پاريس کې اور اته کسه وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسوي چارواکو په وينا د دې هېواد پلازمېنې شمال په يوه ودانۍ کې د اور لګېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
دوی وايي څلور کسان يې ژغورلي خو روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوی دی او وايي د اور لګېدو پېښې علتونه څېړي.
د فرانسې خبري اژانس د دې هېواد د کورنيو چارو وزير له خولې ويلي " تراوسه ډېره وختي ده چې د دې غميزې د پېښېدو د علت په اړه دې څه وويل شي."
د پاريس ښاروال په وينا دغه اور په يوه شخصي ودانۍ کې لګېدلی چې له کبله يې ۱۵ نورو ودانيو ته هم زيان اړولی دی.
د فرانسې خبري اژانس وايي سيمه کې د اور لګېدو دوې پېښې رامنځ ته شوې چې دوهمې يې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

د عکس سرچینه، AFP
د کورنيو چارو وزير پيرر هېنري برنډېټ وايي په يوه شپه کې د اور لګېدو دوې پېښې کېدای شي د زيان اړولو په موخه شوې وي.
داسې ښکاري چې د اور لګېدو دوهمه لويه پېښه د ودانۍ په ځمکني پوړ کې رامنځ ته شوې او بيا وروسته نورو پوړونو ته غځېدلې وي.
چارواکي وايي داسې ښکاري چې دا په تېره يوه لسيزه کې د اور لګېدو تر ټولو وژنکې پېښه ده.
په يوه خبرپاڼه کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ ويلي د دې غمېزې د سبب معلومول لپاره يې ټولې هڅې ترسره کړې دي.



















