تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسیې ضد عملیات: کېیف وايي دونېڅک کې یې درې کلي ازاد کړي
اوکرایین وايي، د هېواد په سوېل ختیځ کې یې درې کلي د روسیې ضد بریدونو په لومړۍ لاسته راوړنه کې بېرته نیولي دي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې اوکراییني ځواکونه په دونېڅک سیمه کې د بلاهوداټنې او نسکوچنې څنګلورو کلیو د بېرته نیول کېدو خوشالۍ کوي.
په کېیف کې مرستیال دفاع وزیر ویلي دغو سیمو ته نژدې ماکارېوکا سیمه هم بېرته نیول شوې ده.
د شنبې په ورځ د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي وویل، د روسي ځواکونو پرضد بریدونه پیل شوي دي.
تر اوسه مسکو د کېیف د چارواکو ددغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی او پر ځای یې په سیمه کې د اوکرایین د بریدونو د مخنیوي ادعا کوي.
بله خوا اوکرایین ویلي چې روسیې په زاپوریژیا کې یو بل بند الوځولی.
د تېرې دوشنبې په ورځ د کاخوفکا بند د الوځولو پړه پر روسیې واچول شوه چې پراخه سېلابونه ترې راووتل او له ورڅېرمه استوګنیزو سیمو خلک تېښتې ته اړ شول.
اوکرایین وايي، دا بند د هغو روسي ځواکونو په لاس الوځول شوی چې د ۲۰۲۲ له فبرورۍ میاشتې پرې واکمن دي.
د اوکرایین د پوځ ویاند والیري شیرشین ویلي، روسي ځواکونو نوفوداریوکا کلي ته څېرمه یو بل بند الوځولی چې په وینا یې "د موکري یالي سېند پر دواړو غاړو یې پراخه سېلابونه رایستلي دي".
د اوکرايين جګړه: روسيه غواړي د واګنر ډلې کنټرول ترلاسه کړي
د خپرو شويو راپورونو له مخې د اوکرايين پوځ او د واګنر شخصي ملېشو تر منځ له څو مياشتو جګړو وروسته، روسيه غواړي چې په مخامخ ډول د دغې ډلې کنټرول په لاس کې واخلي.
د روسيې دفاع وزارت مرستیال نيکولای پانکوف ويلي، له رضاکارانو يې غوښتي چې په مستقيم ډول د دفاع وزارت سره تړون لاسليک کړی.
خو د واګنر مېلشو مشر يوګيني پريګوژين د يکشنبې په ورځ په دې اړه سخت غبرګون وښود او ويې ويل چې ځواکونه به یې دغه تړون رد کړي.
دغه پوځي ډله چې د روسيي ځواکونو تر څنګ جنګېږي د اوکرايين په جګړه کې مهم رول لري. ويل کېږي مشر يې بين پريګوژين خپلې سياسي ګټي تعقیبوي. د نوموړي او د روسيې دفاع وزير سرګي شويګو او د پوځ له مشر والري ګيراسموف تر منځ اختلافونه شته چې څو ځله رسنيز شوي هم دي.
د واګنر مشر په وار وار دغه دواړه په بې کفايتۍ تورن کړي او وايي دوی غواړي د اوکرايين په جګړه کې د واګنر ډلې حضور کم کړي.
د تېر کال ډسمبر میاشت کې، امریکا اټکل کړی و چې واګنر ملېشې شاوخوا ۵۰ زره سرتېري په اوکرایین کې په جګړه بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي منلې ده چې هېواد یې د روسي ځواکونو پر وړاندې هغه ځوابي برید پیل کړی چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار ورته کاوه.
ښاغلي زیلېنسکي د ځوابي برید د پیلېدو د پخلي سربېره د دې برید د پړاو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د راپورونو له مخې، اوکراییني ځواکونو په ختیځ کې باخموت او په جنوب کې د زاپوریژیا ته نژدې پرمختګ کړی او د روسیې پر اهدافو یې له اوږده واټنه بریدونه کړي دي.