د بې نظیر بوټو د قضیې څېړونکی څارنوال وژل شوی

چوهدري ذوالفقار علي
د عکس تشریح، ذوالفقار علي د خپل کور مخې ته ویشتل شوی.
د خپرېدو وخت

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د مخکنۍ لومړۍ وزیرې بې نظير بوټو د وژنې د قضیې څېړونکی څارنوال چوهدري ذوالفقار د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی.

د نوموړي چلوونکی سخت ټپي دی.

پر نوموړي د جمعې ورځې پر ګهیځ د اسلام اباد جي ۹ سیکټور سیمه کې له کور بهر د دفتر پر لوري د تګ پرمهال برید شوی.

تر اوسه کومې ډلې د هغه د وژنې پړه نه ده منلې.

پولیس وايي، وسله والو پر ذوالفقار ۱۲ مرمۍ ویشتلې، او پر موټر سایکل سپاره برید کوونکي له سیمې تښتېدلي دي.

په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مدافع وکیلانو پر دغې وژنې غوسه ښودلې او مظاهره یې کړې ده.

ذوالفقار علي د فدرالي څېړونکې ادارې له لوري د بې نظير بوټو د وژنې په قضیه کې رسمي حکومتي وکیل ټاکل شوی و.

نوموړی د لشکر طیبه د فعالانو ضد یو مخکښ وکیل هم و، چې پر ممبۍ ښار د ۲۰۰۸ کال د بریدونو د تورنو ضد قضیه یې مخته وړله.

ډاکټران وايي، چې علي روغتون ته تر رسېدا مخکې ساه ورکړې ده.

ځايي پولیسو ویلي، د علي چلوونکي هڅه وکړه، چې خپل مشر او ځان وژغوري، خو په ګاډي یې یوه لاروۍ ښځه ووهله او ووژل شوه.

عیني شاهدانو ویلي، چې برید کوونکي پر موټر سایکل نه وو سپاره، بلکې په یوه ټکسي کې راغلل، او تر ډزو وروسته بېرته په ټکسي کې وتښتېدل.

دوی دا هم ویلي، چې تر برید وروسته ټپیان او ویشتل شوي کسان تر ډېر وخت پورې پر ځمکه پراته وو، او بیا ډېر وروسته پولیسو روغتون ته ولېږدول.

بې نظير بوټو

بې نظير بوټو په ۲۰۰۷ کال د پاکستان راولپنډۍ کې د انتخاباتي کمپاین پرمهال ووژل شوه.

د ذوالفقار د وژنې په اړه پولیسو پلټنه پیل کړې ده.
د عکس تشریح، د ذوالفقار د وژنې په اړه پولیسو پلټنه پیل کړې ده.

د هغې د وژنې په دوسیه کې اته کسان تورن شوي، چې مخکنی پوځ مشر پرویز مشرف هم په کې دی.

پروېز مشرف په تېره مارچ میاشت کې له څو کلن تبعید وروسته پاکستان ته ستون شو، او د راتلونکو ټاکنو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې، خو د محکمې له خوا پرې څو تورونه ولګول شول او بندي شو.

خو نوموړي په ټاکنو کې د خپل ځان له کاندیدولو ډډه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۰ کال یوې پلټنې ښوولې چې د بې نظير بوټو د وژل کېدو مخه د هغه وخت حکومت نیولای شوای.

د بې نظير بوټو د وژنې د قضیې وکیل داسې مهال وژل شوی، چې د پاکستان ټاکنو ته تر دوو اوونیو کم وخت پاتې دی.