تر۵۰۰ زیاتو نړیوالو ټولنو او هېوادونو د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو لاسنیوي ته ورودانګل
د خپرېدو وخت
د ترکيې او سوريې زلزلې ځپلو سيمو ته نړيوالې مرستې په ورسېدو دي، له بريتانيا هم ځانګړې مرستې پيل شوې.
چارواکي وايي، له پنځوسو زيات هېوادونه او ۱۶ نړيوالې ټولنې ترکيه او سوريه کې د ژغورنې او بيړنيو مرستو رساوي کې پر هلو ځلو بوخت دي.
ځپل شوو سيمو ته له بريتانيا هم مرستې په رسېدو دي.د ځايي رغتونونو په ګډون، بيړنۍ وسيلې، زرګونه کېږدۍ، کمپلې او د پاکۍ ساتلو توکي هغه څه دي، چې دې مرستو کې استول کېږي.