د جي شل سرمشريزې مشران ډیلي ته رسېدلي؛ ولې دغه ناسته مهمه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشران او لومړي وزیران د روانې سپټمبر میاشتې په نهمه او لسمه د هند پلازمېنه ډیلي کې د جي شل (۲۰- G) يا شلو سترو اقتصادي هېوادونو سرمشریزې غونډه کوي.
د جي شل هېوادونو مشران ډيلي ته رسېدلي دي.
د غونډې اصلي موضوع دوامداره پراختیا ده، خو اوکرایین کې د روانې جګړې په اړه هم خبرې وشي.
جي شل (۲۰- G) څه شی دی؟
جي شل یا د شلو ګروپ د هغو هېوادونو یوه ډله دی، چې د نړیوالو اقتصادي او سیاسي مسئلو په اړه خبرې اترې کوي.
د جي شل هېوادونو غړي د نړۍ د اقتصادي تولید ۸۵ سلنه جوړوي او د نړۍ له ۷۵ سلنې زیاته سوداګرۍ د دوی په لاس کې ده.
همدارنګه د نړۍ دوه پر درېیمه برخه نفوس هم دوی جوړوي.
د جي شل غړي د اروپايي ټولنې جمع ۱۹ هېوادونه دي چې په هغو کې ارجنټاین، استرالیا، برازیل، کاناډا، چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، مکسیکو، روسیه، سعودي عربستان، سویلي افریقا، سویلي کوریا، ترکیه، بريتانيا او د امریکا متحده ایالات شامل دي.
د جي شل (G -۲۰) هېوادونو کوچنۍ ډله د جي اوو (G -۷) تر عنوان لاندې هم غونډې ترسره کوي.
جي شل ولې جوړ شو، او ولې مهم دی؟
دغه ډله په ۱۹۹۹ کال کې د اسیا له مالي بحران وروسته جوړه شوه.
دا د مالیې وزیرانو او چارواکو لپاره د یو فورم په توګه رامنځ ته شوی چې د اقتصاد د دوام او بیا رغولو په لارو چارو بحث وکړي.
د جي شل د مشرانو لومړۍ غونډه په ۲۰۰۸ کال کې د اقتصادي ودې په تړاو د نړیوالې همکارۍ لپاره جوړه شوې وه.
جي شل په وروستیو کلونو کې خپل پام نورو برخو ته هم ور واړاوه، دوی اوس د اقلیم په بدلون او دوامداره انرژۍ هم خبرې کوي.
د جي شل د غونډې مشري هر کال بېلا بېلا هېوادونه په غاړه اخلي او د سرمشریزي لپاره اجڼدا ټاکي.
د جي شل غونډه به څه وي او څوک پکې ګډون کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۳ کال د د جي شل غونډې مشري هند کوي او په دې سرمشریزه کې په دې لاندې موضوعاتو بحث کېږي:
- اغېزمنه پرمختيا
- "نړۍ کې د ټولو لپاره د عادلانه او مساوي ودې لپاره هڅه"
- مخ پر ودې هېوادونو لپاره د پور بښل
داسې ښکاري چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به د مخ پر ودې هېوادونو له مشرانو سره د نړیوال بانک د اصلاحاتو اړوند په وړاندیزونو خبرې وکړي.
تمه کېږي چې د دې وړاندیزونو له کبله به د زیربناو جوړولو او اقلیمي بدلون سره مبارزې لپاره به زیاتې پیسې واک کې ولري.
د عمومي غونډې په څنډو کې د یو په یو لیدنو کې به لا زیات خبرې وشي.
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي غواړي د سږ کال سرمشریزه په هند کې د ۲۰۲۴ له ټاکنو مخکې د یوه لوی نړیوال قدرت په توګه او خپل ځان د یوه مهم نړیوال مشر په حیث معرفي کړي.
دی به د دې ډاډ ترلاسه کولو هڅه وکړي چې په اوکرایین کې د جګړې په اړه لکه څنګه چې د اندونیزیا بالي ۲۰۲۲ کال سرمشریزه کې رامنځ ته شول، پر دې غونډه هماغسې سیوری ونه غوړوي.
د شخړې په تړاو بحثونه په دې معنا وو چې د جي۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته به مارچ کې په ډیلي کې نه وي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په دې سرمشریزه کې ګډون ونه کړي. هغه دې غونډې ته خپل د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف استوي.
د چین ولسمشر شي جینپینګ به هم له غونډې لیرې وي. د هغه پر ځای به لومړی وزیر لي کیانګ ګډون پکې وکړي.
کومې نورې مسلې ښايي لانجمنې وي؟
د ۲۰۲۳ کال مې میاشت کې، چین او سعودي عربستان د جي۲۰ له سرمشریزې سره چې د سیاحت په اړه وه او د هند تر واک لاندې کشمیر کې جوړه شوې وه، له دې کبله تحریم کړه چې د کشمیر سیمه کې هغه سیمې هم شته چې پاکستان او هند یې د مالکیت ادعا کوي.
همدا شان، په وروستو کې هغې نقشې هم د چین او هند تر منځ ناندرۍ راوپارولې چې بیجینګ پکې اروناچال پرادیش ایالت او اکسای چین تپې د چین قلمرو بللی و.
امریکا له چین غوښتي دي چې له هند سره خپل اختلاف څنګ ته پرېږدي او په دې سرمشریزه کې "رغنده رول" ولوبوي.
جي۲۰ څه لاسته راوړنې لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ سرمشریزو کې د مالي کړکېچ پر مهال مشرانو د نړیوال اقتصادي سیستم د ژغورلو لپاره د کوربتوب پر ګامونو اخیستو هوکړه وکړه.
خو ځینې ګوتنیوونکي استدلال کوي چې د نړۍ د سیالو قدرتونو ترمنځ د کړکېچ له امله راتلونکې غونډې لږ اغېزناکې وې.
په هر حال، د مشرانو تر منځ یو له بل سره ناستې ډېری وختونه رغنده ثابتې شوې دي.
د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۹ کال په سرمشریزه کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ موافقه وکړه چې د سترې سوداګریزې شخړې د حل لپاره خبرې اترې بیا پیل کړي.
د جي شل په سرمشریزه کې امنیتي مسایل څه دي؟
د هند حکومت د ډیلي له غونډې مخکې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
د غونډې شاوخوا سړکونه تړل شوي او په ټول ښار کې ۱۳۰ زره امنیتي کسان ګومارل شوي دي.






















