کالاشۍ نجلۍ وايي "په خپله خوښه مسلمانه شوې يم"

د عکس سرچینه، AFP
چارواکي وايي د خيبرپښتونخوا د چترال په بمبوريت سيمه کې د کالاش قوم يوې نجلۍ د مذهب بدلېدلو پر سر د کالاشيانو او مسلمانانو تر منځ روانه شخړه حل شوې ده.
د جمعې په ورځ چترال کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې، د نهم ټولګي زده کوونکې رينا ويلي وو "زه په خپله خوښه مسلمانه شوې يم، ما زده کړې کړې او اسلامي کتابونه مې لوستي ځکه مې اسلام قبول کړ".
نوموړې هغه خبرې رد کړې چې دا په زور مسلمانه شوې او يا پرې ظلم شوی دی.
د رينا د تره زوی ولي خان بي بي سي ته ويلي، "موږ ته په دې هېڅ اعتراض نشته چې دا مسلمانه شوې"، نوموړي د تاوتريخوالي د مخنيوی له امله له نورو خبرو ډډه وکړه.
پرون يوې کالاشۍ نجلۍ اسلام قبول کړی و، چې وروسته يوې ښځې دغه نجلۍ بيا کالاشي مذهب ته په وراوښتو راضي کړې وه.

پوليسو اوس دغه نجلۍ يوه خوندي ځای ته لېږدولې او دواړه غاړې يې چترال ته وربللې چې دغه مسله په بشپړه توګه حل شي.
د پنجشنبې په ورځ (۱۷ جون) د دغې پېښې له امله د کالاشيانو او مسلمانانو تر منځ نښته شوې وه، چې يو شمېر کسان په کې ټپيان شوي هم وو.

د عکس سرچینه، ISPHATA NEWS
پوليسو د خلکو د تيت کولو او د لوې پېښې د مخنيوي لپاره هوايي ډزې کړې وې.
د کالاش يو فعال لوکي رحمت بي بي سي ته ويلي، ۱۴ کلنه رينا چې د نهم ټولګي زده کوونکې ده په "غلطۍ" مسلمانه شوې.
ځايي اوسېدونکي وايي، بمبوريت ته له شاوخوا نورو سيمو نژدې ۴۰۰ مسلمانان راغلي او د ټوليو په شکل ګرځې چې د کيلاش وکړي يې يو ګواښ بولي.
د يادولو وړ ده چې چترال د خيبرپښتونخوا يو له نسبتا ارامو، د سيل او تفريح له سيمو ګڼل کېږي، د دغه ځای اوسېدونکي بېل ثقافت او ځانګړنې لري چې دود او کلتور يې له مسلمانانو جلا دی.

د عکس سرچینه، Wikipedia

د عکس سرچینه،

له شاوخوا ۲۰۰ زرو کالو راپدېخوا په دغه سيمه کې مېشتو خلکو شمېر نژدې ۴۰۰۰ تنو ته رسېږي چې د چترال په لرې پرته سيمه کې له ډيورنډ کرښې سره نژدې ژوند کوي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه،



















