تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عراق جګړې اصلي لوبغاړي اوس چېرته دي؟
د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ اېتلاف لخوا پر عراق د برید ۲۰ کاله پوره شول.
دې جګړې تاوتریخوالی رامنځته کړ او ټیکاو یې له منځه وېوړ چې نن ورځ یې هم نښې نښانې ښکاري. یوازې منځني ختیځ د دغه هېواد د پولو دننه نه، بلکې تر لرې ځایونو یې څرک لګېږي.
پر عراق پوځي برید د ۲۰۰۳ کال د مارچ پر ۲۰مه پیل شو.
دا بحث پاروونکی پوځي برید د صدام حسین د واکمنۍ په نسکورولو کې ډېر ګړندی و.
خو جګړه د حکومت له نسکورولو سره پای ته ونه رسېده، بلکې تاوتریخوالی یې د سرکښو له ځپلو او د سیاسي ایدلوژۍ له بدلولو سره لا پسې وغځېد او تر نن ورځې پورې دوام لري.
د ۲۰۰۳ کال د مارچ له بریده نهه میاشتې وروسته صدام حسین ونیول شو او درې کاله وروسته د عراق نوي حکومت لخوا اعدام شو.
د دې جګړې نورو مهمو لوبغاړو ته څه ور پېښ شول؟
دې پوښتنې نن سبا سخت بحث پارولی او موږه هم یو کتنه ورته کړې ده.
صدام حسین
صدام حسین له ۱۹۷۹ څخه تر ۲۰۰۳ کال پورې په زور پر عراق واکمني وکړه.
هغه د ۱۹۹۰ - ۱۹۹۱ کال د خلیج په جګړه کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو لخوا ماتې وخوړه او اړ شو چې خپل ځواکونه له ګاونډي کویټه وباسي.
نوموړي په ۱۹۹۰ کال کې په کویټ یرغل کړی و.
د ۲۰۰۳ کال په مارچ کې پخپله د صدام پر واکمنۍ یرغل وشو.
د نظام له ړنګېدو سره نوموړی پټ شو - تر هغه چې د همدې کال په ډسمبر کې د امریکايي ځواکونو لخوا ونیولی شو.
صدام حسین ۲۰۰۶ کال کې بغداد کې په دار وځړولی شو.
هغه مهال د عراق دولتي ټلویزیون د صدام حسین انځورونه خپاره کړل.
په دغو انځورونو کې ښکارېدل چې نوموړی سهار له لمر خاته مخکې هغه ودانۍ ته روان دی چې یو مهال یې خپلې استخباراتي ډلې اعدامونه په کې کول.
د صدام حسین وروستی سرکښ کردار دا و چې د اعدام پر مهال یې د اعدام د ځانګړې تورې خولۍ له اغوستو انکار وکړ.
جورج ډبلیو بوش
جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا دویم ولسمشر شو چې له عراق سره یې جګړه پیل کړه.
تر هغه مخکې یې پلار چې له ۱۹۸۹ - ۱۹۹۳ کلونو پورې ولسمشر و، پر عراق برید کړی و.
(د ګالوپ د رپوټ له مخې) د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر له ترهګریزو بریدونو وروسته اوونیو کې امریکا کې د جورج ډبلیو بوش د محبوبیت کچه پر ۹۱ سلنه اوښته، چې د دغه هېواد تاریخ کې د یوه ولسمشر لپاره بې سارې ده.
خو له سپینې ماڼۍ داسې مهال ووت چې د جګړې د مدیریت او په ځانګړي ډول عراق کې یې د ۴۴۰۰ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو له کبله محبوبیت ډېر کم شوی و.
ښاغلی بوش که څه هم د واک له پرېښودو راهیسې له پامه غورځول شوی، خو په رسنیو کې چې کله نا کله راڅرګندېږي لا هم د عراق په اړه له خپل دریځه دفاع کوي.
جورج ډبلیو بوش دمکړۍ ۷۵ کلن دی.
امریکایی ژورنالیست توماس ای ریکس عراق کې د امریکا جګړې په اړه یو کتاب
(The American Military Adventure in Iraq) لیکلی چې جایزه یې هم ګټلې ده.
هغه بي بي سي ته وویل، د امریکا پخواني ولسمشر اکثرا استدلال کاوه چې د صدام لیرې کول د همدې جګړې د لاملونو یوه برخه وه.
خو ریکس، چې په عراق یې برید څارلی، دغه دلیل قانع نه کړ.
نوموړی وايي "دا ډول دلیلونه د عراقیانو او امریکایانو لپاره د جګړې لوی لګښتونه نه توجیه کوي."
