښه نه وي، هغوی باید طبي ماسک وکاروي.