مېل آنلاین له جارج کلوني بښنه وغوښته

د عکس سرچینه، BBC World Service
برتانوي اخبار میل ان لاین له امریکايي فلمي لوبغاړي جارج کلوني نه د هغې کیسې لپاره بښنه وغوښته چې په کې ویل شو وو، د دې لوبغاړي خواښې د ده له واده سره د مذهبي مسایلو لپاره نیوکه کړې وه.
میل ان لائن د جارج کلوني له امل علم الدین سره د ژر تر ژر د واده کولو خبر خپور کړی و چې د جارج کلوني خواښې د مذهبي مسایلو پر بنسټ ورباندې نیوکې کړې وې.
د دې خبر له خپرېدو وروسته کلوني په میل اخبار د بې پروایۍ، رپوټ کولو په اړه تور پورې کړ. د میل ان لاين لخوا خپره شوې عذرغوښتنلیک کې راغلي، موږ د جارج کلوني ته په درناوي سره دا خبر ناسم ګڼو، موږ دا خبر له خپل سایټ نه لرې کړی، موږ د کلوني له استازي سره خبرې کړې او کلوني ته مو د هغه اصلي څرګندونو موقع ورکړې. میل آن لاين یو خبر خپور کړی و چې په کې راغلي و چې د علم الدین مور هیله لري چې لور یې په دروز سیمه کې واده وکړي.
د دروز په سېمه کې اووه میلیونه وګړي اوسیږي او په دې کې زیاتره خلک د لبنان، سورې، اسرائیل او اردن دي.
ان لاین په خپل رپورټ کې ویلي و، علم الدین ته نژدې دوستانو يې ورته ویلي وو، چې د علم الدین مور، بیروت کې هر چا ته دا وايي چې د هغې لور ته له دې نه لا ښه هلک پیدا کیدای شوای.
امریکايي ورځپاڼې یو ایس ای ټو ډې جارج کلوني په دې خبره شک څرګند کړی چې د امل علم الدین مور دې د دروز له سیمې نه وي او نه هغه د دې واده خلاف ده.














