تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان ولسمشر د لومړي وزیر په مشوره قامي اسمبلۍ منحل کړه
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف په مشوره هغه اعلامیه لاسلیک کړه، چې له مخې یې د دې هېواد قامي اسمبلۍ منحل شوه. له دې سره د ښاغلي شریف کابینه هم منحل شوه.
د پاکستان منحل شوې قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې د ۲۰۱۸ کال له ټولټاکنو وروسته د هماغه کال د اګست پر ۱۳ مه کار پیل کړ او د قانون له مخې یې پنځه کاله د روانې اګست میاشتې پر ۱۲ نېټه شپې ۱۲ بجې وخت پوره کېده، چې له ټاکلې مودې درې ورځې مخکې منحل کړل شوه.
د پاکستان اساسي قانون د ۵۸ مادې له مخې لومړی وزیر ولسمشر ته مشوره ورکوي چې اسمبلۍ منحل کړي، خو د سمري یا اعلامیې د لاسلیک واک ولسمشر لري. د همدې قانون له مخې به دریو ورځو کې د ښاغلي شریف او په پارلمان کې د اپوزېسیون مشر راجا ریاض په مشوره لنډ مهال لومړی وزیر ګومارل کېږي، خو تر هغه پورې به ښاغلی شریف رسماً دندې ته دوام ورکوي.
د قانون له مخې به دریو ورځو کې لنډمهال لومړی وزیر ګومارل کېږي، چې د ټولټاکنو لپاره به چارې پر مخ بیايي. له دې مخکې د پاکستاني پارلمان ولسي جرګه کې د اپوزېسیون مشر راجا ریاض د لنډ مهال لومړي وزیر پر نامه د اختلاف په هکله له جیو خصوصي ټلویزیون سره مرکه کې وویل، هیله یې دا ده چې نن به په دې هلکه له ښاغلي شریف سره خبرې وکړي.
نوموړي زیاته کړه: ''نن چې پارلمان منحل شي، درې ورځې وخت لرو او په دې ترڅ کې به موږ په شریکه د سرپرست لومړي وزیر په هکله سلا، مشورې وکړو. ''
د پاکستان منحل شوې قامي اسمبلۍ د ۲۰۱۸ کال له ټولټاکنو وروسته تشکیل شوه، چې اکثریت پکې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف پاکستان ګوند غړو او متحدینو یې و، خو ۱۶ میاشتې مخکې بیا عمران خان له همدې پارلمانه د باور رایې په ترلاسه کولو کې پاتې راغی، چې پایله کې یې شهباز شریف لومړی وزیر وټاکل شو.
له هغه وروسته چې د ګڼ شمېر ګوندونو اپوزېسیون اتحاد (پي ډي ایم) عمران خان له واکه بې برخې کړ، د تحریک انصاف پاکستان ګوند غړو هم د پارلمان له غړیتوبه استعفاوې وکړې.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د پاکستان ټاکنو کمېسیون ښاغلی خان د پنځو کلونو لپاره نااهل وباله او د دې پرېکړې له مخې نوموړی نه شي کولای په ټولټاکنو کې برخه واخلي. د ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه ښاغلي خان ته د محکمې له لوري د فساد په یوه قضیه کې د درې کاله زندان سزا له اورولو وروسته کړې، چې له مخې یې ښاغلی خان نیول شوی او په اټک کې زنداني دی.
ټولټاکنې به کله کېږي؟
پاکستان کې د ټولټاکنو څارونکې غیر حکومتي ادارې (فافن) ویاند مدثر رضوي د قامي اسمبلۍ له منحل کېدو وروسته د ټولټاکنو مودې په هکله وايي:
''د پاکستان اساسي قانون له مخې که پارلمان د پنځو کلونو له مودې پوره کولو مخکې منحل شي، باید په ۹۰ ورځو کې دننه د نوي پارلمان انتخاب لپاره ټولټاکنې وشي، خو که پارلمان ټاکلې موده پوره کوي، بیا نو باید په ۶۰ ورځو کې دننه ټولټاکنې وشي. ''
خو د پاکستان راتلونکو ټولټاکنو د کره نېټې په هکله د منحل شوي پارلمان غړي هم یوه خوله نه وو.
د کارپوهانو په وینا په ټولټاکنو کې د ځنډ رامنځته کېدو یو لامل د شهباز شریف حکومت له لوري د نفوسو نوې شمېرنې منظوري هم ده. د پاکستان مشترکو ګټو پلاوي لخوا د نوې وګړشمېرنې له منظورۍ وروسته حکومتي دریځ دا و، چې باید د ټاکنو کمېسیون د وګړو کره شمېر له مخې له سره انتخابي حوضې وټاکي. شهباز شریف هم په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي و، چې د نوې وګړشمېرنې پر بنسټ به ټولټاکنې کېږي.
د ټولټاکنو په هکله پاکستان کې دا ابهام ځکه هم ډېر دی، چې روان کال پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتي پارلمانونه منحل کړل، خو د دې ګوند له غوښتنو او د پاکستان سترې محکمې له امر سره سره هم په دې دواړو ایالتونو کې ټاکنې و نه شوې او بالاخره د نورو صوبو او فدرالي پارلمان له ټولټاکنو سره یو ځای ښايي وشي.
د شهباز شریف په کابینه کې د اطلاعاتو فدرالي وزیرې د بي بي سي اردو څانګې خبریالې فرحت جاوېد ته په دې هکله وویل: ټاکنو کمېسیون خپله ویلي چې په ټولټاکنو کې ځنډ شته، خو زه فکر کوم خبره به تر څلورو، څلور نیمو میاشتو پورې ورسېږي.
بل لور د همدې پارلمان غړي علي وزیر په دې هکله وویل: ''هېڅ داسې هیله نه شته چې ټاکنې به پر خپل وخت وشي، او یا به شفافیت ولري. ''
له ښاغلي وزیره پوښتنه وشوه، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت کې یې ډېرې ستونزې وګاللې، د متحدینو له اوسني منحل شوي حکومت سره یې وخت څنګه تېرېده؟
علي وزیر وویل، د دواړو حکومتونو تر منځ هېڅ توپیر نه و: دې حکومت هم هماغه څه کول، د دې تر شا هم هغه خلک وو، چې د عمران خان حکومت تر شا وو، زموږ جګړه د دې نظام پر ضد ده، هغه نظام چې لاسوهنه کوي، هغه لا هم وو.