تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې جګړه: بريدونه لا هم دوام لري؛ ۵۰ زره نور وګړي د غزې سوېل ته کوچېدلي
د اسرائیل د پوځ ویاند نن (چارشنبې) ناوخته یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې حماس ډلې د غزې د شمالي سیمو کنټرول له لاسه ورکړی.
دانیال هاګاري د غزې سویل ته د خلکو د کوچېدو په اړه وویل خلک پوهېږي چې حماس د غزې د شمالي سیمو کنټرول له لاسه ورکړی. نوموړي زياته کړه يوازې نن پنځوس زره فلسطینیان د غزې له شماله سویل ته تللي دي.
اسرائیل د غزې سویل خوندي سیمه بولي خو فلسطیني چارواکي وايي ولسي وګړو ته ۴۲ سلنه د سر زیان د غزې پر سویلي سیمو د اسرائیلو په بریدونو کې اوښتی دی.
له دې وړاندې د اسرائیل حکومت ومنله چې د غزې په شمال کې یې د ځانګړو ځواکونو یو بل سرتېری هم وژل شوی دی. په دې سره په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو پر مهال د وژل شویو اسرائیلي سرتېرو اعلان شوی شمېر ۳۲ تنو ته ورسېد. خو فلسطینۍ ډلې وايي د وژل شویو اسرائیلي سرتېرو شمېر تر رسمي اعلان شوې شمېرې ډېر لوړ دی.
له بلې خوا حماس ډلې ویلي وسله وال یې د غزې په شمال کې له اسرائیلو ځمکنیو ځواکونو سره سخته جګړه کوي او په تازه بریدونو کې یې ۱۶ پوځي زغروال ګاډي بشپړ له منځه وړي او یا یې زیانمن کړي دي.
حماس نن ( چارشنبه نومبر ۸مه) وویل د بېلابېلو وسلو په کارولو يې پر اسرائیلي ځواکونو بریدونه کړي، مرګ ژوبله يې ور اړولې او د هاوان لسګونه بریدونه یې کړي دي.
ملګري ملتونه: پر استوګنيزو سيمو بريدونه جنګي جرم بلل کېږي
د مناسب استوګنځي برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر بالا کریشنانا راجاګوپال وايي غزه کې پر استوګنیزو سیمو او بنسټیزو اسانتیاوو بریدونه "جنګي جرم او د بشري ضد جرم" بلل کېدای شي.
نوموړي نن ( چارشنبه نومبر ۸مه) پر غزه د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو په اړه تازه څرګندونو کې ویلي دې بریدونو کې دغزې ۴۵سلنه استوګنیزو ودانیو ته زیان رسېدلی او یا بشپړې ویجاړې شوي دي.
نوموړي ټينګار کړی چې پر استوګنیزو سیمو او بنسټیزو اسانتیاوو پلان شوي او قصدي بریدونه د نړیوال قانون خلاف دي.
ښاغلي راجاګوپال ویلي "په داسې حال کې بریدونه کول چې معلومه وي استوګنیزې ودانۍ او بنسټیزه استانتیاوې ویجاړوي او یا زیانمنیږي داسې چې یو ښار له اوسیدو باسي، جنګي جرم دی". نوموړي زیاته کړه چې کله دا بریدونه د ولسي وګړو پرضد وي نو بیا "بشریت پرضد جرم" ګڼل کېږي.
د یرغمل شویو کسانو په اړه خبرې
پر غزې د اسرائیلو له خوا وروسته له هغه پراخ هوايي او بیا ځمکني عملیات پيل شول چې یوه میاشت وړاندې حماس او نورو فلسطیني ډلو د اسرائیلو له خوا پر نیول شویو سیمو بریدونه وکړل.
دې پراخ او بېساري برید کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول چې شاوخوا ۳۲۰ یې پوځیان وو، دغه راز نږدې ۲۵۰ اسرائیلیان حماس او نورو وسله والو ډلو یرغمل کړل چې یو شمېرې پوځیان دي.
فلسطینیانو څو ورځې وړاندې د دوه مېرمنو په ګډون څو تنه اسرائیلیان خوشی کړل، خو اوس سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي د ۱۲ نورو یرغمل شویو اسرائیليانو د خوشې کولو لپاره خبرې روانې دي چې شپږ یې امریکايي تابعیت لري. ویل کېږي دا کسان به د بشري موخو لپاره د درې ورځې اورکم په بدل کې خوشی کېږي.
سرچینو بي بي سی ته ویلي د اورکم موخه دا ده چې حماس وکولی شي دا کسان خوشی کړي او د غزې سویلي او شمالي سیمو ته مرستې ورسېږي.
خو د بي بي سي خبریال وايي د اورکم د وخت په اړه اختلاف شته او بله دا چې د غزې په شمال کې چېرته چې اسرائیلو ځمکني عملیات پيل کړي سخته جګړه روانه ده.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش غزه کې د جګړې په اړه تازه څرګندونو کې ویلي ولسي وګړو ته له پراخې اوښتې مرګژوبلې داسې ښکاري چې د حماس پر ضد د اسرائیلو پوځي عملیاتو کې "په ښکاره غلطي شته ".
نوموړي خبر ورکړی چې دې عملیاتو کې د ملګرو ملتونو ۹۲ کارکوونکي هم وژل شوي دي.
ګوتېرش پر حماس هم نیوکه کړې او وايي "د ډال په توګه د خلکو کارولو سره حماس سرغړونه کوي، خو کله چې پوځي عملیاتو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ته کتل کېږي نو ښکاره خبره ده چې یو څه ناسم دي"