تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حماس ۱۳ اسرائیلي او ۴ تایلنډي یرغمل خوشې کړي
د اسرائیل پوځ منلې چې د فلسطین حماس غورځنګ لخوا تازه خوشې شوي بندیان دغه هېواد ته رسېدلي دي.
حماس دغه کسان شنبه ناوخته سره صلیب ته سپارلي او د رفح بندر له لارې لومړی مصر او بیا له هغه ځایه اسرائیل ته لېږدول شوي دي.
په تازه خوشې شویو کسانو کې پر ۱۳ اسرائیليانو سربېره ۴ تایلنډیان هم دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي، دغه کسان د روغتیايي معایناتو لپاره روغتونونو ته لېږدول کېږي او هلته به د خپلو کورنیو له غړو سره هم وګوري.
دا د اکتوبر اوومه پر اسرائیل د برید پر مهال د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو دویمه جوپه ده چې خوشې کېږي.
هممهاله اسرائیلي چارواکو ویلي، چې دوی همد د بندیانو د تبادلې په لړ کې ۳۹ نور فلسطیني بندیان خوشې کړې دي.
د اسرائیلو له زندانونو د خوشې شویو فلسطیني بندیانو په اړه هم ویل کېږي، چې په بیت المقدس او لویدیزه غاړه کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
تر دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د حماس لخوا دویمې جوپې یرغمل شویو خوشي کېدل ځنډېدلي دي.
د حماس پوځي څانګې القسام په یوه اعلامیه کې ویلي وو، دویمه چوپه یرغمل شوي به تر هغې خوشي نه کړي چې اسرائیلو د غزې شمال ته د مرستو لاریو ته اجازه نه وي ورکړې.
حماس وایي اسرائیلي لوري د لنډمهاله اوربند اوصول نه دي مراعات کړي.
لا مالومه نه ده چې د بندیانو په خلاصون کې دغه ځنډ به څومره دوام وکړي.
د حماس دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په اسرائیلو او غزه کې د بندیانو خپل خپلوان نن شنبه کری ورځ د هغوی د خوشي کېدو لپاره په انتظار تېره کړه.
اسرائیلي ويلي وو چې نن شنبه به هم ۴۲ زندانیان له حماس سره د ۱۴ برمته شویو په بدل کې خوشي کړي.
تېره ورځ د اسرائیلي رسنیو په رپوټونو کې د یوه مهم چارواکي له قوله ویل شوي، چې حماس اسرائیلو ته د ۱۳ داسې یرغمل کسانو لیست سپارلی، چې دوی یې نن شنبه خوشي کوي.
د اوربند په دوهمه ورځ د دواړو خواوو ترمنځ د نورو بندیانو د خوشي کېدو لپاره هم هڅې روانې وې.
په لومړۍ ورځ د خوشي شویو بندیانو د شهرت په اړه تازه مالومات هم خپاره شوي.
په دې منځ کې د هغو ټایلنډي او فلیپیني وګړو ګډ انځور خپور شوی چې تېره ورځ د حماس له خوا شوي شول.
د جمعې ورځ حماس له اسرائیلو یرغمل شوي ۲۴ کسان خوشي کړي، چې اوس اسرائیل ته رسېدلي دي.
د هوکړې له مخې د اسرائیل له زندانونو هم یو شمېر فلسطینیان لوېدیځې غاړې ته خوشي شوي دی.
بل خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق مشر جیمز ایلډر سره له دې چې له اوسني لنډ مهاله اوربنده هر کلي کوي خو وایي دا لنډه موده د اوږد مهاله ویجاړونکې جګړې له امله ځپل شویو خلکو په ځانګړي ډول ماشومانو لپاره د ساه ایستلو لپاره هم کافي نه ده.
ښاغلي جیمز بي بي سي ته وویل "دا وقفه باید په اوربند بدله شي او دا باید په تلپاتې سولې بدل شي."
په همدې ترڅ کې مرستندویان هلته د ډېرو مرستو ور استولو غوښتنه کوي.
تازه د مصر رفح بندر له لارې په مرستو بار نور لارۍ غزې ته ور اوښتې دي.
دارنګه اسرائیلو د ډېزلو او غازو څلورو ټانګرو ته هم اجازه ورکړې چې غزې ته ننوځي.
ملګري ملتونه وایي، د ژوند چارو سمبالښت لپاره هر ډول بیړنیو مرستو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو اړوند مرستندویان وایي د دوی ښوونځي او نورې ودانۍ د زرګونه کسانو په مېشت ځایونو بدل شوي.
د ملګرو ملتونو اړوند مرستندویان وایي د دوی ښوونځي او نورې ودانۍ د زرګونه کسانو په مېشت ځایونو بدل شوي چې دا مهال د خوړو، اوبو او درملو په ګډون د نورو لومړنیو توکو له جدي کمښت سره مخ دي.
د هوکړې اصولو له مخې به د څلورو ورځو موقت اوربند په ترڅ کې ۵۰ یرغمل شوي اسرائیليان او ۱۵۰ زنداني فلسطینیان خوشي کېږي. دغه راز غزې ته د نورو مرستو رسېدو رپوټونه ورکړل شوي دي، چې ښيي د جمعې پر ورځ په طبي مرستو، نفتو او خوړو بار ۶۰ لارې له مصره غزې ته ننوتې دي.