ایران ته د امریکا د مرستیال ولسمشر خبرداری: تاوتریخوالي ته به په تاوتریخوالي ځواب ورکول کېږي
د امریکا او ایران ترمنځ د بیا زیاتېدونکې کړکېچ په تړاو د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس وايي: ''تاوتریخوالي ته به په تاوتریخوالي ځواب ورکول کېږي.''
نوموړي پر ایکس د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) لخوا پر ایران د برید د جزیاتو د شریکولو په ترڅ کې ولیکل:
“کله چې ایران د اوربند تړون لاسلیک کړ، موږ ورته درناوی وکړ. که هغوی د تفاهم لیک (MOU) په تړاو کومه ستونزه لري، کولی شي موږ ته یې ووایي، خو تاوتریخوالي ته به په تاوتریخوالي ځواب ورکړل شي.”
د یادونې وړ ده چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د ایران سره د خبرو مشري کوله.
نوموړي په اپريل میاشت کې په اسلاماباد کې او بیا څو ورځې مخکې په سویزرلنډ کې هم، د پاکستان او قطر په منځګړیتوب، له ایران سره خبرې کړې وې.