ترکيه کې بله زوروره زلزله شوې، خلک تر کنډوالو لاندې دي

د ویډیو تشریح، ترکیه کې د نوې زلزلې شېبې
د خپرېدو وخت

د ترکیې په سوېل ختیځ کې د سوریې پولې ته څېرمه له تازه زلزلې وروسته تر نړېدلو ودانیو لاندې د خلکو لټون روان دی.

په بېګانۍ ۶٫۴ زلزله درجه کې تر اوسه د دریو کسانو د مړینې او سلګونه نورو د ژوبلېدو خبرونه راغلي دي. د راپورونو له مخې د دغې زلزلې ټکانونه له ترکیې سربېره په سوريه، مصر او لبنان کې هم محسوس شوي دي. زلزله ځايي مهال دوشنبې د ماښام ۸:۰۴ بجې شوې ده.

رپوټونه وايي، ډېری هغه ودانۍ اوس نړېدلې چې د فبرورۍ د شپږمې په زلزله کې روغې پاتې وې.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وايي، د لټون عملیات پیل شوي او له کنډوالو یو شمېر ژغورل شوي وګړي روغتونونو ته استول شوي.

رپوټونه وايي ژغورندویان هڅه کوي اغېزمنو شویو سیمو ته ځانونه ورسوي خو پر سړکونو رامنځ ته شویو لویو چاودو یا چاکونو د دوی هلې ځلې ټکنۍ کړې دي.

د دې تازه زلزلې له کبله په ترکیه او سوریه کې تر ۷۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د دوشنبې ورځې زلزلې تر ډېره د ترکیې انطاکیه، ډیفن او سمنداګي سیمې اغېزمنې کړې دي.

عیني شاهدانو رویټرز خبري آژانس ته ویلي انطاکیه کې زلزلې ګڼې ودانۍ ویجاړې کړې دي او سوېلي هاتای کې خلک تر کنډوالو لاندې شوي.

ترکيه زلزله

د عکس سرچینه، Reuters

د دوشنبې ورځې زلزله د ترکیې - سوریې پولې ته نژدې شوې. د سپینو خولیو ملکي دفاعي ډله وايي، تر ۱۰۰ ډېر خلک سوریه کې ټپیان شوي، ودانۍ لوېدلې او پراخه وېره خپره شوې ده.

د سوریې امریکا طبي ټولنې بنسټ ویلي د دوی پنځو روغتونونو کې له وروستۍ زلزلې څخه لږ تر لږه ۳۰ ټپیان د درملنې لپاره وروړل شوي، خو زیاتوي چې د دوی روغتیاپالنې ځایونو ته اوښتی زیان لږ دی.

انطاکیه کې یوې اوسېدونکې منا العمر رویټرز ته ویلي، د انطاکیه یوه مرکز پارک یوه خېمه کې وه چې وروستۍ زلزله وشوه.

"فکر مې وکړ تر پښو لاندې مې ځمکه چوي". دا وايي چیغې یې کړې او خپل اوه کلن زوی یې ورسره واخیست.

"ایا بله ځمکلړزه به هم وي؟"

د علي مظلوم په نامه یوه بل عیني شاهد ویلي په مخکېنۍ زلزله کې د خپلې کورنۍ وژل شوي مړي یې لټول چې بله زلزله وشوه.

"نه پوهېدم څه وکړم، یو او بل ښۍ خوا او مخ ته ټېل واهه، دېوالونه په نړېدو شول. داسې مو انګېرله چې ګنې ځمکه چوي او موږ پرې ننوځو".

د عيني شاهدانو په وینا په انطاکيه کې د تېرې زلزلې له امله زيانمنې شوې ځينې ودانۍ نړېدلې او يا نور ډېر زيان ور ته اوښتی دی.

د راپورونو له مخې د دغې زلزلې ټکانونه له ترکیې سربېره په سوريه، مصر او لبنان کې هم محسوس شوي دي.

Rescue workers walking through a collapsed building at night.

د عکس سرچینه، EPA

ترکیه

د عکس سرچینه، Reuters

دوه اونۍ وړاندې په ترکيه او سوريه کې د رېختر په کچه ۷.۸ درجې زلزله شوې وه چې له امله يې په دواړو هېوادونو کې تر ۴۴ زرو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاس ورکړ.

د بېړنيو خدمتونو ادارې له خلکو غوښتي چې د څونامي له وېرې له ساحلي سيمو ووځي.

د ترکیې حکومتي چارواکي وايي، له لومړنۍ زلزلې راهیسې تر اوسه شپږ زره ټکانونه محسوس شوي، خو یو هم د دې زلزلې په څېر قوي نه و.

راپورونه وايي د ژغورنې ډلې هڅه کوي زيانمنو سيمو ته ځانونه ورسوي خو په سړکونو کې لویو درځونو د بېړنو خدماتو لپاره رسېدل خورا ستونزمن کړي دي.