ایردووان ته د سپکاوي په تور ترکی خبریال نیول شوی

د عکس سرچینه، AP
د خپرېدو وخت
ترکي پولیسو د "ټوډې زمان" په نامه انګلیسي ورځپاڼې مسؤول مدیر ولسمشر رجب طیب ایردووان ته پر خپل ټویټر پاڼې د سپکوونکو څرګندونو له کبله نیولی دی.
بلند کنیش استانبول کې د یادې ورځپاڼې په دفتر کې نیول شوی، خو د هغه ملاتړو شعارونه ورکړي چې "د وینا آزادي چوپ کول ممکن نه دي".
د کنیش نیول کېدل پر تلوېزون په ژوندۍ بڼه ښوول شوي.
کنیش د روان کال له پیله ولسمشر ته د سپکاوي په تور په تنفیذي بند محکوم شوی و.
خو نوموړی پرې لګول شوي تورونه ردوي، او وايي چې د وینا د آزادۍ په چوکاټ کې یې څرګندونې کړې دي.
د ترکیې د ولسمشر د سپکاوي په تور لسګونه کسان د قضائیه قوې تر څارنې لاندې دي.
د بشري حقونو ډلې وايي ترکي حکومت د مخالفانو د ځپلو لپاره ولسمشر ته سپکاوی کول د قانون په رڼا کې جرم ګڼلی دی.

د عکس سرچینه، AP















