د طالبانو حکومت: زرګونه امنیتي ځواکونه د عاشورا د مراسمو امنیت نیسي

په یوه تکیه خانه کې ګڼ خلک راټول دي او یو امام وینا ورته کوي.

د عکس سرچینه، ayatollahhojjat

د عکس تشریح، د کابل په چنداول تکیه خانه کې د محرم د شپږمې مراسمو یوه صحنه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د طالبانو په حکومت کې امنیتي مسوولین وایي، په ټول هېواد کې د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو لپاره "ځانګړي‌ تدابیر" نیول شوي‌ او "ځانګړې کمېټې" جوړې شوې دي.

"د عاشورا د مراسمو د ترسره کېدو لپاره امنیتي کمیسیون" وایي، د خلکو د امنیت تینګښت لپاره دوه کمېټې جوړې شوې چې په بېړني وخت کې له دوی سره مرسته کولای شي.

دغه کمیسیون د طالبانو حکومت له کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او استخباراتي‌ ادارې جوړ شوی دی.

په افغانستان کې د عاشورا مراسم هر کال په پراخه توګه ترسره کېږي خو ورسره خلک بیا امنیتي اندېښنې هم لري.

ویل کېږي چې "د کابل والي په مشري یوه امنیتي کمېټه" د امنیتي چارو د پرمخ وړلو لپاره جوړه شوې ده.

په دې کمېټه کې له درې ګونو امنیتي بنسټونو زرګونه کارکوونکي د کابل ولایت د امنیت لپاره لاس په کار شوي‌ او دوی هڅه کوي‌ چې په شیعه مېشتو سیمو کې د خلکو امنیت ونیسي.

په هغو سیمو کې چې د عاشورا مراسم ترسره کېږي، د اطفائیې موټرونه، امبولاسونه، بېړني روغتیایي خدمتونه ځای پر ځاي شوي دي.

د کابل په ګډون په ټولو نورو هغو ولایتونو کې چې دغه مراسم ترسره کېږي، د امنیت ټینګښت لپاره وړې کمېټې پر دندو ګمارل شوې دي.

د طالبانو حکومت د امنیتي چارواکو په خبره د امنیت په ټینګښت کې خپله شیعه مذهبه کسان او استازي یې هم دخیل دي.

"په کابل او ولایتونو کې په خپله شیعه وګړي هم د امنیت په چارو کې ښکېل دي او له امنیتي کمېټو سره له نژدې کار کوي. که کله کومه تخطي رامنځ‌ته کېږي نو امنیتي ځواکونه مداخله نه کوي بلکې پخپله اهل تشیع دا تخطۍ اصلاح کوي".

د طالبانو حکومت وړم کال د عاشورا مراسمو نمانځنې لپاره یوه "کړنلاره" هم جوړه او عملي وه چې دوی "تعهدنامه" یا ژمنلیک بلله. په دې "تعهدنامه" کې راغلي وو چې په ځينو سيمو کې د عاشورا مراسم باید تر درېیو ورځو ډېر و نه اوسي، سنيان ور و نه بلل شي او د مراسمو ګډونوال له رسنیو سره د "مرکو حق هم نه لري".

د طالبانو حکومت ویلي وو چې دا "یوازې او یوازې د عاشورا مراسمو د هر اړخیز امنیت ساتنې په موخه ده" او ګواکې "نه غواړي د محرم مراسم محدود کړي".

د عاشورا مراسمو لپاره د طالبانو د حکومت کمیسیون بي بي سي‌ ته ویلي: " هڅه کېږي چې د عاشورا مراسم په داسې ډول ترسره شي چې نورو خلکو ته مزاحمت و نشي‌ او یا د نورو احساسات و نه پارېږي‌ او کومه امنیتي ستونزه رامنځته نه شي."

بي بي سي په کابل کې د عاشورا مراسمو د چارو له ځینو سمبالوونکو سره خبرې کړې او دوی ورته ویلي چې اوس د امنیت له ټینګښته خوښ دي.

یادو کسانو بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د امنیتي تدبیرونو له اړخه د تېر پرتله اوس دومره توپیر نه دی راغلی خو ښکاري چې د کابل په لوېدیځ او ځینو ولایتونو کې وضعیت بېل دی.

