په لندن کې یو شمیر معترضینو د روسیې سفارت مخکې سړک د اوکرایین په بیرغ ورنګاوه

رنګ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د یاد سړک له رنګولو وروسته پرته له دې چې رنګ ترې پاک شي موټرو تګ راتګ وکړ.
د خپرېدو وخت

پر اوکرایین د روسیې د یرغل مخالفو لاریون کوونکو پنج شنبه سهار په لاسي ګاډو کې په راوړي زېړ او نیلي رنګ هغه سړک رنګ کړ چې په لندن کې د روسیې سفارت مخکې تېر شوی.

کینګستون پلس ګارډنز په سیمه کې دغه اعتراضي خوځښت پر اوکرایین د روسیې د یرغل د کالېزې په درشل کې شوی.

معترضین وایي له دې کاره یې موخه دا وه چې د روسیې ولسمشر ته ور په یاد کړي چې اوکرایین " د خپلې ارادې حق" لري.

پولیسو له یادې پیښې وروسته څلور معترضین چې درې یې نران او یوه ښځه ده نیولي دي.

دا کار هغو خلکو کړی چې ځان " د خرو په وسیله رهبري کېدونکي یا لیدز بای ډانکیز" ډله بولي او په ۲۰۱۸م کال کې د برېګزیټ خلاف جوړه شوې وه.

دوی وایي چې د روسیې سفارت مخکې دوه طرفه سړک یې په ۱۷۰ لېټره زیړ او همدومره نیلي رنګ رنګولی دی.

له یاد حرکت یوه ورځ مخکې دغې ډلې پر ټویټر لیکلي وو: " سبا پر خپلواک اوکرایین او د خپلواکې ارادې پر خاوندانو د پوتین د امپریالیستي یرغل لومړۍ کالیزه ده او دوی به دا کالیزه لندن کې د روسیې سفارت مخکې د اوکرایین د لوی بیرغ په رسمولو هغوی ته ور یاده کړي."

رنګ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا کار هغو خلکو کړی چې ځان " د خرو په وسیله رهبري کېدونکي یا لیدز بای ډانکیز" ډله بولي.

د یاد سړک له رنګولو وروسته پرته له دې چې رنګ ترې پاک شي موټرو تګ راتګ وکړ.

پر اوکرایین د روسیې یرغل داسې مهال یو کلن کېږي چې لاهم هلته جګړه روانه ده.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم پر اوکرایین د روسیې یرغل غندلی او له روسیې یې غوښتي چې ژر تر ژره له اوکرایین څخه خپل پوځونه وباسي.