عمران خان پاکستان حکومت ته د مذاکراتو وړاندیز وکړ

عمران خان

د عکس سرچینه، Pti

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د خپل هېواد حکومت ته د خبرو وړاندیز کړی. پاکستان حکومت د ښاغلي خان د دې وړاندیز په ځواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو لومړي وزیر شهباز شریف ښاغلی خان تورن کړی، چې د مې پر نهمه ورځ یې خپل پلویان پر پوځي تاسیساتو یرغل ته لمسولي وو.

عمران خان له فرانس ۲۴ خبري شبکې سره مرکه کې وویل: ''زما پر ګوند د کړۍ تنګولو پر ځای راشئ کېنئ خبرې وکړو. د مذاکراتو پر مېز مې پوه کړئ، چې ولې زه د دې هېواد لپاره خطرناک بلل کېږم. ''

عمران خان زیاته کړه: ''زه یې یوازې کړی یم، ځکه زموږ د ګوند مشرتابه نور غړي نیول شوي دي، زموږ لس زره ګوندي ملګري نیول شوي دي، هر هغه کس نیول کېږي، چې د پي ټي ای (پاکستان تحریک انصاف ګوند) پلوي دی، یا پټ شوي دي... زه یوازې پاتې شوی یم. ''

د یادونې ده، چې د روانې میاشتې پر نهمه پلازمېنه اسلام اباد کې د ښاغلي خان له نیول کېدو وروسته د پاکستان په ځینو سیمو کې خورا سخت احتجاجونه وشول او ځینو ډلو د دې هېواد پر پوځي تاسیساتو او پر پوځي مرکز هم یرغلونه وکړل.

عمران خان د القادر ټرسټ فنډ قضیه کې نیول شوی و.

د پاکستان سترې محکمې د هغه نیول کېدل ناقانونه بللي و او د خوشي کېدو امر یې کړی و. د تحریک انصاف ګوند وکیلانو سترې محکمې ته د ښاغلي خان د نیول کېدو خلاف عریضه کړې وه.

د عمران خان ځینو نژدې سیاسي ملګرو له هغه نه خپله لار بېله کړې.

د عکس سرچینه، TWITTER/ASAD UMER

د عکس تشریح، د عمران خان ځینو نژدې سیاسي ملګرو له هغه نه خپله لار بېله کړې.

له هغه وروسته د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمېر پلویان نیول شوي او د ګوند یو شمېر مهمو مشرانو له تحریک انصاف ګونده د وتلو یا هم د ګوندي مسوولیتونو پرېښوولو اعلانونه وکړل.

په دې کې د ګوند عمومي منشي اسد عمر، د بشري حقونو پخوانۍ وزیره شیرین مزاري، د اطلاعاتو مخکینی وزیر فواد چودري، مسرت چیمه، فردوس عاشق اعوان او لسګونه نور مهم مشران شامل دي.

پخوانی وزیر خسرو بختیار د پي ټي ای وروستی مهم غړی دی، چې چارشنبه یې د ګوند له غړیتوبه د استعفا ورکولو اعلان وکړ.

ښاغلي بختیار په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، ''کال مخکې مې د ګوند مشرتابه ته ویلي و، چې له ملي ادارو سره د ګوند جنجالي مخامختیا به ګوند ته زیان ورسوي، له همدې کبله مې د پاکستان تحریک انصاف له سیاسته لېرې والی غوره کړ او له همدې کبله مې د ګوند له مرکزي کمېټې او د سویلي پنجاب لپاره د ګوند له مسوولیته ځان لېرې کړ. ''

د مې پر نهمه د عمران له نیول کېدو وروسته سخت احتجاجونه وشول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مې پر نهمه د عمران له نیول کېدو وروسته سخت احتجاجونه وشول.

بل لور له فرانس ۲۴ سره خبرو کې عمران خان ادعا وکړه، چې پاکستان حکومت او اسټیبلشمنټ (پاکستان کې د پوځي مشرتابه لپاره مروجه اصطلاح) ډارېږي، چې د ده ګوند به ټاکنو کې بریالی شي، او په وینا یې له همدې ډاره یې د دوی پر ضد عملیات پیل کړي.