ډیک چیني
د جورج ډبلیو بوش مرستیال ډېک چیني پر عراق د پوځي برید سر سخت ملاتړی و.
نوموړي بېلابېلو ویناو کې د صدام حسین رژیم په زغرده د ډله ییزې وژنې وسلو په درلودلو تورن کړی و.
دا هماغه ادعا وه چې واشنګټن یې له مخې پر عراق برید وکړ.
۲۰۰۶ کال کې چې عراق په خپلمنځي جګړو کې ښکېل و، پخپله چیني هم د تاوتریخوالي یوه خطايي پېښه کې خپل د ښکار ملګری په ډزو په غاړه او سینه ټپي کړ.
۸۲ کلن چیني د جورج دبلیو بوش خلاف له حکومته تر وتلو وروسته هم په سیاسي ډګر کې فعال پاتې دی، په انتخاباتي منډو ترړو کې برخه اخلي او په ۲۰۲۱ کال کې یې پر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې هم وکړې.
ډونالډ رمزفیلډ
ډونلډ رمزفیلډ د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۶ کلونو تر منځ د بوش د دفاع وزیر و.
نوموړي د افغانستان او عراق په یرغلونو کې مهمه او جنجالي ونډه درلوده.
نوموړی د نورو کړنو ترڅنګ پر دې تورن دی چې د صدام حسین د لیرې کولو لپاره یې "بدیلې استخباراتي چارې" چمتو کولې او د امریکايي ځواکونو لخوا یې د جنګي بندیانو پر ربړونو سترګې پټولې.
رمزفیلډ په ۲۰۰۶ کال کې چې امریکا کې د عراق له جګړې سره مخالفتونه زیات شول، خپله دنده پرېښوده.
هغه د ۲۰۲۱ کال جون کې پر سرطان ناروغۍ مړ شو.
کوندولیزا رایس
کوندولیزا رایس د جورج ډبلیو بوش د واک دوو دورو کې لومړۍ د ملي امنیت سلاکارې او وروسته د بهرنیو چارو وزېرې په توګه دنده ترسره کړه.
هغې د عراق د جګړې ملاتړ او رسنیو کې دغو جګړو ته لابي کوله.
نوموړې یو پلا 'سي اېن اېن' خبري شبکې ته ان دا هم ویلي و چې صدام حسین ښايي ژر اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.
هغه اوس ۶۸ کلنه ده.
پاول برېمر
پاول برېمر د ۲۰۰۳ کال می میاشت کې د جورج ډبلیو بوش لخوا د عراق اېتلاف لنډمهاله مدیر وټاکل شو چې هغه مهال دغه هېواد کې تر ټولو لوړه ملکي څوکۍ وه.
د هغه لخوا د عراق پوځ د لغوه کېدو پرېکړه سختو نیوکو سره مخ ده او د بیا رغونې بودیجه کې په مالي فساد تورن دی.
هغه اوس ۸۱ کلن او د عراق په وېرمونټ ایالت کې ګوښه او ارام ژوند کوي.
په ۲۰۱۸ کال کې د هغو وروستیو د رسنیو سرټکی او د ژبو په سر شو چې ویې ویل یوه تفریحي سیمه کې د 'سکي' د لارښود په توګه دنده ترسره کوي.
کولن پاول
کولن پاول پر عراق د یرغل پر مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر او لومړنی تورپوستی و چې پر دې څوکۍ ګومارل کېږي.
هغه په ۱۹۹۰ - ۱۹۹۱ کال د خلیج جګړې پر مهال هم د امریکا د لوی درستیزانو د کومېټې مشر و.
ښاغلی کولن که څه هم پیل کې د جورج بوش ادارې د نورو چارواکو پر خلاف پر عراق د برید مخالف و، خو د ۲۰۰۳ کال فبرورۍ کې یې ملګرو ملتونو کې د پوځي مداخلې په ملاتړ وینا وکړه.
هغه داسې شواهد هم وړاندې کړل چې ګوندې د صدام حسین رژیم په پټه د ډله ییزې وژنې وسلې جوړوي.
نوموړي په ۲۰۰۴ کال کې کانګرس ته ومنله چې یو کال مخکې وړاندې کړي استخباراتي مالومات یې سم نه و او له دې سره یې دنده هم پرېښوده.
کولن پاول په ۲۰۲۱ کال کې د ۸۴ کلونو په عمر د کورونا وبا اړوند ستونزو له کبله مړ شو.
ټوڼي بلیر
دی د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر دی.
پر عراق د پوځي برید ملاتړ د ښاغلي بلیر شهرت ته تر جورج ډبلیو بوش پرتله ډېر زیان اوړولی دی.
