بریتانیا کې بېړنۍ خبرتیا؛ یو غږ چې کولی شي ستاسو ژوند وژغوري

این تصویر هشداری است که در تلفن‌های همراه دیده می‌شود

د عکس سرچینه، CABINET OFFICE

د خپرېدو وخت

بریتانیا کې نن د لومړي ځل لپاره د بیړنۍ خبرتیا په نوم یو سیستم و ازمایل شو او له کبله به یې د دې هېواد د وګړو په ګرځنده تلیفونونو کې بېړنی زنګ وکړنګول شو.

ټوله بریتانیا کې خلکو په خپلو ګرځنده تلیفونونو کې د لسو ثانیو لپاره دا لوړ غږ واورېد.

ویل کېږي دا خبرداری ان په هغو تلیفونونو کې هم وغږول شو چې خاموش وو.

د بریتانیا د لومړي وزیر مرستیال اولیور ډاوډن وویل، بیړنۍ خبرتیا کېدای شي هغه غږ وي چې "ستاسو ژوند وژغوري."

نوموړي زیاته کړه، کله چې د ازموینې لپاره بېړنۍ خبرتیا غږول کېږي، خلک اړ نه دي چې کوم عکس العمل وښيي.

دی وايي، که څه هم ځینې سپورتي لوبې او د تیاتر ننداره به د بیړنۍ خبرتیا پرمهال ځای پر ځای ودرول شي.

ویل کېږي، چې دا نوی سیسټم به د سیلابونو راوتلو، ځنګلونو کې د اورلګېدلو او ترهګريزو بریدونو پر مهال وکارول شي.

ښاغلي ډاوډن خلکو ته ډاډ ورکړ، چې اندیښنه مه کوئ.

د بیړنۍ خبرتیا له اورېدو وروسته خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل: "د دولت لومړۍ دنده د خلکو خوندیتوب او روغتیا ساتل دي او دا په بیړني حالت کې لکه د سیلابونو را وتل او ځنګلونو کې اورلګېدنې پر مهال د ژغورنې یوه بله وسیله ده."