مالدووا ۴۵ روسي ديپلوماتان او د سفارت کارکوونکي باسي

د خپرېدو وخت

مالدووا وايي د روسيې سفارت د ۴۵ دپيلوماتانو او کارکوونکو د ايستلو پرېکړه يې کړه ده.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرايين د روسيې له پراخ يرغل راهيسې د مولدووا حکومت څو ځلې مسکو د مخالفو ډلو په جاسوسۍ او ملاتړ تورن کړی دی.

روسيې بيا د مولدووا دغه پرېکړه غندلې او ويلې يې دي چې "ځواب" به يې ورکوي.

د سې شنبې پر ورځ‌ د مالدووا د بهرنيو چارو وزارت د روسيې د سفارت په چت کې د څارنې تجهيزاتو نصبولو په اړه د رسنیو د راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ياد وزارت ويلي د ديپلوماتانو د ايستلو دغه ګام یې "د پرلپسې کړکېچونو او غير دوستانه کړنو" له امله اخيستی او وايي روسيه بايد د اګست تر ۱۵ نېټې پورې خپل دغه ديپلوماتان له مالدووا څخه وباسي.

تر دې وړاندې د مالدووا ولسمشر مايا سانډو خبرداری ورکړی و، چې روسيه مالدووا ته د روزل شويو ملېشو د استولو په لټه کې ده. نوموړي زياته کړه روسيه له دې لارې غواړي چې مالدووا کې د لوېديځ متحد حکومت نسکور کړي.

روسیې د دغو ادعاوو په ردولو سره ويلي، دا د مالدووا د چارواکو يوه هڅه چې غواړي د ټولنې ذهنيت د خپلو ټولنيزو او اقتصادي سياستونو له ناکامۍ څخه بل پلو واړوي.