د لندن سوېل کې یوه جومات اور اخیستی

د عکس سرچینه، Julian Roman
د لندن ښار سوېلي مورډن سیمه کې یوه جومات اور اخیستی، چې ځینې برخې یې سوځېدلې دي. د لندن اوروژنې اداره وايي په اور کې د جومات دفتر سوځېدلی، خو اصلي جومات ته زیان نه دی رسېدلی.
د اوروژنې ۱۰ موټر او ۷۰ اور وژونکي سیمې ته رسېدلي، چې د ''بیت الفتوح'' په نوم ددغه جومات اور ګل کړي.
دا جومات د احمدیه طریقې پلویانو جوړ کړی، چې ویل کېږي په لوېدیځه اروپا کې دا تر ټولو لوی جومات دی چې نژدې ۱۰ زره لمونځ کوونکي پکې ځایېږي.
د اوروژنې ادارې ویاند ویلي، اور د جومات د جومات په لومړي پوړ کې بل شوی، او بیا بل پوړ ته هم رسېدلی.
په انځورونو کې ښودل کېږي چې له جومات ته لوګی پورته کېږي.


سرچینه وايي، دوی هېڅ معلومات نه لري چې آیا د اور پرمهال په جومات کې د ننه څوک وو او که نه او د اور لګېدو په لامل هم نه پوهېږي.
د مورډن سیمې یوه عیني شاهد جولیان رومان بي بي سي ته وویل: ''په دې شېبه کې هلته ډېر زیات لوګی و... لوګی مې ولید چې زما له کړکۍ هم رادننه شو. خو د اوروژنې کسان او سلګونه نور خلک سیمې ته ژر راغلل.''

د عکس سرچینه، Julian Roman
ددغه جومات ودانیزې چارې په ۲۰۰۳ کال کې بشپړې شوې، چې ټول ټال پرې ۵،۵ میلیون پاونډه لګښت راغی.

د عکس سرچینه، DoggyBoutique



