بي‌بي‌سي ته د طالبانو حکومت ویلي چې د مراسمو د "فرهنګي چارو د مدیریت لپاره هم یوه کمېټه رامنځ‌ته شوې چې د شیعه عالمانو او متنفذینو سره یو ځای د مراسمو فرهنګي برخه مدیریت کوي او هڅه کوي چې مراسم په داسې توګه ترسره شي چې د نورو خلکو د ازار او اذیت او راپارېدو او امنیتي مشکلاتو د جوړېدو سبب ونه ګرځي".

امنیتي تدابیر او که محدودیت؟

په کابل کې د عاشورا ماسمو پرمهال یوه دروازه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې به شیعه‌ګانو د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو سیمو او واټونو کې داسې تور رنګه دروازې جوړولې چې مذهبي شعارونه او سره-شنه بیرغونه به یې پرې لګولي وو.

په افغانستان کې د عاشورا مراسمو لپاره تیاری روان دی خو په دغه هېواد کې د آیت الله سید محسن حجت او ایت الله غلام عباس واعظ‌‌ زاده بهسودي مشهورو شیعه عالمانو په ګډون ځینو نورو په دې وروستیو کې له شیعه ګانو سره د طالبانو حکومت پر چلند سختې نیوکې کړې دي.

په افغانستان کې د شیعه ګانو یو مذهبي مشر ایت الله واعظ زاده بهسودي تېره میاشت ویلي و، د طالبانو حکومت "د شیعه ګانوغوښتنو ته" پاملرنه نه کوي او په خبره "د اسلامي امارت غوږ کوڼ دی."

نوموړي دغه څرګندونې د تېر لوي اختر د خطبې او لمانځه مراسمو پر مهال وکړې او دېته یې اشاره وکړه چې په افغانستان کې " د جعفري مذهب پر پلویانو فشارونه ډېر شوي" او په خبره یې " دا کار د دې لامل ګرځېدلی چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن پیدا شي او له حکومته ګیله مند او ناخوښ ووسي. دغه فشارونه یوازې کم نه، باید بیخي ایسته شي، دا هر څه د اسلامي‌ امارت په خیر نه دي او د ټول هېواد په خیر نه تمامېږي... کله چې فشار ډېر شي، ته که وغواړې یا و نه غواړې چاودنه کېږي او دا کار باید و نشي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت نژدې پنځه کاله کېږي چې بیا پر دغه هېواد واکمن شوي او د حنفي فقهې پر بنسټ یې خپله واکمني جوړه کړې ده.

په افغانستان کې اوس د تېر حکومت پرتله د شیعه مذهبو ازادي د پام وړ محدوده شوې ده.

دغه مذهب اوس د تېر پرتله دومره په رسمیت نه پېژندل کېږي، په پوهنتونونو کې د جعفري فقهې پر زده کړې بندیز اعلان شوی، په محکمو کې د شیعه ګانو شخصیه احوال قانون جواز نه لري، د طالبانو حکومت ټول قوانین د حنفي فقهې پر بنسټ دي.

په پوهنتونونو کې له شیعه محصلینو غوښتل شوي چې "ژمن لیک" لاسلیک کړي او ووایي چې دوی د حنفي مذهب پلویان دي.

په افغانستان کې د شیعه ګانو یوه مخکښ دیني عالم ایت الله سید محسن حجت د طالبانو حکومت د لوړه زده کړو وزارت پر دغه "ژمن لیک" هم نیوکې کړې دي.

نوموړي د تېر لوی اختر د لمانځه په خطبه کې وویل: دا هېڅ معني نه لري چې په پوهنتونونو کې خلکو ته فورمې ورکول کېږي او هغوی اړ کېږي چې حنفي مذهب عملي کړي. دا هر څه د شریعت خلاف کار دی. مذهب دین نه دی، مذهب دین ته یوه لاره ده. موږ باید اسلام باندې عمل وکړو، او اسلام ته د رسېدو یوه لاره حنفي مذهب دی او بله یې جعفري ده. د دواړو مذهبونو موخه یوه ده، یوازې یې لارې سره بېلې دي. تاسې کولای شئ چې یو حنفي مذهبه کس ته ووایئ چې کاغذ باندې لاسلیک وکړي او ووایي چې د جعفري مذهب پلوی دی؟ دغه کس یې نه لاسلیک کوي او موږ یې هم نه کوو."

په ورته وخت کې دوه ورخې وړاندې ( د ۱۴۰۵ کال د سرطان دویمه) په افغانستان کې د تمدن ټلویزیون نشرات بند شول او دا په دغه هېواد د شیعه مذهبو لپاره یوه رسنۍ ده.