عمران خان وايي: ''دوی غواړي زما ګوند له منځه یوسي. د پوځي محاکمو تګلاره یې د دې لپاره غوره کړې، چې په عادي محکمو کې د دروغ تورونو پر بنسټ سزا ورکول سخت وي... د پوځي محکمو مانا زموږ د جمهوریت له منځه تلل دي. ''

له حکومت سره د مذاکراتو پوښتنې ته په ځواب کې ښاغلي خان وویل: ''زما پر ګوندي ملګرو د تشدد پر ځای راشئ، مذاکرات وکړو، د ګوند مشران په زندانونو کې دي او له پي ټي ای ګونده د وتلو پر شرط له زندانه بهر وتلای شي. ''

د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف بیا پر عمران خان تور پورې کړی، چې خپل پلویان یې د مې پر نهمه د پاکستاني پوځ پر تاسیساتو یرغل ته لمسولي وو.

نوموړي په کراچۍ ښار کې مراسمو ته وینا کې وویل: ''د مې پر نهمه دې غدیو د عمران خان په لمسون زموږ پر سترو شهیدانو او غازیانو تورونه ولګول او پر پوځي تاسیساتو یې بریدونه وکړل. ''

ښاغلي شریف ادعا وکړه، چې د ده په خبره د دې دسیسې کړۍ تر بهر پورې رسېږي. د نوموړي په وینا ''زموږ د اتلانو مجسمې ماتې کړل شوې او پر ځمکه وغورځول شوې. ''

د پاکستان لومړی وزیر وايي، ''د نظر اختلاف له کبله دا ډول تاوتریخوالی هېڅ مخینه نه لري. ''

لومړی وزیر شهباز شریف وايي، عمران خان خپل پلویان پر پوځي تاسیساتو یرغل ته هڅولي وو.

د عکس سرچینه، PM OFFICE

د عکس تشریح، لومړی وزیر شهباز شریف وايي، عمران خان خپل پلویان پر پوځي تاسیساتو یرغل ته هڅولي وو.

د یادونې ده، چې د مې نهمې پېښو په تړاو پاکستاني چارواکو زرګونه کسان نیولي چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت په وینا د ۴۹۹ کسانو خلاف رسماً پولیس رپوټونه (ایف ای ار) ثبت شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي، شونې ده چې له دې ډلې کسانو به د ۸۸ کسانو خلاف د ترهګرۍ ضد قانون له مخې قضیې ثبت شي.

د کورنیو چارو وزیر په وینا د ترهګرۍ ضد قانون له مخې ۳۹۴۶ کسان نیول شوي او ۵۵۳۶ کسان په نورو قضیو کې نیول شوي، چې په خبره یې اتیا سلنه یې د ضمانت بدل کې خوشي شوي دي.

رانا ثناالله وايي، له پنجابه ۱۹ او له خیبر پښتونخوا ۱۴ تورن کسان د محاکمې لپاره پوځي محکمو ته سپارل شوي دي او د پاتې نورو کسانو محاکمه به په اړوند محاکمو کې کېږي.

په همدې ترڅ کې عمران خان د چارشنبې پر ورځ پر خواله رسنۍ یو ټیوب پاکستانیانو ته وینا کې ومنله چې د هغو کسانو شمېر چې له ده سره لیدو ته ورځي، په نیشت حساب دی. نوموړي اشارتاً ویلي، چې په مشروط ډول شاتګ ته چمتو دی.

که څه هم د ښاغلي خان په دې څرګندونو کې ډېر تفصیل نه شته، خو له دې مخکې د تحریک انصاف ګوند مخکیني پارلمان غړي جلیل شرقپوري وړاندیز کړی، چې عمران خان باید د ګوند مشرتوب چودري پروېز الهی، اسد عمر یا د بهرنیو چارو مخکیني وزیر شاه محمود قریشي ته وسپاري.

د چارو پاکستاني شنونکي بیا وايي، چې که له قانوني پلوه کومه ستونزه جوړه نه شي یا د محاکمې په ترڅ کې پر عمران خان د پارلماني سیاست بندیزونه و نه لګېږي، داسې احتمال خورا کم دی،عمران خان به د ګوند مشري بل چا ته وسپاري