د برېتانیا له پاچا سره د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې لیدنه، چې په افغانستان کې د لوبېدو اجازه نه لري

پاچا چارلز له ډېرو هغو سپورټي لوبډلو سره لېدلي چې د سیالیو لپاره سفر کوي، خو دا ځل لیدنه یې له دې پلوه ځانګړې وه چې دا یوه داسې لوبډله ده چې په رسمي ډول د شتون اجازه نه لري.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، پاچا چارلز له ډېرو هغو سپورټي لوبډلو سره لېدلي چې د سیالیو لپاره سفر کوي، خو دا ځل لیدنه یې له دې پلوه ځانګړې وه چې دا یوه داسې لوبډله ده چې په رسمي ډول د شتون اجازه نه لري.
    • Author, شان کوفلان
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د برېتانیا پاچا چارلز درېیم د افغان ښځو له کرېکټ لوبډلې سره د سمبولیک ملاتړ څرګندونه کړې ده، هغه لوبډله چې اوس په تبعید کې ده او په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو پر سپورټ د بندیزونو له امله نه شي کولی د خپل هېواد استازولي وکړي.

د لوبډلې ښځو پاچا ته وویل چې څنګه یې په افغانستان کې له طالبانو څخه تېښته وکړه، چې د کرېکټ د لوبې په لړ کې خپل ارمانونه ژوندي وساتي.

پاچا لوبغاړو ته وویل: ''زه ډېر خوشحال یم چې تاسې کولی شئ هغه څه تعقیب کړئ چې غواړئ یې ترسره کړئ''، او د سختې ګرمۍ په یوه سهار کې یې هغوی ته په کلیرنس هاوس کې تود هرکلی ووایه.

لوبغاړې اکیل لطیفي، چې له پنځو کلونو راهیسې یې په افغانستان کې خپله کورنۍ نه ده لیدلې، وویل چې دا لوبډله د هغو ټولو ښځو استازولي کوي چې سپورټ ته د لاسرسي اجازه نه لري. هغې زیاته کړه: ''دا هر څه د هغو افغان ښځو لپاره دي چې زموږ په هېواد کې پاتې دي.''

پاچا چارلز له ډېرو هغو سپورټي لوبډلو سره لېدلي چې د سیالیو لپاره سفر کوي، خو دا ځل لیدنه یې له دې پلوه ځانګړې وه چې دا یوه داسې لوبډله ده چې په رسمي ډول د شتون اجازه نه لري.

د طالبانو حکومت له لوري د ښځو پر سپورټ بندیز دا معنی لري چې د افغانستان د ښځو ملي کرېکټ لوبډله نور نه شي کولی په رسمي سیالیو کې د خپل هېواد استازولي وکړي.

د لوبډلې ډېری غړې اوس له افغانستانه وتلې دي، او زیاتره یې په اسټرالیا کې د کډوالو په توګه ژوند کوي.

پاچا خپل ملاتړ په داسې حال کې څرګند کړ چې دا لوبډله د نندارې ځینې لوبو ترسره کولو لپاره راغلې وه، او دا لوبې په انګلنډ کې روان دوبی د ښځو شل اوریز نړیوال جام سیالیو سره هممهاله ترسره کېږي.

د برېتانیا پاچا هغوی ته وویل: "که تاسو یې بایلئ، تاسو کولی شئ ما ستاسو د تمریناتو ګډوډولو لپاره ملامت وبولئ."

له پاچا چارلز سره د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو لیدنه

د عکس سرچینه، Reuters

لطیفي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د ۱۷ کلنۍ په عمر له افغانستانه د خلکو د ایستلو پر مهال له خپل هېواده ووتله، غواړي چې دا لوبډله هغو ښځو ته الهام ورکړي چې له سپورټه منع شوې دي.

هغې وویل چې د کرېکټ لوبډلې بقا او دا شاهي لیدنه یو فرصت و، چې د افغانستان د ښځو غږ پورته کړي او وښيي چې ''هلته هغوی کوم څه نه شي کولی''.

هغه وايي، کرېکټ اوس د هغې ژوند یوه برخه ګرځېدلې، ځکه چې اوس د روزونکې په توګه کار کوي، خو دا هم د نه تسلیمېدو یو درس دی.

