فرانسه کې پر څارویو د جنسي ځورونې په تور یو افغان په ۳۰ میاشتو بند محکوم شو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

فرانسوي رسنۍ وايي، د فرانسې یوې محکمې یو ۱۹ کلن افغان له څارویو سره د سخت تاوتریخوالي او پر دوی د 'جنسي تېري' په تور په ۳۰ میاشتو بند محکوم کړی دی.

د راپورونو له مخې دغه پېښې د مارسي ښار سوېلي برخې ته نژدې په یوه تعلیمي فارم کې شوي وو.

دغه پرېکړه د تېرې دوشنبې په ورځ د اکس-ان-پرووانس ښار محکمې اعلان کړې وه.

قاضیانو همدارنګه حکم کړی چې یاد کس به د خپلې سزا تر پوره کولو وروسته له فرانسې وشړل شي او نوم یې د جنسي او تاوتریخوالي مجرمانو په نوملړ کې ثبت شي.

په فرانسه کې ځینو رسنیو ویلي، پېښه د روان کال فبرورۍ او اپرېل میاشتو ترمنځ موده کې شوې ده.

د فرانسوي ورځپاڼې لا نووف وېلا له مخې، څېړنه هغه مهال پیل شوه کله چې یوه وترنر د لُ پَن-میرابو سیمې په یوه روزنیز فارم کې پر څو څارویو ټپونه وموندل.

د فارم مسؤلانو وروسته د پېښې د عامل د پېژندلو لپاره د څار کامرې ولګولې.

څارنوالانو ویلي چې د ویډیو په ثبتونو کې ښکاري چې تورن کس څو ځله د څارویو د ساتنې ځایونو ته ننوتی دی.

هغه وروسته له هغه ونیول شو کله چې د یوې وزې ترڅنګ په داسې حالت کې وموندل شو چې څېړونکو یې هلته تګ مشکوک بللی دی.

پولیسو هم د DNA شواهدو د موندلو راپور ورکړی چې هغه له پېښې سره تړي او د موبایل تیلېفون معلومات هم د پېښو پر مهال د فارم په شاوخوا کې د هغه موجودیت ښيي.

په راپور کې ویل شوي چې مشکوک تن پر لږ تر لږه پنځو وزو او یوه شپږ میاشتني وري یا ورغومې (پشېرلې) 'جنسي تېری' کړی دی.

محکمې ته ویل شوي چې څو څاروي ځورول شوي او یوه وزه وروسته د ټپونو له امله مړه شوې ده.

تورن کس د یو ساعته محاکمې پرمهال دا تورونه رد کړي دي او ځان یې یو 'نورمال انسان' بللی دی.

تورن کس د پناغوښتونکو په یوه ساتنځي کې اوسېده او د رواني ارزونې پر مهال، چې هغه د محاکمې تر مخه په توقیف کې ترسره شوې وه، ډاکټر راپور ورکړ چې هېڅ ډول رواني ناروغي نه لري.

فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې دغه سړی د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې فرانسې ته تللی و او د پنا غوښتنه یې کړې وه او ادعا یې کړې وه چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې د کورنۍ غړي وژل شوي دي.

د څېړنې پر مهال هغه چارواکو ته ویلي چې د نیول کېدو په شپه مارسی ته د تګ پرمهال له اورګاډي پاتې شوی و، ځکه نو د فارم شاوخوا کې پاتې شو او دا ځای د پناغوښتونکو د استوګنې مرکز ته نژدې و.

د فارم څښتنې کاساندرا سورتینو ویلي، هغې داسې حیوانات موندلي چې پښې یې تړل شوې وې، تناسلي برخو کې یې ټپونه درلودل او د سختې وېرې او اضطراب نښې پرې ښکاره وې.

دغې پېښې ته په فرانسه کې پراخ پام اوښتی دی او په دې هېواد کې لا له وړاندې د کډوالۍ، عامه امنیت او د پناغوښتونکو د چلند په اړه بحثونو سیاسي رنګ غوره کړی دی.

د بشري حقونو ډلو په وار وار ټینګار کړی چې د کډوالو اړوند جنایي قضیې باید په انفرادي ډول وڅېړل شي او انفرادي کړنې د ټولې کډوالې ټولنې د بدنامولو لپاره ونه کارول شي.

فرانسه لا هم په اروپا کې د پناغوښتونکو له مهمو مقاصدو ده، په ځانګړي ډول افغانانو لپاره چې د ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې خپل هېواد پرېښی.

اروپایي چارواکي لا هم له دې ننګونې سره مخامخ دي چې د پناغوښتونکو د ملاتړ مکلفیتونه له امنیتي او د ادغام له اندېښنو سره انډول کړي.