د کورونا وېروس له کبله په نړۍ کې ۸۰۰ زره کسان مړه شوي

د عکس سرچینه، EPA
په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۸۰۰ زره کسانو ته رسېدلی دی. تر اوسه پر دغه ناروغۍ د ۲۳ میلیونو اخته کسانو نومونه ثبت شوي دي او ۱۴ اعشاریه اووه میلیونه کسان له کوویډ - ۱۹ ناروغۍ بېرته رغېدلي دي.
هند کې د ۶۹ زره نویو ناروغانو نومونو له ثبت کېدو وروسته د ټولټال هغو کسانو شمېر چې پر کورونا وېروس اخته شوي، درې ملیونو ته نژدې شوی دی.
سویلي کوریا چارواکو د وېروس بیا خپرېدو مخنیوي لپاره یو شمېر نوي بندیزونه لګولي دي.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دوو کلونو کې ښايي وبا پای ته ورسېږي، خو د بریتانیا یو وتلی ساینسپوه وايي، په یوه یا بله بڼه ښايي وېروس تل له موږ سره پاتې شي.

د عکس سرچینه، Reuters
تر امریکا او برازیل وروسته هند درېيم هېواد دی چې دې وبا ډېر خلک پکې اغېزمن کړي او پر کورونا د اخته کسانو شمېر پکې خورا لوړ شوی دی. دغه هېواد د کوېډ-۱۹ له کبله د مړو شويو کسانو د شمېر د ډېروالي له پلوه هم په نړۍ کې څلورم ځای لري.
د هند د عامې روغتیا وزارت پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې په تېرو ۲۱ ورځو کې د کوېډ-۱۹ د ډېرو ازموینو یا معاینو کولو او د پراخو روغتیايي خدمتونو د ترسراوي له کبله دا شمېرې ډېرې موندل شوې دي.
په یوه ورځ تر یو ميلیون ډېرې معاینې:
د هند د عامې روغتیا وزارت په خبره، په یوه ورځ کې يې د کورونا تر یو ميلیون ډېر ټېسټونه یا معاینې کړې دي.
'هند په یوه ورځ کې د کوېډ-۱۹ تر یو میلیون ډېرې معاینې کړې دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر لسو لکو د ډېرو کسانو ازموینه شوې ده.'
په دغه هېواد کې په تېرو ۲۱ ورځو کې په پرله پسې ډول د کورونا د مثبتو پېښو کچه لوړه شوې ده.
د مذهبي مراسمو پر مهال سپارښتنې:
په هند کې داسې مهال د کورونا د مثبتو پېښو په شمېر کې بېساری زیاتوالی راغلی چې دغه هېواد د یوه مهم مذهبي رسم په درشل کې دی.
د ګنېش چتورتي مراسم هندوان په دې عقیده نمانځي چې وايي، په دې ورځ د دوی خدای ګنېش ځمکې ته راغلی دی.
دغه مراسم د هندوانو له تر ټولو لویو مذهبي مراسمو دي چې دوی يې په ترڅ کې د ګنېش مجسمه په اوبو کې ډوبوي.
په دې ورځ هند کې عمومي رخصتي وي او زرګونه خلک يې د نمانځنې په موخه واټونو ته راوځي.
دا ورځ عموماً د اګست له ۲۲ نېټې پېل او څو ورځې دوام کوي.
د هند په بېلا بېلو ایالتونو کې پر خلکو لارښودونه ويشل شوي چې پکې ورښودل شوي، څنګه په خوندي ډول روغتیايي سپارښتنو ته په پام د ګنېش چتورتي مراسم ونمانځي.



















