د بریتانیا د پاسپورت ادارې کارکوونکي پنځو اونیو لپاره کاربندیز کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا د پاسپورت ادارې له ۱،۰۰۰ ډېر کارکوونکي د دندو، تنخوا او کاري شرایطو له کبله کار بندیز ته مخه کوي.
دوی به انګلند، سکاټلنډ او ویلز کې د راروانې اپریل میاشتې له ۳مې د مې میاشتې تر ۵مې پورې به خپل کارونه ودروي.
د عامه او سوداګریزو چوپړونو ټولنې خبرداری ورکړی چې دا کاري اعتصاب به د پاسپورت په چارو لوی اغېز وکړي.
ټوله بریتانیا کې له ۴،۰۰۰ ډېر کسان د پاسپورت ادارې لخوا ګمارل شوي دا په دې معنی ده چې هرو څلور کارکوونکو کې یو یې کار بندیز کوي.
دا کاربندیز به د لندن په ګډون لویو ښارونو کې د پاسپورت چارې اغیزمنې کړي.
د عامه او سوداګریزو چوپړونو ټولنې عمومي مشر مارک سیرووتکا وویل، چې ستونزه د ۲ ٪ معاش زیاتیدو له کبله رامنځته شوه.
کارکوونکي په دې زیاتوالي خوشحاله نه دي بلکې دا ورته کم ښکاري خو حکومت د کارکوونکو کلنی معاش له دې لوړولی نه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي وویل: "دا کاربندیز ځکه پیل شو چې اړونده وزیرانو له دوو کاري اعتصابونو او هدفمنده ګامونو سره چې شپږمیاشتې یې دوام وکړ بیا هم وې نه شوی کولی چې له موږ سره ګټورې خبرې وکړي."
ښاغلی سیرووتکا وايي: "د دوی چلند دا ښيي چې دوی خپل کاري ځواک سره د بل هر چا پرتله ډېر بد چلند کوي."
"لوړپوړو چارواکو د دې ستونزې د حل لپاره شپږ میاشتې وخت درلود، خو دوی دا شپږ میاشتې له ۲ سلنو د معاش لالوړولو څخه یې ډډه وکړه او د ټولنې د غړو ستونزو په حل کې پاتې راغلل. "
بریتانیا کې له دې مخکې د ریل ګاډو چلوونکو، روغتیايي کارکوونکو، د ښوونځي او پوهنتون ښوونکو،د بي بي سي خبریالانو او ملکی کارکوونکو هم د ټیټو معاشاتو له کبله کاري اعتصاب کړی وو.

















