تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په دوبۍ کې یوه ټېکټاکره د ملګري د وژنې په تور د اعدامېدو خطر سره مخ ده
- Author, کېترین ایونز
- دنده, بيبيسي نیوز
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د بشري حقونو یوه ډله وايي چې د بروک جارج په نوم یوه ۲۳ کلنه برېتانوۍ ټېکټاکره په دوبۍ کې د خپل ملګري د وژنې په تور نیول شوې او د اعدام له خطر سره مخ ده.
دا ډله (ډيټېنډ اېن دوبۍ) یا (په دوبۍ کې توقیف شوي) نومېږي او وايي چې اغلې جارج له دغه سړي سره پرلیکه یا انلاین بڼه ملګرې شوې وه.
دا بنسټ دعوه کوي چې ګواکې دې ښځې په متحده عرب اماراتو کې پر خپل دغه ملګري هغه وخت د ځان په دفاع کې د چړې ګوزار کړی چې هغه ورسره تاوتریخوالی کاوه.
د بشري حقونو دې ډلې په ضمانت د اغلې جارج د خوشي کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې قضیه یې باید د کورني تاوتریخوالي په چوکاټ کې وڅېړل شي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بروک جورج نومې دې ټېکټاکرې په خوشي کولو کې له هغې او کورنۍ سره یې مرسته کوي.
د برېتانیا د (جان لیوېس) نومي شرکت دا پخوانۍ کارکوونکې د روانې جون میاشتې پر ۲۲ نېټه خپل ملګري ته د قتل دسیسې جوړولو او د هغه د وژلو په تور ونیول شوه.
که جرم پرې ثابت شي نو د متحده عرب اماراتو د قانون له مخې اعدامېدای شي.
د (ډيټېنډ اېن دوبۍ) په نوم د بشري حقونو ادارې د معلوماتو له مخې، دې مېرمنې تور پورې کړی چې د توقیف پرمهال امنیتي کسانو له کومې ښځينه پولیسې پرته هغه مجبوره کړه چې کالي اوباسي او ځان لوڅ کړي.
هغې دا کار "له سپکاوي ډک او دردوونکی" بللی دی.
"په چلند کې بدلون"
د بشري حقونو د دې ډلې مشره رادا سټرلېنګ وايي چې بروک جارج تر دې مخکې دوبۍ ته خپل سفر "د ژوند تر ټولو ښکلی وخت" بللی و. خو په وینا یې، د دویم ځل سفر پر مهال یې له خپل ملګري یا بوای فرېند سره اړیکه له تاوتریخوالي ډکه شوې وه.
اغلې سټرلېنګ وايي، بروک ادعا کوي چې د ملګري چلند یې "تر ورځې بلې ته خرابېده" او دا یې "کنټرولوله" او دعوه یې کړې چې لومړی هغه پرې د سوک وار وکړ، پاسپورټ یې ترې واخیست او کله یې چې په کوټه کې بیا برید پرې وکړ نو دې د دوبۍ پرېښودو هڅه کوله.
رادا سټرلېنګ د ټېکټاکرې بروک له خولې زیاتوي چې هغې، "د خپل سر خیر غوښت، په ځان ډارېده او نږدې پخلنځي کې چاقو په لاس ورغی نو له ځانه په دفاع یې لاس پورې کړ".
بل لور ته د اغلې بروک مور ټرېزا جارج په خپل بیان کې ویلي، "بروک چې بېرته دوبۍ ته لاړه نو د دواړو په خپل منځي اړیکه کې څرګند بدلون راغلی و".
دا زیاتوي، "پېښې نه یوه ورځ مخکې د بروک چلند تر پخوا بدل شوی برېښېده. ډېره غلې شوې وه، نه یې د پخوا غوندې خندا وه او نه هغه شوخ مزاج چې دې درلود. خو دلیل یې راته و نه وایه چې ولې".
د بروک مور د کیسې په دوام وايي، "هغه ماښام دوی دواړه د دوبۍ په یوه شرابخونه کې وو. پېښې نه سمدستي وروسته مې چې بروک سره خبرې کولې نو ډېره وېرېدلې وه. هېڅکله مې خپله لور دومره ډارېدلې نه وه لیدلې. خپله ژړا یې نه شوای ایسارولی. یوه سترګه مې یې ولیده چې سخته پړسېدلې وه او بیخي پټه غوندې وه".
مېرمن بروک وايي چې د خپلې لور روغتیا ته "ډېره اندېښمنه" ده او زیاتوي، "زه بیخي باوري یم چې هغې کور ته د راتلو ډېره هڅه کوله او غوښتل یې چې له هغه ناوړه حالته ځان را لرې او را اوباسي".
هاخوا بیا رادا سټرلېنګ وايي، "د بروک [ټيکټاکرې] له اشنایانو سره بیا دا اندېښنه ده چې ښايي هغه له دې د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره په کومه دروغجنه پلمه دوبۍ ته بېول شوې وي".
هغه دا خبره د دغو شکونو پر بنست کوي چې وايي، "د بروک چلند ناڅاپه بدلېدل، د الوتکې یو طرفه ټېکټ کول، په لومړي سفر کې یوازې په سینهبند او کچه کې عکسونه اخیستل، د ادعا له مخې د هغې پاسپورټ ستنول، د بروک له لوري خپلو ملګرو ته دا ویل چې ګواکې وضعیت ښه نه دی او د هغې زیاتېدونکې وېره چې غوښتل یې له دوبۍ ووځي...دا ټولې خبرې شکونه قوي کوي".
قانوني حق
د بشري حقونو ډله (ډيټېنډ اېن دوبۍ) وايي چې اغلې بروک ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې خپل سفارت ته لاړه شي او پولیسو ته د بیان ورکولو پرمهال وکیل هم ورسره نه و.
اغلې سټرلېنګ وايي، دا پېښه "له ښځو سره تاوتریخوالي، له ځانه د دفاع حق، د قانوني بهیر ترسراوي او په بهر کې د برېتانویو وګړو د توقیف په اړه سختې اندېښنې راپورته کوي".
دا زیاتوي چې غوښتنه یې کړې، د څېړنو تر بشپړېدو باید اغلې بروک په ضمانت خوشې کړای شي. متحده عرب امارات داسې تاریخي مخينه لري چې که هلته کومه ښځه له تاوتریخوالي شکایت وکړي نو پړه پېژندل کېږي".
د بشري حقونو یادې ډلې ویلي، تر هغه چې پلټنې روانې وي، باید د بروک "خوندیتوب ډاډمن شي او هغې ته مناسبې روغتیايي اسانتیاوې، د حقوقي استازولی فرصت او سمدلاسه د برېتانیا قونسلګرۍ مرسته" برابره کړای شي.