هغې زیاته کړه: ''په ژوند کې انسان ته یوازې یو فرصت رسېږي. په کرېکټ کې که ته توپ وهونکې یې ښايي یوازې یو ځل توپ ووهې.''

د هغې هیله دا ده چې د افغانستان د ښځو د کرېکټ لوبډله وکولای شي بیا لکه د نارینه وو لوبډلې په څېر، د رسمي نړیوال کرېکټ برخه شي او تر خپل ملي بیرغ لاندې ولوبېږي.

د لوبډلې بلې غړې شبنم سناحسن وویل دا ''ډېر ناهیلې کوونکې'' دی چې دوی د سږني دوبي د نړیوال جام برخه نه شي کېدلای.

خو هغې خوښي څرګنده کړه چې د افغان ښځو لوبډله له پاچا سره ولیدل او د خلکو دغه برالا ملاتړ یې وستایه.

هغې وویل: ''په افغانستان کې ښځې د کرېکټ کولو حق نه لري، ان دا چې بهر ووځي، زدکړې وکړي یا نور څه وکړي، هېڅ هم نه شي کولای.''

هغې زیاته کړه: ''موږ دلته د کرېکټ لپاره راغلې یو، خو دا یوازې کرېکټ نه دی، موږ دلته د هغوی لپاره مبارزه کوو او دا زموږ لپاره ډېر ارزښت لري.''

اکیل لطیفي د برېتانیا له پاچا پوښتنه وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اکیل لطیفي د برېتانیا له پاچا پوښتنه وکړه.

د کلیرنس هاوس په بڼ کې پاچا ته د لوبډلې له خوا یو لاسلیک شوی کمېس ورکړل شو او ورسره یې تصویرونه واخیستل شول. پاچا دوی ته وویل چې یو وخت یې کرېکټ لوبه کوله، ''خو ډېره ښه نه وه''.

لوبغاړو د افغانستان د ښځو لوبډلې نښان د هغه پر دوبنیو کاليو ولګاوه، په داسې حال کې چې پاچا لا هم په برېتانیا کې د تودوخې له څپې سره سره نکټایي تړلې وه او دریشي یې اغوستې وه.

هغه د دوی له هغو کیسو سره لېوالتیا وښوده چې څنګه یې خپل هېواد پرېښود، په کورونو کې په کومې ژبې خبرې کوي او دا یې هم وپوښتل چې ایا په افغانستان کې د ښځینه کرېکټرانو په توګه له اعتراضونو سره مخ شوې وې که نه.

هغوی وویل چې مخکې له دې چې پر ښځو د کرېکټ رسمي بندیز ولګېږي، ډېر مخالفت نه و، خو پاچا ته یې د خپلو ''ډارونکو سفرونو'' کیسې وکړې او دا چې څنګه له ډار سره د طالبانو له پوستو په تېښته تېرې شوې.

خو په دې لیدنه کې پاچا هم د کرېکټ لوبغاړو د پوښتنو پر وړاندې له یوې ستونزمنې ننګونې سره مخ شو:

لطیفي وویل: ''ایا زه کولای شم له تاسو یوه پوښتنه وکړم؟''

''ایا کولای شئ یوه اشرافي کلمه راته وښیاست؟''

کله چې له دې پوښتنې سره پاچا داسې ښکارېد لکه د کرېکټ له سخت سپېن (څرخند) توپ سره مخ شوی وي، چې کنټرول یې ډېر ستونزمن وي، لطیفي مرسته وکړه او ویې ویل:

''د بېلګې په توګه یوه اشرافي کلیمه د تشناب لپاره.''

پاچا لږ شېبه فکر وکړ، خو بیا یې وخندل او ویې ویل:

''د داسې پوښتنې لپاره باید مخکې له مخکې راته خبر راکړل شوی وای...''

لطیفي وروسته وویل چې دا د انګلیسي ژبې زدکړه کوي او غوښتل یې ځینې اشرافي او رسمي کلیمې زده کړي، هغې د عالي (marvellous) کلمه هم د بلې بېلګې په توګه یاده کړه.

دې له پاچا سره لیدنه کړې وه، چې پخپله یو لوی ویاړ بلل کېږي، خو د هغې او د هغې د لوبډلې ملګرو لوی هدف دا دی چې اجازه تر لاسه کړي هغه سپورټ چې مینه ورسره لري ترسره کړي، او د خپل هېواد لپاره ولوبېږي.