اوکرایین: کرایمیا کې مو د روسیې دفاعي سیستم ویجاړ کړی

د عکس سرچینه، AFP
اوکرایین وايي په نیول شوې کرایمیا کې یې د روسیې پرمختللی هوايي دفاع سیستم ویجاړ کړی دی.
د اوکرایین د استخباراتو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي کېیف کې د امنیتي ادارې ایس بي یو او سمندري ځواکونو په کراېمیا کې د روسیې پر هوايي دفاعي سیستم د توغندیو او ډرون الوتکه په وسیله بریدونه وکړل او ویجاړ یې کړ.
په هغو تصویرونو کې چې پر خواله رسنیو خپاره شوي د کرایمیا ښار سره نژدي اور او لوګی لېدل کېږي.
مسکو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي خو د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې یو شمېر اوکراییني ډورن الوتکې یې نسکورې کړې او د اوکرایین د سمندري ځواک پر یوې ګزمې یې برید کړی دی.

د عکس سرچینه، TELEGRAM
دغه راز نن د ورځې په لومړیو کې په کرایمیا کې چې روسیې له ۲۰۱۴ کال راهیسې نیولې ده د څو چاودنو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د بي بي سي د یوې څېړنیزې سرچینې په وینا اوکراییني ځواکونو د ډرون الوتکو په وسیله پر روسي رادار برید وکړ چې ترې وروسته هوايي دفاعي سیستم په نیپټوین کورز توغندیو وویشل شو.
د دې سرچینې په وینا ''د رادار له کاره ایستلو وروسته سمندري ځواکونو د روسیې ایس ۳۰۰ او ایس ۴۰۰ دفاعي سیستمونه په نښه کړل چې یو اعشاریه دوه ملیارده ډالر ارزښت یې درلود. ''
نیپټوین کورز توغندي د اوکرایین د پوځ لخوا د سمندري ځواکونو لپاره ډیزاین شوي وو خو وروسته داسې بدلونونه په کې راوستل شول چې پر ځمکې هم اهداف په نښه کړای شي.
سیمه ییزو رسنیو او د سیمې خلکو ویلي چې کرایمیا کې چاودنې سهار وختي واورېدل شوې او د پوځي اډې ترڅنګ لوګی لېدل شوی دی.
بي بي سي پر خواله رسنیو د خپرو شویو ویډیوګانو پخلې وکړ او ګومان کوي چې لوګی په کرایميا کې پر پوځي اډې د برید په پایله کې پورته کېده.
بلې خوا ته د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د اوکرایین هغه ۱۱ ډورن الوتکې یې نسکورې کړي چې پر کرایمیا یې الوت کاوه. په سیمه کې د روسیې لخوا ګومارل شویو چارواکو پر پوځي اډې د برید په اړه او دفاعي سیستم ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، AFP
کرایمیا کې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د روسیې ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم فعال و. دا سیستم مخکې ایس ۳۰۰ و چې بیا د سړې جګړې پرمهال ایس ۴۰۰ ته اړول شوی و.
ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم کولای شي چې الوتکې او بالستیک توغندي په نښه او له کاره وباسي.
په ورته حال کې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د احتمالي پوځي همکاریو په اړه خبرې کړي دي.
ښاغلي اون چې په خپل زغروال اورګاډي کې روسیې ته تللی دی او پرون چهارشنبه له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولېدل.
ولسمشر پوتین ویلي له شمالي کوریا سره به د سټلایټونو د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.
امریکا وايي مسکو له شمالي کوریا نه په اوکرایین کې د جګړې لپاره وسلې اخلي او په دې برخه کې د شمالي کوریا لخوا هر ډول مرسته به د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو نه سرغړونه وي.
د شمالي کوریا مشر ولسمشر پوتین ته شمالي کوریا ته د سفر کولو بلنه ورکړې ده. پینګ یانګ وايي چې د روسیې ولسمشر شمالي کوریا ته د سفر کولو بلنه منلې ده.
د ولادمیر پوتین او کېم جونګ اون ترمنځ پرونۍ لېدنه داسې مهال وشوه چې پر دواړو هېوادونو بندیزونه لګول شوي او له لوېدیځ سره یې اړیکې تر بل هر وخت ډېر خرابې شوې دي.



















