تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په خواله رسنیو کې د ښځو ځورول، ګواښل او ټولنیز ناسم حساسیتونه
د چېېن په نوم د جنسيتي عدالت یوه نړیواله اداره وایي، د خواله رسنیو کمپنۍ او پولیس تر ډېره د خواله رسنیو له لارې د ښځو د ځورولو قضیې په سمه توګه نه شي مدیریت کولای.
دغې ادارې په دې تړاو څېړنه کړې او یو راپور یې هم خپور کړی دی.
د دغې نړیوالې ادارې په خبره کله چې په انټرنټ او خواله رسنیو کې یوه مېرمنه ځورول کېږي نو د پولیسو یا د خواله رسنیو د کمپنیو پام دېته وي چې ایا د ښځې خپور شوی عکس یا ویډیو ډېره لوڅه ده یا نه، یعنې قضیې ته د پاملرنې شدت دې پورې اړه لري چې عکس ساده دی یا ډېر بربنډ!
دغه اداره وایي، اصلي خبره د اجازې ده.
پولیس او د خواله رسنیو کمپنۍ باید دېته تر ډېره پام وکړي چې ایا د ښځې د عکس یا ویډیو د خپرېدو اجازه خپله د هغې لخوا ورکړل شوې وه یا نه.
د چېېن نړیوالې ادارې چې کومې خبرې کړې دېته ورته په پاکستان کې یوې هنرمندې عایشه عمر او څو نورو ښځو هم خپلې تجربې شریکې کړې دي.
د دغې ادارې په راپور کې د یوې مېرمنې خبرې راغلې دي.
دغه مېرمنه د ځان د خوندیتابه لپاره خپل مستعار نوم ماه نور یادوي.
دا وایي، دا په خواله رسنیو کې ځورول او ګواښل شوې وه.
ماه نور وایي، دا د خپل پخواني مېړه په لاس داسې ځورول شوې وه.
د دې په خبره عکسونه یې خپاره شوي وو خو عکسونه یې بربنډ نه و او نه هم پارونکي وو.
ماه نور وایي، عکسونو کې یوه مېرمنه ښکاري چې اوږې یې لوڅې دي او غربي ډوله کالي یې اغوستي دي.
دغه ۳۲ کلنه مېرمنه ادعا کوي، کله چې یې په ودني ژوند کې ډېرې ستونزې راغلي او دا له مېړه جلا کېده نو د خپل پلار کورته ستنه شوه چې هلته یوه سرپناه ولري خو له بده مرغه د دې په خبره پلارګنۍ یې د دې او د لور هرکلی و نه کړ او ورته خوښ هم نه وو.
دا هر څه د هماغه انلایني ځور له کبله شوې دي.
ماه نور وایي، څه باندې یو کال کېږي چې پلار او وروڼه یې ورسره خبرې نه کوي.
په کار ځای کې یې همکاران له دې "سترګې اړوي".
ماه نور وایي، طلاق اخیستل یې ډېر سخت و.
ماه نور ادعا کوي چې د کورنۍ په خوښه واده شوې وه او له واده وروسته پخوانی مېړه یې دا ذهني او فزیکي شکنجه کوله.
خو د ماه نور په خبره دا ورته هېڅ هم نه و کله چې دا بله پېښه ورسره وشوله نو ټول ژوند یې ورسره بدل او د تل لپاره اغېزمنه شوله.
د ډېرو نورو مېرمنو په څېر ماه نور هم خپل ډېر عکسونه او ویډیوګانې په خپله ټیلفون کې ساتلې وې.
په خپل ورځني ژوند کې یې د ځان ډېر عکسونه اخیستي وو.
د بېګاه د ډوډۍ خوړلو پر وخت عکسونه، سېلفیانې، موسکا سره عکسونه، د سینګار پر وخت سېلفي.
په یو عکس کې ښکاري چې ویښتان یې بیاتي کړي دي.
په بل عکس کې ماه نور له خپلو ملګرو سره ښکاري.
بل عکس کې ښکاري چې ماه نور د خوب په کوټه کې د تخت پر سر ناسته ده، سترګې یې پټې نیولې او د سترګو خط ښکاره کوي.
ماه نور وایي، دا ټول عکسونه یې په خواله رسنیو کې نه وو خپاره کړي.
د دې په خبره په خواله رسنیو کې ډېر کم عکسونه خپرول، ځکه چې په پاکستان کې ځینې کورنۍ دا کارونه نه خوښوي.
