"اسلام اباد په ټکنالوژۍ نه په سمه تګلاره خوندي کېدلی شي"

د عکس سرچینه، afp
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د "خوندي ښار" په نامه د يوې پروژې پرانسته شوې چې په کې به د دغه ښار په بېلا بېلو سیمو کې څارګرې کامرې لګېږي.
د چارواکو په خبره له دې پروژې څخه يې موخه د ترهګرۍ د پېښو مخه نیول دي. په دغه پروژه باندې شاوخوا يو ۱۲۶ میليونه ډالره لګښت شوی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد ښار لپاره د دغې پروژې پرانسته وکړه او غونډې ته يې په خپله وینا کې وویل، د دې پروژې له لارې د ښار امنيت او ټرافيک څارل کېږي تر څو د کوم بېړني حالت په وخت کې ورته ژر تر ژره امنيتي سرتېري ځانونه ورسوي او د همدې نوې ټيکنالوژۍ له لارې به د ترهګرۍ مقابله وکړي.
چودري نثار علي خان وویل "خوشاله یم چې د ۱۲۶ میليونه ډالرو د دغې پروژې پرانسته کوم. چې موخه يې په اسلام اباد کې کلک امنيت، د ترهګري او جنايي پېښو مخه نیول دي".
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان که څه هم همدا ټکنالوژي او څارګرې کامرې د ترهګرۍ بشپړه له منځه وړل و نه بلل، بلکې د دغې ټکنالوژۍ تر شا يې هغه انسانان د دې ذمه وار یاد کړل چې د ده په خبره په لاسونو کې به يې د دغې ټکنالوژۍ تڼۍ وي.
خو اسلام اباد مېشته د دفاعي چارو شنونکې ګل مینه بلال بیا وايي تر کومه چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره اسلام اباد خپله تګلاره بدله کړې نه وي، د دغه ډول پروژو له لارې ترهګرۍ ختمېدلی نشي.
ګل مينه بلال زیاتوي دا ډول پروژې په عارضي توګه په ښارونو کې د ترهګرۍ مخه نیولی شي خو که تګلاره سمه شي، د تل لپاره به يې ښارونه له ترهګرو او ترهګرۍ پاک شي.