په ۲۰۱۶ کال کې ترسره شویو رسمي څېړنو هغه له دې کبله ملامت وباله چې د صدام حسین له اړخه پېښ ګواښ ته یې هوا ورکړې، ځواکونه یې داسې مهال جګړې ته استولي چې چمتو نه وو او دا چې را وروسته پېښو او پرمختګونو ته یې هم سم پلان درلود.
ټوني بلیر په ۲۰۰۷ کال کې استعفا وکړه.
هغه اوس ۶۹ کلن دی او نړیوال بدلون لپاره د ټوني بلیر بنسټ په نوم د غیردولتي ادارې مشري کوي.
خو د عراق جګړې اوس هم د هغه پر میراث سیوری غوړلی.
مقتدا الصدر
دا شعیه مذهبي مشر دی چې پر عراق یې د اېتلافي ځواکونو له یرغل وروسته نوم وایست.
د هغه مهدي لښکر د بهرنیو ځواکونو خلاف جګړه کوله.
نوموړی همدا راز عراق کې فرقه تاوتریخوالي ته په لمن وهلو تورن دی.
د هغه سیاسي اېتلاف عراق کې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کال ټاکنو کې د پارلمان تر ټولو ډېرې څوکۍ وګټلې خو د حکومت رامنځته کولو کې له ننګونو سره مخ دی.
مقتدا صدر څه موده وړاندې له سیاسته د ګوښه کېدو اعلان وکړ.
نوري المالکي
نوري المالکي د صدام واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د عراق لومړی وزیر شو.
هغه د ۲۰۰۶ کال مې میاشت کې د واک پر ګدۍ کېناست.
منتقدینو یې هغه د سني او کرد سیاستوالو په ګوښه کولو تورن کړ او د ۲۰۰۷ کال په پیل کې د نوموړي د لېرې کولو غوښتنه وشوه.
خو ښاغلي المالکي په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت (داعش) پر ضد څو جګړو کې له ماتې وروسته استعفا وکړه.
نوموړی دمګړۍ ۷۲ کلن او لا هم د خپل هېواد په سیاست کې ښکیل دی.
علي حسن الماجد - (کیمیاوي علي)
د عراق د پوځ دغه پخواني قوماندان د کرد یاغیانو خلاف د زهري غازو په کارولو کې د خپل مشکوک رول له کبله د کیمیاوي علي نوم ګټلی و.
د زهرجنو غازو دغو بریدونو زرګونه کسان وژلي و.
امریکايي ځواکونو علي حسن الماجد د ۲۰۰۳ کال اګست کې ونیو.
هغه وروسته په نسل وژنه او بشریت ضد جرمونو کې ګرم وپېژندل او په ۲۰۱۰ کال کې په دار وځړول شو.
ایت الله علي سیستاني
ایت الله علي سیستاني عراق کې له ټولو مخکښ شیعه عالم دی. هغه
هغه د امریکا په مشرۍ د اېتلاف له یرغل وروسته د دغه هېواد دیني او سیاسي چارو کې مهم رول ولوباوه.
خو هغه د مقتدا الصدر برعکس د بغاوت پر ځای سیاسي لاره غوره کړه.
السيستاني دمګړۍ ۹۲ کلن اوس هم عراق کې ډېر بانفوذه شخصيت دی.
منتظر الزیدي
عراقي خبریال منتظر الزیدي په عجیبو شرایطو کې نړیوال شهرت خپل کړ.
نوموړي د ۲۰۰۸ کال په ډسمبر کې په بغداد کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال پر جورج ډبلیو بوش د بوټونو ګوزار وکړ.
دا عراق ته د جورج ډبلیو بوش وروستی سفر و.
د بوټ له وار سره منتظر الزیدي ناره کړه:"دا د عراق د خلکو لخوا د خدای پاماني وروستي مچکه ده، ای سپیه!"
عراقي خبریال منتظر الزیدي شپږ میاشتې بند کې تېرې کړې او ادعا کوي چې د بند پر مهال ربړول شوی.
هغه له خوشې کیدو وروسته لبنان ته ولاړ.
الزیدي وروسته عراق ته راستون شو او د ۲۰۱۸ کال کې د عراق په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته خو بریالی نه شو.
نوموړي په دې وروستیو کې رویټرز خبري اژانس ته وویل: "دا صحنه د دې ثبوت دی، چې یوه ورځ یو عادي سړي وکولی شول چې یوه کبرجن کس ته د هغه واک، ځواک، وسلو، پیسو او رسنیو سره سره نه وویل."