هغه ایرانی سړی په زندان کې مړ شوی، چې محکمې یې د اعدام سزا لغو کړه

    • Author, ندیم شاد
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

يو ايراني سړی له هغه وروسته په زندان کې ومړ چې د دې هېواد سترې محکمې یې د اعدام سزا لغو کړه. جواد روهي ته په حکومت ضد مظاهرو کې د ګډون له کبله سزا ورکړل شوې وه.

دی پروسږ کال له هغه وروسته نیول شوی و چې د پولیسو په توقیف کې یې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته له نورو سره یو ځای په حکومت ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

هغو احتجاجونو څو میاشتو احتجاج کړی و. چارواکي وايي، نوموړي په زندان کې له مغزي سکتې وروسته په روغتون کې بستري شوی و، خو درملنه یې کامیابه نه شوه.

فعالان بیا ایراني چارواکي د نوموړي د مړینې لامل بولي. د ایران عدلیې پر وېبپاڼه میزان په دې هکله لیکل شوي: ''له بده مرغه د روغتیاپالانو له هڅو سره سره (ښاغلی روهي) ومړ او د ده د مړینې لاملونو معلومولو لپاره یوه قانوني قضیه پرانیستل شوې ده. ''

پر پنجشنبه د رسمي اعلان له خپرېدو مخکې بیا د بشري حقونو یو شمېر فعالانو پر خواله رسنیو د نوموړي د مړینې خبر خپور کړ او پر عدلي او امنیتي چارواکو یې د هغه د 'وژلو ' تور پورې کړ.

ښاغلی روهي د محاکمې په ترڅ کې د بلواګرو مشري، ودانیو سوځولو او د ادعا له مخې په یوه مظاهره کې د قرآن کریم سوځولو له کبله د ارتداد مجرم بلل شوی و.

خو فعالان بیا اوس د نوموړي داسې ویډیويي کلیپونه خپروي چې نوموړی د پروسږ کال مظاهرو په ترڅ کې د نڅا په حال کې لیدل کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، نوموړی وهل، ډبول شوی، په سخته یخنۍ کې ساتل شوی، برېښنايي ضربات ورکړل شوي او سر ته یې د دې لپاره ټوپک نیول شوی و، چې په زوره اعتراف ترې واخیستل شي.

ښاغلي روهي ته د شمالي ایران نوشهر سیمې محکمې په لومړي سر کې د ارتداد، عامه ځایونو ورانولو او د امنیت ګډوډولو ته د خلکو هڅولو په تور د اعدام درې ګونې سزا ورکړل شوې وه، خو په مې میاشت کې بیا د ایران سترې محکمې د نوموړی سزا لغو کړه او یوې بلې محکمې ته یې د بیا ارزونې لپاره د ده د قضیې استولو امر وکړ.

د محکمې ارزونه کې معلومه شوه چې ښاغلي روهي په مظاهرو کې شخصا برخه اخیستې وه او د ده فعالیتونه د 'محاربې او فساد في الارض ' له تعریف سره سمون نه خوري، چې د ایراني قانون له مخې داسې جرم بلل کېږي چې له کبله یې د اعدام سزا ورکول کېدای شي.