تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غلو د تونل له لارې بانک لوټ کړی
د هند ممبۍ ښار کې نامعلومو غلو یو دولتي بانک ته تر ځمکې لاندې د یوه تونل کېندلو له لارې ننوني او لوټلی یې دی. ځايي پولیسو بي بي سي ته ویلي غلو اته میاشتې د تونل پر کېندلو تېرې کړې دي.
تر اوسه د غلا شویو پېسو او ګاڼې ارزښت معلوم نه دی. چارواکي وايي دوی ګومان کوي غلو د (بانک اف بړوده) ودانۍ څنګ ته ځای کرایه کړی و او له دغه ځایه یې د بانک ودانۍ ته تونل کېندلی دی.
ویل کېږي غلو په دغه ځای کې د خپل اصلي فعالیت پټولو لپاره د خوراکي توکو دکان جوړ کړی و. د شنبې پر شپه له غلا وروسته دغه کسان تري تم دي.
تر اوسه دا هم معلومه نه ده، چې دغو کسانو څنګه تر څو میاشتو پورې د تونل کېندلو چارې په بې غمۍ کولې او هېچا پرې شک نه دی کړی. د بانک یوه مشتري داګدو ګاوني ځايي رسنۍ ممبۍ مېرر ته ویلي:
''د خپل ژوند ټوله سپما مې دغه بانک کې ساتلې وه، هغه ګاڼه مو هم له لاسه ورکړه، چې تېرو نسلونو مو یو ځای کړې وه
باک کارکوونکو د دوشنبې پر ورځ له غلا خبر شوي او وروسته یې پولیسو ته د پېښې په اړه ویلي دي. پولیسو بي بي سي ته ویلي د بانک له ۲۲۵ هغو صندوقونو چې مشتریان یې په کې خپل ارزښتمن توکي ساتي ۳۰ یې وهل شوي دي.
د مشکوکو غلو نومونه لا هم نه دي افشا شوي.