تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند؛ په تونل کې ایسار ټول ۴۱ کارګر ۱۷ ورځې وروسته وژغورل شول
د ودانیزو چارو هغه ټول ۴۱ هندي کارګر ژغورل شوي، چې د نومبر پر ۱۲ د غرښووېدنې له کبله په یوه تونل کې ایسار پاتې وو.
د اترکنډ ایالت په یوه تونل کې دغه ایسار کارګر د یوه داسې پایپ له لارې یو په بل پسې راوایستل شول، چې ۹۰ سانتي متره سور یې درلود او د ښوویدلې غونډۍ د خاورو له منځه تونل ته غځول شوی و.
د تونلونو یوه ماهر کس په خبره مرستندویان وتوانېدل چې له ځايي وخت سره سم ماښام څه باندې اووه بجې پائپ هغه ځای ته ورسوي، چې کارګر پکې ایسار وو.
که څه هم د دې کسانو له ډلې چې په تونل کې ایسار وو، هېڅ یو هم ټپي شوی نه دی، خو له راایستل کېدو وروسته د طبي معایناتو لپاره روغتون ته استول شوي دي.
دې کسانو ته د مړې خاورې او کاڼو له له کبله رسېدو کې د پرمختګ چارې سوکه پرمخ تلې او له دې مخکې دې کسانو ته د یوه کوچني پائپ له لارې خواړه، اوبه او اکسیجن رسول کېدل.
د اترکنډ ایالت اعلی وزیر پشکر سینګ دهامي او مرکزي وزیر وې، کې سینګ د رایستل شویو کارګرو هرکلي لپاره د پېښې ځای ته ورغلي وو، کارګرو ته یې د ګلانو غړوندي ورپه غاړه کړل او هلته شته خلکو یې په چکچکو هرکلی وکړ.
د بي بي سي خبریال اننت جهانې وايي، د سیمې په کلیو کې په همدې مناسبت خوښۍ لمانځل کېږي او خواږه وېشل کېږي.
د هند ولسمشرې دروپادي میورمیو پر ایکس خواله رسنۍ په دې هکله یوه پیغام کې لیکلي: ''خوښه شوم او د ارام ساه مې واخیسته چې د اتر کنډ ایالت په تونل کې ټول ایسار کسان وژغورل شول. ''
نوموړې زیاتوي د دې کسانو ژغورلو لپاره شوې هڅې ''د انساني مقاومت بېلګه '' ده.
نوموړې د کارګرو ستاینه کړې او په وینا یې: ''ټول ملت د دوی مقاومت ته سلام کوي او له کورونو لېرې د مهمو تاسیساتو ودانیزو چارو کې کې د دوی د کار او زیار احسان من یو. ''
د یادونې ده، چې د دې کارګرو رایستلو کې هغه کان کېندونکې ماهرین اتلاین بلل کېږي، چې له څو ځله ناکامیو وروسته پرون له پلازمېنې ډیلي اترکنډ ته ورسېدل او تر کارګرو پورې د رسېدو لپاره یې د نړېدلي غره وروستۍ څو متره برخه په لاسي کوچنیو ماشینونونو وکېندله.