د چین بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی

د عکس سرچینه، Bilalkarimi/twitter
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته تللی. دا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېد راهیسې افغانستان ته د یوه لوړ پوړي چینايی چارواکي لومړنی سفر دی.
ښاغلي یي کابل ته دا سفر داسې حال کې کوي، چې په پام کې ده، یوه اونۍ وروسته د چین په کوربتوب د افغانستان ګاونډیانو غونډه وشي.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، ښاغلي یي د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو یوه چارواکي ویلي د چین بهرنیو چارو وزیر ''د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته راځی. ''
ښاغلی یي له دې مخکې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو په ۴۸ مه غونډه کې ګډون درلود.
چین له افغانستان سره شپږ اویا کیلومتره اوږده پوله لري او داسې ښکاري چې په دې هېواد کې د لوېدیځوالو له شتون وروسته د نفوذ ډېرولو ته لېوال دی.
چین دغه راز اندېښنه لري چې په ګاونډ کې یې د یوه اسلامپال حکومت په شتون کې د دې هېواد له ایغور لږکۍ سره تعامل کې ښايي له نورو ستونزو سره مخامخ شي.