ماه نور د پوهنتون یوه استاده ده.
دا ادعا کوي، کله چې یې له مېړه سره اړیکې خرابې شوې نو مېړه یې په پټه د دې واتس اپ ته لاسرسی پیدا کړی و.
د ماه نور د ادعا له مخې مېړه یې د هغې شخصي عسکونه نارینه خپلوانو، همکارانو او نورو شناخته کسانو ته لېږلي وو.
د ماه نور د ادعا له مخې د هغې مېړه د دې عکسونه داسې ایډیټ کړي وو چې وښيي دا یوازې له یوه نارینه سره ولاړه ده او داسې ښکاره شي چې له یاد کس سره دا اړیکه لري.
ماه نور وایي، دا ایډیټ شوي او خپاره شوي عکسونه په دې موخه شوي وو چې دا د یوې "بې کرکټره ښځې" په توګه نورو ته وښودل شي وښيي او دا په هر څه تورنه شي.
د ماه نور په خبره په سختدریځو ټولنو لکه پاکستان کې دا هڅې ان د ښځې د سر په بیه تمامېږي.
ماه نور وایي، له یادې پېښې وروسته د هغې کورنۍ، دوستان او ان همکاران یې ورسره دومره راشه درشه نه کوي.
دا وایي، کله چې د ګواښ او ځور په موخه له اجازې پرته د دې عکسونه خپاره شول نو دې پېښې سره د هغې هغه ټولنیز مقام او شخصیت هم له منځه لاړ.
"د خبرو کولو حق او ازادې مې له لاسه ورکړه، اوس فکر کوم چې څوک زما د خبرو پروا نه ساتي".
ماه نور وایي: "کورنۍ به مې عزت کاوه، زما وروڼو زما درناوی کاوه، په کور کې به زما خبرې ارزښت لرلې، کله چې ستاسو مور او پلار ستا د خبرو قدر کوي دا ډېر با ارزښته دی".
دا وایي، مخکې به یې کورنۍ له دې سلا مشوره اخیسته خو اوس هر څه ختم شوي دي.
خو د ماه نور پخواني مېړه بیا بل واده کړی او خپل ژوند کوي.
د "چېېن" بنسټګره هیرا حسین وایي، په ټولنه کې د یوې ښځې بدنامولو لپاره دا اړینه نه ده چې د هغې عکسونه بربنډ دي یا نه، بلکې په خبره یې په ډېرو سختدریځو ټولنو کې د ښځې یو عادي عکس هم د هغې ژوند له جدي ستونزو سره مخامخ کولای شي.
اغلې حسین زیاتوي، خبره دا نه ده چې عکس کې ښځه په کوم وضعیت کې ده، خبره د خلکو د لیدلوري او حساسیتونو ده.
" موږ هڅه کوو دې مسلې په اړه د خلکو لیدلوری بدل کړو".
د جنسیتي عدالت نړیواله اداره چېېن وایي، له ډېره وخته خبرې پر دې کېږي چې د یوې ښځې ځورولو یا ګواښولو لپاره له اجازې پرته د هغې عکسونه یا ویډیوګانې خپرېږي یا جعلي عکسونه یې جوړېږي خو له دا ډول پېښو وروسته د بې عزتۍ، شرم، په ټولنه کې د هغې موقف او له دې لارې د یوې ښځې کنټرول کولو مسلې ته دومره کتنه نه ده شوې او نه هم پرې خبرې شوې دي.
کلتوري حساسیتونه
دغه نړیواله اداره وایي، په خواله رسنیو کې چې دا ډول یوه ښځه ځورول کېږي، هغه یوازینی زیان نه دی چې ښځې ته رسېږي، اصلي زیان او اصلي خبره دا ده چې ولې داسې له جازې پرته د یوې ښځې ویډیو یا عکس خپرېږي، د دغه کار تر شا موخې د ښځې ځورول، ګواښل، شرمول، کنټرول دي یا نور څه، بله مسله دا ده چې دا بیا څوک ګوري.
دا عکسونه او ویډیوګانې د ښځې کورنۍ، دوستان، خپلوان، همکارانو ته لېږل کېږي یا په پراخه کچه خپرېږي.
بله مسله هم دا ده چې دا کارونه څه ډول پایلې لري، د ښځې ځورول، رټل، ګواښل یا ان وژل کېدل.
