تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د صدام حسین د فلمونو لویه پروژه
په ۱۹۸۰ کال کې عراق کې تر ټولو غښتلي کس صدام حسین هڅه وکړه چې هېواد یې د فلمونو جوړولو په نړیواله ډله کې شامل شي.
هغه د ''وفاداریو نښته '' په نامه پر یوه فلم میلیونه ډالر ولګول چې د فلم ټولې صحنې په عراق کې ثبت شي.
په دې فلم کې د برتانیا د سینما ځینو مخکښو ستورو لکه اولیور ریډ، هیلن راین او جمیز بولن هم رولونه لوبول.
صدام حسین هیله من و چې دا فلم به یو مشهور نړیوال فلم شي خو کله چې د فلم ثبتول پیل شول د عراق او ایران ترمنځ جګړه پیل شوه.
د فلم برتانوي تولیدوونکی یا پروډیوسر لطیف جورفاحاني چې له خټې عراقی دی، له بي بي سي سره په خبرو کې وویل:
''صدام حسین د خپل هېواد د هڅولو لپاره ډېره لیوالتیا لرله چې د نړیوالو فلمونو د تولید په یو مرکز بدل شي، د 'وفاداریو نښته ' یو هغه نړیوال فلم و چې موږ غوښتل په عراق کې یې جوړ کړو. ''
لطیف جورفاني له ۱۹۵۰ کال راهیسې فلمونه جوړوي. ده په مینځني ختیځ کې د کم لګښت ګڼ فلمونه جوړ کړي دي.
کله چې د صدام حسین د حکومت چارواکي له ده سره د فلمونو د دې لویې پروژې په اړه په تماس کې شول، دی خوښ شو.
لطیف: ''هغوی ویل، موږ غواړو دا فلم په نړیوالو معیارونو جوړ کړو. په دې فلم کې د هغه برتانوي افسر د وژل کېدو کیسه شوې چې په ۱۹۲۰کال کې ووژل شو، دغه راز په عراق کې د برتانوي نیواک پرضد د انقلاب تاریخ هم پکې دی . ''
ځینو ګومان کاوه چې صدام حسین د فلمونو تولید ته د ستایل کېدو په خاطر مخه کړې ده، خو جورفاحاني وايي داسې نه ده.
''نه، داسې نه ده، ځکه چې په بغداد کې زموږ ملګري ډېر لیوال وو. هغوی صدام حسین ته ورغلل او ورته یې وویل که موږ غواړو چې د نړیوالو فلمونو په مارکیټ کې ورګډ شو نو باید پېسې ولګوو، صدام حسن هغوی ته وویل ښه ده، هر څومره لګښت چې کېږي مخکې لاړ شئ. ''
دا چې د پېسو کومه ستونزه نه وه لطیف پرېکړه وکړه چې د برتانوي سینما نوم وتي ستوري په فلم کې ولوبوي.
برتانوي فلم ستوري اولیور ریډ، هیلن راین او جمیز بولن د مخکښو رولونو لپاره غوره شوي وو.
خو لطیف لیوال و چې په دې فلم کې عراقي فلمي ستوري هم رولونه ولوبوي. د فلم د ثبتولو چارې د ۱۹۸۰م کال په نیمايي کې پیل شوې.
''د فلم د ثبتولو په لومړۍ ورځ داسې نه ښکاریده چې موږ د کار کولو لپاره راغلي یو، ځکه موږ داسې یو څه ترسره کول چې د عراق د تاریخ یوه برخه وه. ''
فاطمه الروباعي یوه مشهوره عراقۍ فلم ستورې ده، په فلم کې هغې ته د یوه عراقي اتل د ښځې رول ورکړل شوی و.
