روسیې په اوکرایین د غږ پرتله پنځه برابره چټک هایپرسونیک توغندي توغولي

Russia reportedly fired 81 missiles at Ukraine's cities overnight, leaving a trail of destruction behind.

د عکس سرچینه، More than 80 Russian missiles were fired at Ukrain

د خپرېدو وخت

په اوکرایین د روسیې د بریدونو نوې لړۍ لږ تر لږه نهه کسان وژلي دي.

په دغو بریدونو کې روسیې د هایپرسونیک توغندیو په ګډون له پیاوړو وسلو کار اخیستی دی.

د راپورونو له مخې روسیې په اوکرایین د یرغل په لومړیو میاشتو کې د کنزال هایپرسونیک توغندي چې هوا کې له ځانه دفاع کولی شي نه وو کارولي.

له همدې امله دا وروستۍ لړۍ تر ټولو سخته توغندیزه لړۍ بلل کېږي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳/۰۳/۰۹) وویل: "د کنزال هایپرسونیک توغندیو په ګډون، لرې واټن وېشتونکي توغندي، سمندري او ځمکني وسلو د کراییني پوځ مهم بنسټیز تاسیسات په نښه کړي دي."

A man checks a damaged car at the site of a Russian missile strike in Kyiv

د عکس سرچینه، Reuters

همدارنګه پرون د اودیسا والي ماکسیم مارچینکو وویل، چې د دې بندري ښار د انرژي په تاسیساتو لوی توغندیز بریدونه شوي دي.

دا په نږدې یوه میاشت کې د اوکرایین د انرژۍ پر زیربنا باندې د روسیې لومړی لوی برید دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ اوکراییني چارواکو دا هم وویل، چې روسیې په اوکرایین کې د توغندیو د بریدونو یوه نوې لړۍ پیل کړې، چې په خارکیف او اودیسا کې یې د استوګنې ودانۍ او زیربناوې په نښه کړې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هایپرسونیک توغندیو په برخه کې د روسیې پانګونې په اړه خبراوی ورکړ.

دغه توغندي کولای شي د غږ له سرعت څخه پنځه چنده ګړندی سفر وکړي.

د اوکرایین پر بنسټیزو تاسیساتو د روسیې د بریدونو زیاتوالی د پام وړ دی.

لویدیځ چارواکي په دې باور دي چې د دې ډول وسلو کارول د روسیې د دودیزو وسلو نشتوالی په ګوته کوي.

یوه چارواکي د روانې اوونۍ په پیل کې وویل: "دوی د ډیرو دقیقو وسلو ترلاسه کولو لپاره ډیر وخت ته اړتیا لري ځکه چې له دې پرته دوی نشي کولی په یوځل ډیر توغندي وتوغوي."

Emergency workers at the site of a Russian missile strike in Kyiv, Ukraine, on 9 March, 2023

د عکس سرچینه، Reuters

بل خوا د اوکرایین پوځ ادعا کوي چې ۳۴ کروز توغندي او څلور ایرانۍ ډرون الوتکې یې ویشتلې دي.

د اوکرایین پوځ د توغول شویو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په مخنیوي کې ښه مهارت لري.

لومړنۍ شمېرې ښیي چې وروستیو کارول شويو وسلو لویه برخه شنډه شوې ده چې په دې کې له ۷۰ سلنې زیات کروز توغندي غورځول شوي او نیمایي هغه ډرون الوتکې غورځول شوې چې د اوکرایین خاورې ته دننه شوې وې.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز والیري ژلوزني په وینا اته نور توغندي په هغه ډول شنډو شوي چې نوموړی یې سیستماتیک ځوابیه ګام ګڼي.

خو په ښکاره توګه له ټول هېواد څخه را رسيدلو راپورونو ته په کتو داسې ښکاري چې په هر ځای کې د توغندیزو بریدونو مخه نیول ناشونې ده.

امریکايي چارواکي بیا وايي، کیدای شي روسیه له هغو ځمکو دفاع وکړي چې دمګړۍ یې تر واک لاندې دي.

د دوی په باور، دا جګړه په داسې یوې شخړې بدله شوې، چې هېڅ لوري په کې ځانګړې پوځي ګټه نه لري.