د چېېن په نوم دغې نړیوالې ادارې په خواله رسنیو کې د ښځو د ځورولو په تړاو د ۲۰۲۵ کال د جولای او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ میاشتو ترمنځ له ۶۴ مېرمنو سره خبرې کړې دي.
تر ډېره دا مرکې په پاکستان، او بهر برېتانیا، کاناډا، جرمني، مالیزیا، اماراتو او کویټ کې ورغلو پاکستاني کورنیو کې شوې دي.
دغې ادارې موندلي چې ځینې مېرمنې ان سر لوڅي ساده عکسونو باندې هم ځورول شوې دي.
د ځینو مېرمنو داسې عکسونه خپاره شوي چې دوی پکې لویدیځ کې عام کالي اغوستي دي.
ځینو مېرمنو دا هم ویلي چې یو شمېر پردي نارینه وو په پټه د دوی عکسونه اخیستي او بیا یې خپاره کړي دي.
په ځینو خپاره شویو عکسونو کې د اې ای یا مصنوعي ځیرکتیا په مټ جعلي جوړ شوي هغه هم دي.
خو ټول خپاره شوي عکسونه بربنډ نه دي، دا یوازې د یادو ښځو د ځورولو یا بدنامولو لپاره خپاره شوي او ټول ساده انځورونه دي.
په پاکستان کې فلمي ستورې عایشه وایي، دا هم ورته ترخې تجربې لري.
عایشه چې ۲۰ کاله کېږي د پاکستان په سینما او ټلویزیون کې کار کوي، وایي، لس کاله مخکې دا له خپلې ملګرې سره ټایلنډ ته تللې وه او هلته یې یو عکس اخیستی نو دا انځور یې غلا شوی و او د دې له اجازې پرته خپور شوی و.
د عایشې په خبره د ساحل تر غاړې د لامبو وهلو په کالیو کې یې یو عکس په پټه او د دې له اجازې پرته خپور شو چې
د دې مسلکي ژوند ته یې ډېر زیان ورساوه.
د عایشې په خبره،دا کار ډېر مخکې شوی و، هغه وخت چې خلکو خواله رسنۍ دومره نه کارولې.
" زموږ په ټولنه کې خلک له تا یو انځور جوړ کړی او ته باید هغسې ووسي او ان که د فلمونو ستورې هم یې نو دغې مسلې زه له رواني اړخه ځورولې یم".
عایشه وایي، کله چې هغه پېښه ورسره وشوله نو دا اوس هر ځای کې دېته اندېښمنه وي چې څوک خو به یې په پټه عکس یا فلم نه اخلي.
چېېن نړیواله اداره ټینګار سره وایي، چې د انځورونو له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې پر مهال باید درې مهم ټکي په پام کې ونیول شي:
د انځور له خپرېدو وروسته زیان؟
د خپرولو موخه څه وه؟
او د انځور له خپرېدو مخکې د هغه کس رضایت اخیستل شوی و، چې په انځور کې ښکاري، که نه؟
د دغې ادارې لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د خواله رسنیو ډېری شرکتونه او دولتي ادارې لا هم د شکایتونو ارزونه یوازې د لوڅو یا پارونکو عکسونو کوي.
له همدې امله هغه عادي عکسونه چې په ځینو ټولنو کې د ښځو لپاره ډېرې خطرناکې پایلې لري، ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.
پاکستانۍ اداکاره عایشه عمر هم وایي، کلونه وړاندې د دې کوم عکس چې خپور شوی و، د هغې په وینا مسلکي ژوند او رواني وضعیت ته یې سخت زیان ورساوه او ځینې کاري فرصتونه یې له لاسه ورکړل.
راپور زیاتوي، د شکایت کولو ټول بهیر تر ډېره پر قرباني کس ور اچول کېږي.
قرباني باید ټول عکسونه پیدا کړي، څو ځله یې وګوري او یو په یو یې راپور کړي، خو بیا هم کېدای شي هېڅ اقدام و نه شي.
د راپور په پایله کې ویل شوي، د انځورونو له لارې ناوړه ګټه اخیستنه یوازې د بربنډو عکسونو موضوع نه ده، بلکې د ښځو د شخصي حریم، عزت، رضایت او ټولنیز ژوند مسئله ده. راپور له پولیسو، محکمو او ټیکنالوژۍ له شرکتونو غواړي، چې د داسې پېښو له قربانیانو سره اغېزمن او حساس چلند وکړي.