لطیف د فلم د تولید لپاره د لوجستیک امکاناتو د برابرولو په خاطر په لندن کې و چې د ۱۹۸۰م کال په سپتمبر کې یې خبر واورید چې د عراق او ایران ترمنځ جګړه پیل شوې ده:
''په ۱۹۸۰ کال کې به کورنۍ په انګلستان کې ناستې وې تلویزون به یې لیده. لیدل به یې چې په ټول عراق کې توغندي لګېږي او جګړه روانه ده، میرمنو به ماته ویل چې میړه مې په عراق کې دی، زه یې بېرته غواړم، ځکه نو موږ د فلم ثبتول بند کړل. موږ ته عراقي مشرانو ویلي و چې داسې وښايو چې ګواکې په عراق کې هرڅه نورمال دي. که چا به پوښتنه کوله موږ به ویل هو هرڅه سم دي، یوازې له ایران سره پر پوله یوه کوچنۍ جګړه شته، خو هرڅه به ښه شي. د کار له بندولو څو اونۍ وروسته موږ ته وویل شول چې بېرته د فلم ثبتول پیل کړو. ''
که څه هم صدام حسین ویلي و چې د فلم ثبتولو چارې دې له سره پیل شي خو هغه لوجستکي امکانات او وسایل چې لطیف د فلم د تولید لپاره غوښتل لا نه وو برابر شوي:
''له برتانیا نه د فلم ثبتولو په خاطر د اورپا له لارې جګړه ییز توکي د ترکیې تر پولې پورې رسېدل خو هلته به ترکي پوله ساتو ونیول او ویل به یې چې موږ د عراق او ایران په جګړه کې بې طرفه یو، تاسو اجازه نه لرئ چې دا جګړه ییز توکي عراق ته د ترکیې له لارې یوسئ. موږ به ورته ویل، وګورئ په دې ټوپکو ډز نشئ کولای، دا یوازې د فلم جوړولو لپاره کاروو، خو هغوی اجازه نه راکوله ځکه نو موږ اړ شوو چې د ترکیې له پولې بېرته بیړیو کې یونان ته لاړ شو او له هغه ځای لبنان او بیا سوریې ته لاړ شو او له هغه ځایه بیا عراق ته. ''
په بغداد کې د وفاداريو نښته فلم ثبتولو چارې بیا پیل شوې، خو یوه ځانګړې صحنه چې پکې پر یو برتانوي اورګاډي برید کېږي، له ایران سره پولې ته نژدې ثبت کړای شوه. د دې صحنې د ثبتولو پایله داسې شوه چې تمه یې نه کېده.
''لطیف: په کومه ورځ چې موږ دغه صحنه ثبت کړه، ایراني رسنیو ادعا کوله چې د ایران انقلابي ګارد په عراق کې دننه برید کړی او یو پوځي اورګاډی یې ویجاړ کړی دی. هغوی ادعا کوله چې په دې برید کې یې ګڼ عراقي پوځیان هم وژلي دي. ''
اولیور ریډ او نور برتانوي فلم ستوري هله له عراق نه وایستل شول چې په فلم کې د دوی صحنې ثبت شوې.
په داسې حال کې چې له ایران سره جګړه روانه وه فلم جوړونکې ډلې له برتانوي فلم ستورو پرته د فلم ثبتولو چاره بشپړه کړه.
لطیف د وفاداریو نښته فلم په لندن کې ایډیټ کړ. دا فلم په ۱۹۸۴ کال کې لندن کې د فلمونو په فیستوال کې نندارې ته وړاندې شو خو هېڅکله په لویدیځ کې خپور نه شو.
له لطیف مو وپوښتل چې ایا ناهیلی شوی چې له عراقیانو سره یې د فلمونو د تولید چارې نیمګړې پاتې شوې؟
'لطیف: 'هو، بې له شکه چې زه ناهیلی شوم، هیله من یم چې په راتلوونکې کې داسې یو وخت راشي چې هر څه ښه شي او موږ وتوانېږو چې له خپلو پخوانیو سکرپتونو نه ګردونه پاک کړو او بیا فلمونه جوړ کړو. ''
لطیف جورفاحاني اوس هم په انګلستان کې په خپل کور کې د وفاداریو نښتې فلم اصلې صحنې له ځان سره لري، او فاطمه الرباعي اوس هم په فلمونو کې تمثیل کوي.