د هند په اتراکنډ کې د اېسارو کارکوونکو د ژغورنې چارې ځنډیدلې دي

د خپرېدو وخت

د هندوستان د اتراکنډ ایالت په تونل کې د برمه کولو ماشین د خرابیدو له امله د ژغورنې ډلې چارې ځنډول شوې دي.

د یاد هېواد په اتراکنډ ایالت کې په یوه تونل کې د بند پاتې ۴۱ کارکوونکو د ژغورنې عملیات یو ځل بیا وروسته له هغه وځنډول شول، چې د برمه کولو ماشین خراب شو.

دا امریکایي ماشین د اېسارو کارکوونکو د بهرکیدو لپاره په ورانیو کې د سوري جوړولو په موخه کارول کېده.

هندوستان کې یاد کارکوونکي له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې په تونل کې اېسار پاتې دي.

دوی هالته وروسته له هغه اېسار شو، چې د ځمکې ښوئیدنې له کبله د تونل یوه برخه پرې وروشړېدله.

د هند په همالیه کې د ۴.۵ کیلومتره اوږد سلکیارا تونل یوه برخه د نومبر په ۱۲مه ونړېده.

بند پاتې شويو کسانو له پیښې لږ وروسته له مسولینو سره اړیکه ونیوله او له هغه وخت راهیسې اکسیجن، خواړه او اوبه ور رسول کېږي.

د ژغورنې مسولینو مخکې اعلان کړی و، چې دوی به وتوانېږي د پنجشنبې تر سهاره اېسار کارکوونکي له تونله بهر کړي. خو له یادې تخنیکي ستونزې وروسته د ژغورنې عملیات وځنډول شول.

آرنلډ ډیکس، د تونل جوړولو نړیوال کارپوه، چې د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي، د پنجشنبې په ماښام خبریالانو ته وویل، چې د برمه کولو ماشین "مات شوی" دی.

نوموړي زیاته کړه: "دا جوړیږي او سبا به بېرته کار پیل شي. "

په ورته وخت کې امبولانسونه هم له تونل څخه بهر چمتو ولاړ دي.

لومړیو ورځو کې د کارکوونکو د ژغورنې چارې له دې کبله ناکامه شوې، چې د وجړائیو لرې کولو ماشینونه ونه توانیدل چې خاورې او خځلې لرې کړي.

تر دې دمه د تونل په ورشړېدلې برخه کې د سوري جوړولو درې بېلابېلې لارې چارې ناکامه شوې دي.

د نومبر په ۱۲مه ناڅاپه د تونل له پورتنۍ برخې خاورې او خځلې کښته ورتوې شوې او په ډېر کم وخت کې دومره زیاتې شوې، چې د تونل کارکوونکو ته یې د بهر کېدو هیڅ موقع ور نه کړه.