د دغه ټلویزیون د نشراتو له بندېدو څو دقیقې وړاندې تمدن پورې اړوند فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي و:" د تاسوعا او د عاشورا مراسمو په رارسېدو سره ځانګړو امنیتي ځواکونو د تمدن ټلویزیون پر مرکزي دفتر ورننوتلي دي او امکان شته چې د دغه ټلویزیون نشرات بند کړای شي."

په کابل کې د تمدن په نوم د یوه تلویزون د تړل کېدو په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي‌بي‌سي ته ویلي چې دا رسنۍ یې د هغه څه په تور چې دوی یې "ګوندي فعالیت" بولي، تړلې ده.

د طالبانو حکومت وایي، شیعه ګان د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په برخه کې پوره ازادي لري.

د یادولو ده چې په تېر کې په افغانستان کې د عاشورا په ګډون د شیعه لږکیو پر ځينو مذهبي مراسمو او غونډو بریدونه شوي چې درنه مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

ډېر کله د هغو پېښو مسؤلیت اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلی دی.

تر بریدونو وروسته شیعه وګړو شکایت کاوه چې د وېرې احساس کوي او په کرار زړه خپل مذهبي مراسم نه شي ترسره کولی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې به شیعه‌ګانو د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو سیمو او واټونو کې داسې تور رنګه دروازې جوړولې چې مذهبي شعارونه او سره-شنه بیرغونه به یې پرې لګولي وو. همداراز د محرم پر لسمه یا د عاشورا په ورځ به د یوه جلوس په ډول سره راټولېدل او تر ځانګړو تکیه خانو به یې د پیاده مزل په ترڅ کې د ویر مراسم ترسره کول.

خو د طالبانو حکومت له واکمنېدو سره یې د هغې بڼې نمانځنه محدوده شوې برېښي او اوس تر ډېره افغان شیعه‌ګان د خپلو سیمو په تکیه خانو یا امام باړو کې د عاشورا ویرجن مراسم ترسره کوي.

بي‌بي‌سي ته د طالبانو حکومت که څه هم د محدویت خبره نه ده کړې خو ویلي یې دي چې، "اهل تشیع اجازه لري چې په خپلو ټولو تکیه خانو کې دا مراسم ترسره کړي، هېڅ ډول محدودیت نه شته پرې، البته د دوی فرهنګي مراسم ټول د دوی په تکیه خانو کې ترسره کېږي".

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې ګواکې دا ټول "امنیتي تدبیرونه د اهل تشیع مخورو سره په ګډه سنجول شوي او عملي شوي او لوی هدف یې دا و چې کومه امنیتي پېښه رامنځ‌ته نه شي او په دې هدف کې تر اوسه بریالي هم یوو الحمدلله".

د کربلا ویرجنه پېښه

یوه کوڅه کې لنګر لګېدلی او دیګونه او چایجوشونه باندې دي او خلک ورته ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې ورځ تر ډېره مسلمانان روژه نیسي، خیراتونه کوي او د کربلا پېښې قربانیانو ته دعا کوي.

د یادولو ده چې د عاشورا مراسمو ته تیاری د محرم الحرام میاشتې له پیلېدو سره سم شروع کېږي خو اصلي مراسم یې پر لسمه نېټه وي.

یوازې شیعه نه بلکې سني مسلمانان هم عاشورا ویرجنه ورځ بولي. ځکه چې په دې ورځ په ۶۱ هجري قمري پېړۍ کې د عراق په کربلا سیمه کې د اسلام د ستر پیغمر حضرت محمد (ص) لمسی حضرت امام حسین (رض) له خپلو ځینو نورو ملګرو سره د یزید بن معاویه لښکرو له لوري شهیدان کړل.

په دې ورځ تر ډېره مسلمانان روژه نیسي، خیراتونه کوي او د کربلا پېښې قربانیانو ته دعا کوي.

له شیعه مسلمانانو یې ځینې د ویر په ترڅ کې د خپل ټټر وهلو تر څنګ په ځانګړو چاقوانو ملا هم وهي چې وايي، د کربلا په یاد خپله وینه تویوي.

خو په وروستیو کې ځينې بیا د عاشورا په ورځ د ځان وهلو پر ځای د وینې بانکونو ته ځي او هلته خپل وینه اهدا کوي چې که ژوبلو یا وینې ته اړمنو خلکو ته یې خیر ورسېږي.