د چین بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه شوی

د عکس سرچینه، Reuters
چینايي چارواکو د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ له دندې لېرې کړی دی. نوموړی ایله اووه میاشتې مخکې پر دې دنده ګومارل شوی و.
د ښاغلي ګانګ دنده به د چین کمونیست ګوند بهرنیو چارو مسوول وانګ يي ته وسپارل شي، چې مخکې یې هم د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده درلوده.
له عام محضره د ښاغلي ګانګ لېرې والی او په دې هکله د چین بهرنیو چارو وزارت پټه خوله پاتې کېدل دې لامل شوي، چې ځینو مخکې همداسې وړاندوینه کوله.
نوموړی د تېر جون میاشتې پر ۲۵ نېټه په عام محضر کې لیدل شوی و.
د ۵۷ کلن چین ګانګ په هکله داسې فکر کېده، چې د ولسمشر شي جینپینګ له نژدې سلاکارانو یو و.
د دولتي خبري اژانس شینهوا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي: ''د چین لوړپوړو قانون جوړونکو د وانګ يي ګومارنې لپاره رایې ورکړې. چین ګانګ د بهرنیو چارو وزیر په توګه له دندې لېرې شوی دی.''
د شینهوا په رپوټ کې د ښاغلي ګانګ د لېرې کېدو لامل نه دی په ګوته شوی، خو په رپوټ کې يې ویل شوي، ولسمشر شي د نوموړي ګوښه کولو امر لاسلیک کړی دی.















