هغه جرمنۍ ښځه په زندان محکومه شوې چې ایزیدۍ ښځه یې د وینځې په توګه ساتلې وه

جرمني کې په دا وروستیو کې د ایزیدي ښځو او نجونو سره د زور، ظلم کوونکو ځینو کسانو محاکمه روانه ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، جرمني کې په دا وروستیو کې د ایزیدي ښځو او نجونو سره د زور، ظلم کوونکو ځینو کسانو محاکمه روانه ده.
    • Author, کاترین ارمسترانګ
    • دنده, بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت

یوې جرمنۍ ښځې ته چې له اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) سره یو ځای شوې وه، د وینځې په توګه د یوې ایزدۍ ښځې ساتلو په ګډون د ځینو جرمونو له کبله د نهه کاله زندان سزا ورکړل شوې ده.

پر دې ښځې د بشر یت ضد جرمونو او د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې غړیتوب جرمونه هم ثابت شوي دي. د جرمني په لوېدیځ کوبلینز ښار کې محکمې ویلي، دې ۳۷ کلنې ښځې درې کاله له یوې ځوانې ایزدۍ ښځې سره هغه مهال زور، ظلم کړی، چې دوی په سوریه او عراق کې مېشت وو.

محکمه وایي، دې ښځې خپل مېړه د ایزدۍ ښځې وهلو، ټکولو ته لمسولی او ترې غوښتي یې دي، چې جنسي تېری پرې وکړي. د جنورۍ په لومړیو کې چې دا محاکمه پیل شوه، څارنوالانو ویلي و: ''دا هر څه د داعش ډلې اعلان کړي هدف سره مرسته کول و، چې باید ایزیدي عقیده له منځه لاړه شي. ''

د یادونې ده، چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق شمال کې د ایزیدي ټولنې پر پلرني ټاټوبي یرغل وکړ. ایزیدیان سنجر غرونو ته وتښتېدل، ګڼ شمېر ووژل شول او نژدې ۷۰۰۰ ښځې او نجونې یې داعش ډلې ونیولې چې وروسته یې وینځې کړې.

په همدې کې هغه ښځه هم شامله وه، چې د څارنوالانو په وینا تورنې ښځې چې دوی یې د نادین، کې په نامه یادوي له خپل مېړه سره یو ځای له ۲۰۱۶ کال وروسته چې دوی د عراق موصل ته لاړل، د وینځې په توګه ساتله. دوی له دې یو کال مخکې سوریې ته له داعش سره د یو ځای کېدو لپاره تللي وو او بیا له نیول شوې ښځې سره بېرته ستانه شول، چې ویل کېږي، هغه مهال یې عمر شل کلنۍ ته رسېده.

د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې نادین، کې او کورنۍ یې په سوریه کې کوردي ځواکونو ونیول. تېر کال بیا جرمني ته له استول کېدو وروسته نوموړې ونیول شوه. د محاکمې په ترڅ کې نادین، کې پر ایزیدۍ ښځې سره له زور، زیاتي انکار کړی، خو په وینا یې هغې باید د دې لپاره لا زیات خدمت کړی وای. ایزید‍ۍ ښځه چې په ۲۰۱۹ کال کې خوشې شوې، په فبرورۍ کې محکمې ته د شاهدې په توګه ورغلې وه او د چهارشنبې پر ورځ د پرېکړې پر مهال هم په محکمه کې حاضره وه.

د ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس په رپوټ کې دې ښځې مدافع وکیل له قوله ویل شوي، موکلې یې هیله څرګنده کړې چې هغه ټول کسان باید د قانون منګولو ته راکاږل شي، چې ورته جرمونه یې کړي دي.

د یادونې ده، چې جرمني کې په دا وروستیو کې د ایزیدي ښځو او نجونو سره د زور، ظلم کوونکو ځینو کسانو محاکمه روانه ده.

په اکتوبر کې هم هغه ښځه په لس کلن زندان سزا محکومه شوه، چې دې او مېړه یې هغه ایزیدۍ نجلۍ وژلې وه، چې دوی د وینځې په توګه اخیستې وه. له هغه یوه میاشت وروسته د جرمني یوې محکمې یوه پرېکړه وکړه، چې په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شوه او پکې یې د ایزیدیانو پر ضد د داعش جرمونه توکمیزه ټولوژنه وبلله.