سوریې کې د هغو ملېشو تر منځ نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي، چې مخکې یې په شریکه جګړه کوله

د خپرېدو وخت

له سوریې رسېدلي رپوټونه وايي، د هغو کردي ملېشو چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، او د ځايي عرب قبیلو وسله والو کسانو تر منځ نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

نښتې له هغه وروسته پیل شوې چې د سوریې دیموکراتیک ځواک (اېس، ډي، ایف) وسله والو د عربانو یوې ملېشې مشر ونیو چې د بېلا بېلو عرب قبیلو ملاتړ له ځان سره لري. د یادونې ده، چې دې دواړو ملېشو مخکې په ختیځه دیرالزور سیمه کې په شریکه جګړه کوله.

د ملېشه ځواکونو تر منځ دا تاوتریخوالی وروسته حلب او حسکه سیمو ته هم خپور شوی دی.

ملګرو ملتونو ته داسې ناتائید شوي رپوټونه رسېدلي چې تر اوسه ۵۴ ملکي کسان په دې نښتو کې وژل شوي دي. په دې جګړو کې د دوو روغتونونو او څښاک اوبو یوې اسانتیا په ګډون ځینو مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.

امریکا متحدو ایالتونو چې د اېس، ډي، ایف تر ولکې لاندې سیمو کې له اسلامي دولت نومې ډلې سره د مبارزې لپاره سلګونه پوځیان لري، له دواړو لوریو غوښتي چې سملاسي اوربند وکړي او یوه سوله ییزه حل لاره ومومي.

تازه شخړه د اګست پر ۲۷مه هغه مهال پیل شوه، چې اېس، ډي، ایف ځواکونو د دیرالزور پوځي شورا مشر احمد الخیوبیل چې په ابوخوله هم مشهور دی ونیو. اېس، ډي، ایف وايي، دا سړي د هغو عملیاتو په لړ کې ونیول شو، چې دوی په سیمه کې د داعش پټو وسله والو او مخدره توکو د چاقابرو نیولو لپاره پیل کړي وو.

اېس، ډي، ایف پر ابوخوله تور پورې کوي چې د مخدره موادو چاقاق، د امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتلو، د داعش پټو وسله والو په مخنیوي کې د پاتې راتلو او دغه راز له خپل حیثیته د شخصي ګټې اخیستنې تورونه لګولي دي.

د ځايي عرب قبېلو وسله والو چې د ابوخوله نیول کېدو له کبله قهریدلي وو، له دې پېښې وروسته لارې وتړلې او د الفرات غاړې په ځینو ښارونو کې یې د اېس، ډي، ایف پر سنګرونو او ګزمو بریدونه وکړل.

اېس، ډي، ایف چې ''د سوریې رژیم پر عناصرو'' او ځینې هغو کسانو چې د دوی په ونیا ''له ابوخوله ګټې ترلاسه کوي''د تاوتریخوالي پیلولو تور پورې کوي وايي، پر سیمه د کنټرول لپاره اضافي ځواکونه هلته استولي دي.

''ملکي خلکو ته زیانونه اوښتي''

ملګري ملتونه وايي، د تېرې اونۍ تر پایه په ځینو سیمو کې دا نښتې روانې وې. پر دوشنبه د اېس، ډي، ایف یوه ویاند وویل، دهیبان ښارګوټی وروستی هغه دی، چې په وینا یې ابوخوله ته وفادار ځواکونه اوس هم پکې یو ځای شوي، او په خبره یې د دوی ځواکونه هڅه کوي چې هلته هم ''وضعیت سمبال'' کړي.

د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ امریکا متحدو ایالتونو او متحدینو پر اېس ډي ایف ځواکونو خورا ډېره تکیه کوله چې داعش ځواکونه یې د سوریې ختیځ او شمال کې له زرګونو مریع کیلومتره ساحې وشړل.

سوریې حکومت د الفرات سیند په لوېدیځه غاړه کې د هغو ملېشو په مرسته ځینې سیمې کنټرولوي چې د ایران ملاتړ له ځانه سره لري. سوریې حکومت پر اېس، ډي، ایف د بېلتون پالنې تور پورې کوي، خو په تېرو ۱۲ کلونو کې د سوریې کړکېچ له پیله راهیسې یې ورسره تر ډېره بریده له مخامختیا ډډه کړې.

بل لور د سوریې او ترکیې تر منځ د شمالي پولې څېرمه سیمې بیا د ترکیې ملاتړ لرونکې ملېشه ډلې کنټرولوي.